اسلام پالى ادعا کوي، چې له وسله وال ځواک سره يې اړېکې شلولې دي

احمدشاه احمدزىيوه دنده لري اوهغه راتلونکي حکومت د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ پر مخ وړل غواړي.

اسلام پالى ادعا کوي، چې له وسله وال ځواک سره يې اړېکې شلولې دي

احمدشاه احمدزىيوه دنده لري اوهغه راتلونکي حکومت د اسلامي ارزښتونو پر بنسټ پر مخ وړل غواړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ د اکتوبر د نهمې د ټولټاکنو مشهور سيالي کوونکى د شوروي په وړاندې د جهاد يومشر دى. خو هغه اوس وايي، چې له پوځي ډلې سره يې خپلې ټولې اړېکې شلولي دي او د يو خپلواک کانديد په توګه راوتلى دى او د کړنلارې په سر کې يې اسلامي ارزښتونه ځاى لري.


شپېته کلن احمدزى له ١٩٧٩څخه تر ١٩٩٢ پورې د افغاني مقاومت غړى و. له هغې په رواروسته څلوروکلونوکې، چې د مجاهدينو لږ تر لږه څلورو ډلو له خوا د حکومت د ترلاسه کولو په جګړې کې، د بنسټ پال عبدالرب رسول سياف تر مشرۍ لاندې په جګړې کې د ورګډې ډلې، اتحاد اسلامي مرستيال و.


احمدزي آى ډبليو پي آر ته وويل، چې له پخوانيو انډېوالانو څخه ليرې شوى. هغه وويل: "له هغه مهاله چې د ولسمشرى د څوکې لپاره کانديد شوم، ما هغه دنده پرېښوده. اوس له سياف سره کوم تړاو نه لرم. زه يو خپلواک کانديد يم." هغه وويل، چې د ټولټاکنو د کمپاين لګښت د هغه له خپلو شتو او د هغه د ملګرو په بسپنې روان دى.


په کابل کې يو سياسي څيړونکى،قسيم اخګر وايي، هغه پوهيږي، چې احمدزى اوس له سياف سره اړيکي نه لري، خو ويې ويل، چې په راتلونکي کې دا دواړه بيا سره يوځاى کېداى شي. هغه زياته کړه، په حقيقت کې ولسمشرۍ ته ولاړ له دې اتلسو کانديدانو له ډلې څخه يو هم خپلواک نه دى. دهغوى هر يو په يوې ډلې، تنظيم او يا بهرپورې تړلى دى.


له احمدزي څخه ولسشمرۍ ته د هغه د ودرېدو په هکله وپوښتل شول ، هغه وويل، له هغه څخه يو زيات شمېر ديني عالمانو، قومي مشرانو او نورو خلکو ددې کار غوښتنه کړې وه.


هغه په ډاګه وويل، چې که ولسشمر شي، نو: "اساسي قانون او شريعت به لومړى په ځان او بيا په نورو پلى کړي." هغه وويل، چې د روان کال په جنورۍ کې د لويې جرګې له خوا تصويب شوى اساسي قانون لا تر اوسه پلى شوى نه دى او اسلامي قوانين عملي شوي نه دي. د بېلګې په توګه، د الکهولو استعمال هم د اساسي قانون او هم د شريعت له خوا غير قانوني دى. موږ ددې حقونو د بدلولو هيڅ حق نه لرو."


احمد زۍ دديرو خلکو په اند يو بنيادګر او مذهبى سړى دى چى دښځو دحقوقو ددفاع دفعالينو له خوا ترانتقاد لاندى راغلى ، بياهم هغه ډاډمن دى چى دير ښځې ورته رايه ورکړي او دهغه سره مشترکه نظريې ولري . هغه وويل : (( ښځې ولى ماته رايه ورنکړي؟ هغوى مسلمانان دي او زه پدى باور يم چى ښځې ماته رايه ورکوي . ښځې خپل شرعي حقوق ترلاسه کړي او مونږ دا حق نه لرو چى دښڅې حقوق ته بدلون ورکړو)).


هغه وويل: " زه بيخي ډاډمن يم، چې په سلو کې اتيا ښځې به ماته رايه راکړي او دا اتيا فيصده هغه ښځې دي، چې اسلام ډېر ښه پېژني."


د اخګر په وينا: "احمدزي په خپلې کړنلارې کې په څرګندو ټکو کې ويلي، چې هغه غواړي يو اسلامي حکومت رامنځته کړي. د هغه د حکومت بڼه له دموکراسۍ سره سر نه لګوي او هغې ته له بهر څخه د يو راوړل شوي عنصر په توګه ګوري، چې له اسلام سره مخالفه ده."


احمدزي دمخه هم په حکومت کې کار کړى دى. هغه په ١٩٩٢ کال د مجاهدينو په جوړ شوي حکومت کې د کورنيو چارو وزير و او بيا يي د ودانولو او ښوونې او روزنې وزارتونو دندې هم پر مخ وړې دي. په ١٩٩٥ – ١٩٩٦ کلونو کې د افغانستان صدراعظم و. لکه څنګه چې هغه پخپله هم وايي، د جګړو په رامنځته کېدو دې پوستونو (څوکيو) ارزښت له لاسه ورکړى و، هغه وايي: "په هغه وخت کې وزير کوم رول نه درلود. په کار اوسې او يا ګوښه شي، دواړه يو شى و. هغسې تش په نوم وزيران وو."


احمدزي له آى ډبليو پي آر سره په خپله مرکه کې د ١٩٩٢ او ١٩٩٦ کلونوتر منځ د تنظيمونو د خپل منځي جګړو له امله هېڅ پښېمانې ونه ښوده ، چې له امله يي په زرګونه کابل ښاريان وژل شوي او کابل ښاريې په کنډوالو اړولى و. هغه د جګړې د پيل پړه د حزب اسلامي مشر، ګلبدين حکمتيار واچوله، چې اوس له طالبانو سره ملګرى شوى او هغه مهال يې د برهان الدين رباني په مشرۍ د واکمن جمعيت اسلامي تنظيم سره د حکومتي څوکيو د وېشلو لپاره ناندرۍ وهلې.


د اتحاد اسلامي او حزب وحدت تر منځ ظالمانه جګړې لا تر اوسه د کابل ښاريانو په غوږونوکې انګازې کوي. خو احمدزى وايي، دا جګړې د "سوء تفاهم" په نتيجه کې رامنځته شوې ، چې د پخواني کمونيست رژيم د ايجنټانو د ناوړه تبليغاتو له امله يې زور اخيستى و. هغه وايي:"په دې ورځو کې موږ له حزب وحدت سره ښې اړيکې لرو. موږ په ارادي توګه جګړه نه وه کړې. دواړه لوري دا مني، چې د جګړې لامل يو سوء تفاهم و."


د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د احمدزي يو سيال حاجي محمد محقق دى، چې د جګړو په مهال د حزب وحدت يو وتلى مشر و. احمدزى وايي: "موږ څو څو ځلې سره لېدلي موږ هغه په وحدت او ځان په اتحاد (اسلامي) پورې نه تړو."


د تېرو جګړو د جنايتونو په اړوند د حساب ورکولو په هکله احمدزي وويل، دا به ښه وي، چې دداسې موضوعګانو په اړوند ونه غږيږو: "دا موضوعګانې بايد راپورته نه شي. افغانان بايد په تېرو پسې ونه ګرځي. که څوک دا کار وکړي، نو خداى دې جزا ورکړي."


هغه دا وړانديز رد کړ، چې افغانستان بايد د جګړې د جنايتونو محکمه جوړه کړي، پوښتنه کوي: "ببرک کارمل (د شوروي په لاس کېنول شوى کمونيست) به له کوم قبر څخه راوباسم اوملا عمر به په کومه څوړه کې پيدا کړم؟ دا احمقانه ده."


احمدزي شپېته کاله وړاندې د خاک جبار د ملنګ په کلي کې زېږېدلى دى. هغه په کابل پوهنتون کې د انجينيرۍ پوهنځى ولوست او په ١٩٦٧ کال کې فارغ التحصيل شو. د ١٩٦٧ او ١٩٧٢ کلونو تر مينځ يې د کرنې په وزارت کې دنده اجرا کړه. له هغه وروسته هغه له يو سکالرشيپ څخه په ګټې اخيستنې د امريکا متحده ايالتونو ته ولاړ او د کولارادو دولتي پوهنتون کې يې له درېوکالو زده کړو وروسته د ماسترۍ درجه واخيسته.


وروسته يې د سعودي عربستان د شاه فيصل په پوهنتون کې استاد شو. هغه مهال چې په ١٩٧٨ کال کې کمونيستانو د يوې کودتا له لارې په واک منګولې ښخې کړې ، هغه پېښور ته راغى او له مجاهدينو سره يوځاى شو. لومړى هغه د جمعيت اسلامي د تنظيم غړى و او د رباني تر مرستيالۍ پورې يې ځان ورساو. له واک څخه د کمونيستانو دراغورځېدو او واک ته د مجاهدينو د رسېدو په کال د سياف له ډلې سره يوځاى شو.


احمدزى د هغه حکومت دغړي په توګه، چې په ١٩٩٦ کال د طالبانو په لاس رانسکور شو، له هېواد څخه ووت. لومړى استانبول او بيا لندن ته ولاړ او هغه مهال بېرته هېواد ته راستون شو، چې په ٢٠٠١ کال د امر يکا د متحده ايالتونو په مشرۍ ايتلافي ځواکونو د خپلو افغاني متحدينو په مرسته طالبان له واکه رانسکور کړل او نوى لنډ مهالى حکومت جوړ شو.


هغه دوه ځلې واده کړى او ټول لس اولادونه لري. د هغه مشره لور ډاکټره ده اومشر زوى يې د امريکا په متحده ايالتونو کې په زده کړې بوخت دى. د خپلو مسافرتونو په پېرکې هغه له پښتو او دري پرته د انګليسي او عربي ژبې هم زده کړي دي.


Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists