افغانۍ له ستونزو سره مخامخ ده

د انفﻻسيون يا بيو د جګوالي ويرې پداسى حال کى زياتيږي چى افغانۍ د جعلي نوټونو او سيالې کرنسۍ ياسکى په وړاندى د خپل ارزښت د ساتلو له پاره هڅه کوي.

افغانۍ له ستونزو سره مخامخ ده

د انفﻻسيون يا بيو د جګوالي ويرې پداسى حال کى زياتيږي چى افغانۍ د جعلي نوټونو او سيالې کرنسۍ ياسکى په وړاندى د خپل ارزښت د ساتلو له پاره هڅه کوي.

د څو لسيزو جګړى او بحرانونو وروسته ، افغانان د نويو انديښنو سره مخامخ دي چى هغه د هيواد د پيسو په چټکۍ سره بى ارزښته کيدل دي.


پداسى حال کى چى د افغانۍ ارزښت د ډيرو نورو مخ په ودى هيوادو د پيسى په پرتله په نسبي ډول ښه دى، يعنى په ١٩٩٨ کال کى د يوه ډالر په وړاندى ٢٥٠٠٠ او سږکال د يوه ډالر په وړاندى ٣٥٠٠٠ وه ، خو پدى وروستيو دوو اونيو کى يي ارزښت په سلو کى ١١٥ رالويدلى دى.


د هيواد مرکزي بانک په ډاګه دا مني چى دوى په دى نه پوهيږي چى څومره پيسى په دوران کى دي، او دا ګنګوسى په زياتيدو دي چى د افغانستان ډيرى پوځي ډلى غيرقانوني نوټونه چاپوي او خپلو عسکرو ته پرى تنخواه ګانى ورکوي.


د افغانستان د مرکزي بانک ريس انورالحق احدي iwpr ته وويل، د وروستيو جګړو له انله مرکزي بانک خپل کنترول له لاسه ورکړ. له همدى امله دا څرګنده نه ده چى څومره پيسى چاپ شوي دي.


دغه راز شک کيږي چى غير قانوي پيسى د هيواد په شمال کى چاپيږي، سوداګر وايي چى د پيسو ډير زيات بنډلونه يي ليدلي. کله خو د لس زره ګون د سلو نوټونو بنډل پداسى حال کى په بازار کى ليدل کيږي چى اصلي کاغذ يي لا ورباندى وي او دا ښيي چى پيسى په څو اونيو او يا خو په څو ورځو کى چاپ شوي وي.


د پيسو د عدلون بدلون يوه سوداګر محمد عزيز د افغانۍ د ارزښت ټيټيدل له شمال څخه د کابل او نورو ولايتونو د اسعارو د بدلون مارکيټ ته د زياتو پيسو له راتګ سره تړلى دى.


د هغه همکار فيض محمد IWPR ته وويل هغه په دى باور دى چى ځنيو قومندانانو د وروستۍ لويې جرګې په درشل کى د سياسي اغيز د رانيولو له پاره ډيرى پيسى چاپ کړي.


په داسى حال کى چى د هيواد د برخليک سره سم د افغانۍ ارزښت کله لوړ او کله ټيټ شوى خو اوس يي ارزښت څه نا څه ثابت شوى.


د ٢٠٠١ په پاى کى د امريکا په مشرۍ د بمبارۍ په نتيجه کى د يوه ډالر په وړاندى افغانۍ ٨٠٠٠٠ شوه ، د طالبانو د نسکوريدو او لنډمهالى ادارى د جوړيدو وروسته يي بيه ٣٠٠٠٠ شوه.


که څه هم وروسته له هغى چى د نړيوال بانک يوه چارواکي له بي بي سي سره په يوه مرکه کى څرګنده کړه چى کيدى شي د افغانۍ پر ځاى ډالر وکارول شي نو يي بيه ٤٥٠٠٠ شوه، وروسته بيا بيرته هله ٣٢٠٠٠ شوه چى لنډمهالى ادارى دا په ډاګه ردکړه.


احدي د بيا کنترول د تر لاسه کولو د هڅى په ترڅ کى د نوې سيمه اييزه کرنسۍ د رامنځ ته کيدو په اړه نظر ورکوه او همدا نظر بيا په بازار کى انديښنى زياتوي.


هغه وايي دا يوى تنظيم شوى سوداګرۍ ته اړتيا لري چى موجوده پيسى په نويو بدل شي. خو په يوه داسى هيواد کى چى واکمن اکثره له خپل واک څخه کټه اخلي، په بازار کى داسى اندپښنى دي چى دا کار به د فساد له پاره دير امکانات برابر کړي.


د کابل د اسعارو د بدلون مشر امين خوستي وويل مرکزي بانک بايد خلک قانع کړي چى اوسنۍ پيسه به بلکل بى کاره شى نه شي.


له لويې جرګې وړاندى خلک خوشبينه وو. دوى فکر کوه د افغانۍ بيه به لوړه شي خو ونه شوه، بيا د پيسو بدلونکو او خلکو خپلى پيسى راوړى او په اسعارو يي بدلى کړى او د افغانۍ بيه ولويده.


افغانستان به د نړۍ يوازينى هيواد وي چى ټول اقتصاد يي په نقدو کار کوي. خو بيا هم پيسه يي د لويو سوداګريزه معاملو له پاره ثابته ده، که څه هم دالر او پاکستاني روپۍ هم کاريږي.


افغانۍ سکې نه لري او تر ټولو کوچنې نوټ يي د٠ ٥٠٠ افغانيو نوټ دى چى يو ډالر او ٢٥ سينټه کيږي. ډير لږ خلک به د افغان سوداګرو په شان د پيسو په شمير کى تکړه وي چى يو بل ته پيسى په بوريو کى ورکوي. يوه سوداګر وويل چى خپل همکار يي وليده چى پر عمومي سړک يي پر کراچۍ پيسى بار کړى وې.


پداسى حال کى چى مرکزي بانک په ټول هيواد کى د ٨٣ څانګو شبکه کنترولوي خو دا څانګى لا تر اوسه په سمه توګه کار نه کوياو دا چى په الکترونيکي ډول د پيسو د انتقال سيستم جوړ شي، په دى به لا موافقه کيږي.


دا وضع د هيواد په شمال کى د جلا کرنسۍ د چاپ له امله پيچلى شوې چى د مقتدر جنرال عبدالرشيد دوستم تر ولکى لاندى دى. هغه مهال چى طالبان واکمن وو، دا پيسه په پراخه کاريده خو په دى وروستيو مياشتو کى يي ارزښت د افغانۍ د نيمايي په برابر دى.


هيڅوک نه پوهيږي چى څومره پيسى په وران کى دي او مرکزي بانک دا واضحه کړى نه ده چى آيا دوى به نوې کرنسۍ ته د انتقال پر مهال د دى ارزښت په رسميت وپيژني او که څنګه.


پداسى حال کى چى احدي په دى اړه مستقيمه تبصره ونه کړه دا خبره څرګنده ده چى که چيرى د مالي چارو واکمن د هغو پيسو ملاتړ وکړي چى پرى کنترول نه لري نو ستونځى به پيدا شي. داسى پلوي به هغوى ته چى د افغانستان پيسى چاپوي، که دوى هر څوک وي، د پيسو د چاپ لايسنس ورکړي.


که چيرى دا نوټونه په خلاص او پرانيستي بازار کى په اسعارو بدل شي نو اقتصاد به زيانمن او انتقالي ادارى ته به ژوند ﻻپسى پداسى حال کى پيچلى کړي چى هڅه کوي افغانستان ته يو سوله اييز او هوسا راتلونکى ور په برخه کړي.


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists