انګليسي او هغې ته پرانيستې دروازې

ځوان نسل د کمپيوتر اوانګليسي ژبې کورسونه په راتلونکې کې د يو ښه او لوړ معاش لرونکي دندې لپاره خورا ارزښتمن بولي.

انګليسي او هغې ته پرانيستې دروازې

ځوان نسل د کمپيوتر اوانګليسي ژبې کورسونه په راتلونکې کې د يو ښه او لوړ معاش لرونکي دندې لپاره خورا ارزښتمن بولي.

لس کلن اسد له خپل عمر څخه زوړ نه ښکاري، خو لا له وخته ورته د يو څو غيرحکومتي موسسو له خوا د کار وړانديزونه شوي دي. د هغه د بري راز په دې کې دی، چې په انګليسي ژبې بشپړ تسلط لري او د کمپيوتر يو شمېر مهارتونه يې زده دي.


يوازې يو څو کوڅې هاخوا يو 28 کلن ځوان، د کابل پوهنتون د انجينيرۍ د پوهنځي فارغ، عبدالهادي شهيدزی په خورا مات زړه په داسې يو هېواد کې په کار پسې ګرځي، چې له اوږدو جګړو څخه وروسته بيا ودانولو ته اړتيا لري.


د هغه ستونزه داده، چې په انګليسي ژبه نه پوهيږي او د کپيوتر په اړه لږه پوهه لري.


اسد او شهيدزی په داسې يو هېواد کې چې پښتو او دري يې دوه لويې ژبې دي، په انګليسي ژبې او د معلوماتي تکنالوجۍ باندې د پوهېدو او نه پوهېدو تر منځ د مخ په پراخېدونکې تشې (واټن) روښانه بېلګې دي.


شهيدزی وايي: ((زه له اتومياشتو راهيسې (له پوهنتون څخه له فارغيدو وروسته) په کار پسې ګرځم. هر چېرته چې مې د کار يو اعلان تر سترګو شي، نو ډېر مهم شرايط يې په انګلسي ژبې لاسبری او په کمپيوتر پوهېدنه وي.))


هغه زياتوي: ((زما د اوږدې مودې زده کړې پايله داشوه، چې اوس په کور کې له خپلې مور سره لوښي مينځم، جارو کوم او يا په پخلي کې ورسره مرسته کوم.))


اسد، په کابل کې د انګليسي ژبې او کمپيوتر په يو شخصي نيشنل مرکز کې د څلورم ليول (Level) زده کوونکی دی او اوس لګيا دی، د کمپيوتر مهارتونه لا پسې زده کوي. هغه د ځوانانو د لښکر يوه برخه ده، چې خپل راتلونکی په دې کار کې ګوري.


مرکز د سهار په شپږو بجو پرانيستل کيږي او اسد خپل ښوونځي ته له تګ دمخه د انګليسي ژبې د لوست لپاره هلته رارسيږي او بيا بېرته د مازيګر په پنځو بجو د کمپيوتر زده کړې ته راځي.


اسد آی ډبليو پي آر ته وويل: ((څو څو ځلې راته غيرحکومتي موسسو د کار وړانديزونه کړي، خو رښتيا داده، چې زه لا ډېر کوچنی يم او کورنۍ به مې کار ته پرې نږدي.)) هره ورځ په دې مرکز او له دې څخه بهر د پلازمينې په نورو مرکزونو کې لوست ته له ورتګ دمخه په لسګونو زده کوونکی، هلکان اونجونې، چې په ټولګي کې يوځای لوست وايي، ډلې ډلې ګرځي، د انګليسي ژبې تمرين کوي او يا د کمپيوتر د پروګرامونو په اړه خبرې اترې کوي.


دا مرکزونه د تېرو څلورو کلونو راهيسې او يو شمېر لا له ډېر پخوا څخه، لکه د خرېړو په څېر په هر ځای کې راټوکېدلي دي. لومړنی هغه يې د آريانا په نوم مرکز و، چې په 1971 کال کې، د پخواني پاچا، محمدظاهر د واکمنۍ پر مهال د انګليسي ژبې د مرکز په توګه د لومړي ځل لپاره پرانيستل شو.


په 2001 کال کې د طالبانو د رژيم په رانسکورېدو له تحصيل څخه د نجونو د بې برخې کېدا او د انترنيټ په کارونې له بنديز وروسته د کمپيوتر کورسونه خورا زيات شول. لکه څنګه چې د انترنيټ لوست په انګليسي ژبه ورکول کيږي، نو له دې امله دا دواړه مهارتونه لاس په لاس روان دي.


د پوهنې وزارت د ښوونکو د تخصص د بشپړولو رئيس، صدرالدين اشرفي د وينا له مخې اوسمهال د پوهنې په وزارت کې د ټول هېواد په کچه د کمپيوتر اوانګليسي ژبې 760 کورسونه ثبت شوي دي. له دې ډلې څخه 235 هغه يې په کابل کې دي.


اشرفي زياته کړه، چې د طالبانو تر راپرځېدو وروسته د غيرحکومتي موسسو د شمېر چټک زياتوالی د ځوانانو لپاره يوه هڅونه ده، ترڅو کورسونه ولولي او له دې لارې په نويو موسسو کې کار وموندلای شي.


د آريانا د کورس زده کوونکې، 20 کلنه مريم دا خبره مني، هغه وايي: ((سره له دې چې لوړې زده کړې خورا ارزښتمنې دي، خو په اوسنيو شرايطو کې دانګليسي ژبې زده کړه او له بهرنيو موسسو سره کار، چې لوړ معاشونه ورکوي، له بل هرڅه څخه زيات ارزښت لري.))


اشرفي په دې اند دی، چې زيات شمېر نور کورسونه هم شته، خو د (پوهنې په وزارت کې) ليکل شوي نه دي. هغه شکايت کوي، چې يو شمېر يې د پوهنې د وزارت له خوا له ټاکلې شوې حق الزحمې (فيس) څخه زياتې پيسې اخلي.


د وزارت له خوا د ټاکل شوې حق الزحمې له مخې د کمپيوټر کورسونه بايد په يو پروګرام کې له درېو څخه تر پنځو ډالرو پورې حق الزحمه واخلي او دانګليسي ژبې د لوست کورسونه د ليول له مخې له يو ډالر څخه تر پنځو ډالرو پورې حق الزحمه واخلي.


اشرفي وايي: ((موږ د کورسونو حق الزحمه د يوې مقررې له مخې ټاکو، خو څوک د هغې خيال نه ساتي.))


دنيشنل دتعلمي مرکز يو ښوونکی، احسان الله فيضي د حق الزحمو له خپل سيستم څخه دفاع کوي، چې د انګليسي ژبې لپاره په هره دوره کې له څلورو څخه تر لسو ډالرو پورې اود کمپيوټر د زده کړې لپاره له شپږو څخه تر نوي ډالرو پورې ده.


هغه وايي: ((سره له دې چې زموږ حق الزحمه د پوهنې د وزارت له حق الزحمې سره يوشان نه ده، خو د کمپيوترونو او د لوست د موادو په پېرودلو باندې د لګښت او لوړې کرايې له مخې بايد زياته حق الزحمه واخلو.)) نوموړي زياته کړه، په دې مرکز کې 4500 تنه زده کوونکي د انګليسي او کمپيوتر په زده کولو بوخت دي.


شپاړس کن اجمل چې فېشني درېشي يې په تن کې وه او په دويم ليول کې زده کړه کوي، وويل: ((دانګليسي ژبې زده کول اود کمپيوتر په کارولو پوهېدل په اوسني وخت کې خورا ارزښت لري، ځکه که په دې شيانو پوه نه شې، نو هېچېرته به ونه منل شي.))


افغاني ځوانان په هېواد کې له 2400 زياتو غيرحکومتي موسسو ته د ښه او لوړ معاش ورکوونکو د يوې سترې سرچينې په سترګه ګوري، چې د روغتيا، د ښځو د حقونو، ښوونې او روزنې، فرهنګ او ودانولو په بېلابېلو برخو کې کار کوي.


هغه شمېرخلک چې په دولتي ادارو کې د اوږدې مودې لپاره خوندي کار پيدا کوي، هم کار د تضمين او د معاش د لوړوالي لپاره د انګليسي ژبې او کمپيوتر زده کړه يوه اړتيا بولي، چې کېدای شي د اوسني لږ معاش په پرتله ورته لوړ معاش ورکړ شي.


د اداري سمون او د ملکي خدمتونو د خپلواک کميسون مشر، ولي احمد حميدزاده وايي، د انګليسي ژبې او کمپيوتر زده کړه په دولتي ادارو کې يوه ګټوره خبره ده، خو اړينه او لازمي خبره نه ده او دمعاشونو په زياتېدو کوم اغيز نه لري.


هغه دا خبره نه مني، چې ګوندې په انګليسي او کمپيوتر باندې نه پوهېدل په کار باندې د نه ګومارلو لامل دی. هغه وايي: ((د پوهنتون يو شمېر فارغين (له لازمې تجربې پرته) غوښتنليکونه وړاندې کوي، چې په لوړو پوستونو کې وګومارل شي. له دې امله په کا رنه ګومارل کيږي.))


د کابل پوهنتون مرستيال، محمد صديق عزيزي وايي، تغيير موندونکی اقتصاد په کاروبار باندې د رنګارنګ غوښتنې (تقاضا) لامل کيږي. هغه وايي: ((لکه څنګه چې زموږ هېواد د يو آزاد بازار لوري ته مخ په وړاندې ځي. دا کار په زياتېدونکي توګه د انګليسي ژبې او کمپيوتر باندې تسلط او لاسبري ته اړتيا په ګوته کوي.))


په کابل کې د افغاني مېرمنو د ښوونيز مرکز په نوم يوه غيرحکومتي موسسې د بشري ځواک منيجر، کبير ابراهيمي دا مني، چې له بسپنه ورکوونکو سره د کار اوچلن له امله هغه څوک په دې موسسو کې د کار ميندلو لږ چانس لري، چې په انګليسي او کمپيوټر کې مهارت او پوهه ونه لري.


هغه وايي: ((په دې غير حکومتي موسسې کې خلک د کار د مخينې او په انګليسي ژبې او کمپيوټر کې د هغوی د مهارت او وړتيا له مخې په کا رګومارل کيږي.)) له دې مهارتونو او وړتياوو پرته لوړې زده کړې د کار د ميندلو په اړه هغومره اغېزمنې نه دي. شېراحمد تېر کال د کابل پوهنتون د ژورناليزم له پوهنځي څخه فارغ شوی او لا تر اوسه د کار په لټه کې دی.


هغه وايي: ((سره له دې چې يو څه انګليسې مې زده ده او په کمپيوټر کې هم معلومات لرم، هر چېرته چې ځم راته وايي، چې بايد په دې شيانو په بشپړ ډول وپوهيږم. زه نه پوهيږم، چې څه وکړم.))


پنځه ويشت کلنې فريما د همدې پوهنتون، دادبياتودپوهنځي ددردريم کاله محصله له لوست څخه وروسته له خپلو همټولګيوالو سره ګرځېده. هغې په دې هکله خپل نظر داسې څرګند کړ: ((د انګليسې ژبې زده کړه داسې ده، لکه په ډوډوۍ چې کوچ ووهې.))


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists