اوباما کرزي ته يو بد خبر؟

د متحده ايالتونو نوى مشر برالا د افغانستان په ولسمشر نيوکې کوي او زياتره افغانان د هغه د وروستيو ورځو شپو خبرې کوي.

اوباما کرزي ته يو بد خبر؟

د متحده ايالتونو نوى مشر برالا د افغانستان په ولسمشر نيوکې کوي او زياتره افغانان د هغه د وروستيو ورځو شپو خبرې کوي.

. د ځوان ولسمشر جادويي شخصيت او له هغې سره د (حسين) د اسلامي منځني نوم يوځايوالي خلکو ته په دې جگړې ځپلې هېواد کې هيلې پيدا کړې دې او وايې په پاى کې به سپينې ماڼۍ ته دا سې يو واکمن راشي، چې هغوى او د هغوى ستونزې به وپېژني.

.

ددې ترڅنگ داسې يو وتلى افغان هم شته، چې د (واک) له لېږدېدنې څخه خوښ نه دى. هغه ولسمشر، حامد کرزى دى.



په داسې حال کې چې واشنگټن د (واک د لېږدېدنې لپاره) په مراسمو بوخت دى او نړۍ هغه ته گوري، په کرزى باندې د هغه د هميشني ملاتړو له خواد خلکو په وړاندې د انتقادونه باران اوري.



کرزي پارلمان ته د جنورۍپه شلمه د سه شنبې په ورځ په خپلې کلنۍ وينا کې په افغانستان کې د متحده ايالتونو د بغاوت ضد عملياتو په وړاندې خپل شکايتونه يو ځل بيا تکرار کړل. هغه ولسي خلکو ته د زيانونو د رسيدلو يادونه وکړه او قانون جوړوونکو ته يې وويل، چې څو څو ځلې يې د متحده ايالتونو په پوځ زور اچولى، خو کومه گټه يې نه ده کړې.



همدرانگه داسې بريښي چې سنا ته د خپل باورليک د لاسته راوړلو د يوې استماعيه غونډې په بهير کې د (امريکا) د بهرنيو چارو د نوماندې وزيرې، هيليرې کلنتن د نيوکو له امله ولسمشر خپه شوى وي، چې ويلي يي و، (افغانستان د نشه يي توکو توليدوونکى هېواد دى، لږ ظرفيت لري او په پراخ فساد کې ډوب دى.)

د ملي ارمان په نوم د يوې ځايي ورځپانې په وينا کرزي د جنورۍ په ١٩، د دوشنبې په ورځ د وزيرانو شورا په غونډې کې په غوسه برېښېد او په ډېره ترخه او تونده ژبه يې وويل، چې (هغه به د متحده ايالتونو په وړاندې تر پايه ودريږي.)



پخپله اوباما د اوړي راهيسې په څرگند ډول د افغانستان په ولسمشر باندې نيوکې کوي. هغه د CNN تلويزيوني شبکې ته ويلي و، چې د کرزي حکومت له کندې څخه نه دى راپورته شوى او نه يې د افغانستان ، حکومت، عدلي سيستم او پوليسي ځواک په داسې يوې لارې مرسته کړې، چې د خلکو باور او اعتماد تر لاسه کړي.



ددې بهير په رڼا کې زياتره افغانان هيله من دي، چې ښايي (اوسنى) ولسمشر په راتلونکو ټولټاکنو کې ولاړ شي او پر ځاى يې ډېر ژر يوه نوې څېره د کابل څوکۍ ونيسي.



په هرات کې د فريدون په نامه د دولت يو کارکوونکي وويل: ((زما په اند به په افغانستان کې لومړى بدلون په ولسمشرۍ کې راځي. فکر کوم، چې اوباما له کرزي سره څه ستونزې لري.))



هغه د نورو په څېر د جولاى په مياشت کې له افغانستان څخه د اوباما ليدنې ته گوته نيسي،چې د کابل له ليدلو دمخه يې د ننگرهار له والي، گل اغا شېرزي سره ليدلي و.



شيرزى په ختيځ ولايت کې د پراخ خدمت له امله د هر چا په خولو کې دى. د هغه تر مشرۍ لاندې ننگرهار د اپينو له يو ستر توليدوونکي ولايت څخه له نشه يي توکو څخه پر يو خلاص ولايت اوښتى دى. خو سره له دې دا پخوانى جنگ سالار د بېرحمۍنوم لري، چې يو شمېر افغانان يې ښه نه بولي.



ددې اونۍ په پيل کې په کابل کې د يوې غټې اوازې له مخې داسې ويل کېده، چې اوباما د خپلې دندې د پيل په مراسمو کې د شيرزي په بلنه کرزى ته په سپکه سترگه کتلي دي.



د ولسمشر د دفتر د وياند مرستيال، سيامک هروي، چې په په څرگنده يې په دې اړه لومړۍ مرکه نه وه، وويل: ((دا بيخي ناسمه ده، چې [شيرزى] د پرانيستلو مراسمو ته بلل شوى دى.))



هغه وويل: ((په حقيقت کې له افغاني لوري د پرانستلو مراسمو ته څوک نه وو بلل شوي. پرانستلو ته له دپلوماتانو پرته د بهرنيو چارواکو بلل دود نه دى. ښايي (په واشنگټن کې د افغانستان سفير) سيد طيب جواد (هلته) حاضر وي.))



کرزي په تېرو اوو کلونو کې د واشنگټن ټينگ ملاتړ درلود. داکومه پټه خبره نه وه، زلمى خليل زاد، چې هغه مهال په افغانستان کې ځانگړى استازى و، (نوموړى يې) په ٢٠٠٢ کال کې د منځمهال ولسمشر په توگه په گوته کړى و. خو د تېرو شپږو مياشتو راهيسې، چې دا ملاتړ يو څه غړند شوى، د بارک اوباما په راتگ ښايې بيخي له منځه لاړ شي.



په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ ټولټاکنې تر دموکراتيک بهير لاندې تر سره کيږي، زياتره افغانان احساس کوي، چې ښايي متحده ايالتونه د نوي اجرايوي مشر د ټاکلو په اړه د کتنې وړ رول ولوبوي.



د عادي افغانانو لپاره د واشنگټن ملاتړ د پيسو او ځواک مانا لري. که چېرته واشنگټن له کرزي لاس واخلي، نو رايه ورکوونکي به هم همدا لار تعقيب کړي.



په تېرو اوو کلونو کې افغانان د امنيت د خرابوالي شاهدان دي، اقتصادي وضعې د خلکو د ژوند له ښه کېدو سره مرسته نه ده کړې. بې روزگاري زياته ده او ياغيان درگر دى، ځمکې لاندې کوي.



د جنورۍ د مياشتې په ١٧ د سه شنبې په ورځ يو ځانمرگي بريد کوونکي د چاودېدونکو توکو يو ډک موټر د جرمني سفارت او د متحده ايالتونو د پوځي مرکز په منځ کې وچاوه. د يو امريکايي سرتېري په گډون يې پنځه تنه ووژل او له ٢٠ څخه زيات خلک يې ژوبل کړل. طالبانو د پېښې مسؤوليت په غاړه واخيست او د نورو بريدونو گواښ يې وکړ.

په حقيقت کې داسې بريښي، چې طالبانو هم اوباما ته ځان رسولى وي او په يو سرخلاصي ليک کې، چې ويل کيږي د ياغيانو له خوا وي،له نوي ولسمشر څخه د اسلام د منلو غوښتنه شوې ده.



په ليک کې راغلي: ((تاسو د متحده ايالتونو په تاريخ کې لومړنى تورپوستى ياستئ، چې د سپينې ماڼۍ کنترول مو تر لاسه کړى دى. تاسو د نوي ولسمشر په توگه حقيقت ته غاړه کيږدئ او د اسلام په دين ايمان راوړئ او په دې توگه د تاريخ په کتابونو کې يوه بله نوې خبره هم ورزياته کړئ.))



په همدې توگه د (ليک) ليکوال افغانستان ته د نورو زياتو سرتېرو د استولو په اړه د اوباما د تگلارو په وړاندې د غچ گواښ هم کړى دى. ليک وايي: ((دا ناشوني ده، چې افغانستان به د زياتو سرتېرو د لېږلو په اړوند ستاسو پرېکړو ته تسليم شي. د (ولسمشر جارج) بوش په څېر ناسم گامونه مه اخله که نه، نو پايلې به يې هماغسې وي... ددې اور لمبې به واشنگټن وسوزوى .))
Frontline Updates
Support local journalists