افغاني مېرمنې درناوی، حق او دنده غواړي

جبري ودونه، کورنی تاوتريخوالی او اقتصادي ستونزې ټول پرځای اقدام ته اړتيا لري.

افغاني مېرمنې درناوی، حق او دنده غواړي

جبري ودونه، کورنی تاوتريخوالی او اقتصادي ستونزې ټول پرځای اقدام ته اړتيا لري.

Wednesday, 4 November, 2015

د آی ډليو پي آر د مناظرې د يوې لړۍ د گډون کوونکو د وينا له مخې افغان حکومت ته پکار ده چې په سويل ختيځ کې د خوست په محافظه کاره ولايت کې د ښځو حقونو ته وده ورکړي.

گډون کوونکي د اکتوبر د ٢٧ نېټې په مناظرې کې ټول يوه خوله وو چې د خوست ولايت د ښځو په ژوندانه کې يو څه بدلون راغلی، خو ويل يې، په دې ډگر کې د مليونونو ډالرو مرستو په لگولو ښايي ډېر څه لاسته راغلی وای.

ويناوالو وويل، د خوست په لرې پرتو کلو بانډو کې وضع نوره هم ناوړه ده. جبري ودونه، کورنی تاوتريخوالی او په «بدو» کې ورکړه يې د هرې ورځې ستونزې دي، چې د تربگنيو د له منځه وړلو لپاره يوه نجلۍ د مقابل لوري کورنۍ ته واده کيږي. 

د خوست ولايت د ښځو د چارو د رياست د فرهنگي چارو مشرې، زېبا بارکزۍ وويل، په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو د رژيم له رانسکورېدو وروسته د ښځو په ژوندانه کې ډېر ښه والی راغلی دی. نوموړې د بېلگې په توگه روغتيايي مرستو ته په اسانه رسېدو، زده کړې او په حکومتي ادارو کې د ښځو کار کولو ته گوته ونيوه.

نوموړي، چې د ښځو شاوخوا سل کسېزې يوې ډلې ته يې خبرې کولې، وويل: «زه دا منم چې د ښځو اقتصادي وضع کمزورې ده او په کورنيو کې له ستونزو سره لاس گرېوان دي. که چېرته موږ دې موضوع ته په پراخ نظر وگورو، نو کتلای شو چې په خوست کې د ښځو لپاره ډېر کار شوی دی.»

د مدني ټولنې فعالې، کاملي اکبري وويل، له اوږدې مودې راهيسې په خوست کې اړوندې ادارې د ښځو د ژوند د ښه کولو لپاره کار کوي.

هغې وويل: «د ښځو لپاره يې د بسکويټو او اچارو د جوړولو پروگرامونه جوړ کړي، چې له لارې يې هغوی کولای شي له خپلو ځانونو سره مالي مرسته وکړي.»

اکبري زياته کړه، تېرکال نوي حکومت له جوړېدو راهيسې په خوست کې د ښځو لپار د پروژو په جوړولو کې ډېر لږ کارونه سرته رسېدلي دی. 

د مناظرې گډون کوونکې، وزيرې سادات يادونه وکړه، خوست په ځانگړي ډول محافظه کاره ولايت دی. د ټاکلو دودونو له امله د ښځو اندېښنو ته سيمه ييزو چارواکو خاصه پاملرنه نه ده کړې.

هغې وويل: «ښځو ته د انسان په سترگه نه کتل کيږي. هغوی له هغو فرصتونو څخه بې برخې دي چې په دې ټولنه کې نارينه گانو ته موجود دي.»

د راحت بي بي په نامه يوې بلې گډون کوونکې وويل، کورنی تاوتريخوالی، لوړ «ولور» او د نجونو د ښوونځيو کمښت د افغانستان د دې برخې لويې ستونزې دي.

بارکزۍ دا ومنله چې دا ټولې ستونزې موجودې دي او ژمنه يې وکړه د خوست ولايت د ښځو د چارو رياست به د هغوۍ لېرې کولو کې هڅه وکړي. 

د ولايتي شورا غړي نورشاه نوراني گډون کوونکو ته وويل، هغه او ملگري يې د جنسيت برابرۍ ته ژمن دي. نوموړي يادونه وکړه، هغوی به په خوست کې د ښځو د خوندي خوني د جوړولو ملاتړ وکړي، چې د اوږدې مودې راهيسې ورته فعالان کمپاين کوي. (وگورئ: د افغاني پناغوښتونکو مېرمنو بنسټيزې غوښتنې)

يو شمېر گډونکوونکو د دې حقيقت په اړه اندېښنه څرگنده کړه چې د گوتو په شمېر ښځې په حکومت کې گومارل شوې دي. آن کله چې دندې د ښځو لپاره ځانگړې شوې، زياتره نارينه وو ډکې کړي. (وگورئ: ښځې په سويل ختيح ولايت کې له حکومتي دندو څخه بې برخې دي.)  

 

 

 

 

 

 

 

Frontline Updates
Support local journalists