افغانى اپيم په پاكستان كى دنيشه اي ناورين د زياتوالى سبب گرځي

په داسې حال کې چى د ملگرو ملتو نو مامورين وړاندوينه کوي چې سږكال به د كوكنارو په فصل كى ډير زياتوالى راشي، داسې بريښي د افغان حكومت هغه ژمنه چى د بزگرو د كوكنارو گټور فصل به له منځه يوسي کوم ځاې نه نيسي .

افغانى اپيم په پاكستان كى دنيشه اي ناورين د زياتوالى سبب گرځي

په داسې حال کې چى د ملگرو ملتو نو مامورين وړاندوينه کوي چې سږكال به د كوكنارو په فصل كى ډير زياتوالى راشي، داسې بريښي د افغان حكومت هغه ژمنه چى د بزگرو د كوكنارو گټور فصل به له منځه يوسي کوم ځاې نه نيسي .

Monday, 21 February, 2005

شپه او ورځ د پيښور د ريل گاډي ديوه پول لاندې د مخدره موادو معتادين په داسې حال کې سره راټوليږي چى پر دغه پله ليكل شوى "خپل ښار پاك وساتى" چى د هيرويينو نيشه يى عادت يى رفع شي. د هيرويينو بيه دلته لوړه نه ده. يوكيلوگرام هيرويين سل پاكستانى روپى يا ( 1.66$) امريکايي ډالره بيه لرى.


په داسى حال كى چى غربى نړۍ هغه نيشه يى توكي چى له افغانستان څخه بهر ته ځي امريكا، فرانسى او د برتانيى ټولنو ته يو ګواښ ويني خو هغه ستونځى چى ددى سوداگرۍ له امله رامنځ ته كيږي توليدونكو منابعو ته نژدې يى هم اغيز احساس كيږي.


دكوكنارو حاصل د طالبانو د واكمنى په وروستي كال راټيټ شو خو له هغه را هيسته چى طالبان شړل شوي د دغه فصل په كر كى زياتوالى راغلى. د ملگرو ملتو نو د مخدره موادو د څانګې متخصصين وايى چى سږكال به له 1900 څخه تر 2700 ټنو پورى اپيم تر لاسه شي چې اپيم دهيرويينو لپاره خام مواد دي . په دې توګه به د توليد هغه کچ ته ورسيږي چې په نولس سوه او نويمو 1990 كلونو کې وو .


دپاكستان حكومت او هغه ټولنى چى د معتادينو سره كار كوى، په دغه هيواد كى په مخدره موادو د معتادينو شمير دوه ميلونه ښيي چى په دى کې هغه افغان کډوال هم دي چى په كمپونو كى اوسيږي.


زياتره معتادين د پيښور دسرحدى ښار دسړكونو پر غاړو اوسي چى شليدلى او خيرنى جامى يى اغوستي وي. د دوى ويښتان اوږده او ناولي وي . اکثره د دوې د بدن رنګ ژيړ وى چې دا خصلت په روږدو کسانو کې ليدل کيږي. د دوى ډيرې په كوڅو كى سوال كوى او يا هم د جرمونو په كولو ژوند کوي.


كه څه هم پاكستان د نيشه يى تو كيو پر انتقال سخت قوانين لګولي خو بيا هم پاكستانى پوليس په نيشه معتادو كسانو او د مخدره موادو قاچاق کوونکو ته لږه پاملرنه کوي.


شاه زمان په مخدره موادو روږدې يو ديرش كلن سړې دې. هغه وايى "يوه ورځ مى زوى تبى نيولى وو او ماته مې كورنۍ د هغه د درملنې لپاره پيسى راكړې ، ددې پر ځاى چى هغه ډاكتر ته يوسم ما په هغه پيسو هيرويين واخستل او بيرته كورته لاړم" . د شاه زمان كورنۍ وايى چى دې زياتره په غلا او يا هم د خپل مير منى څخه په زور سره په اخستل شويو پيسو خپل ژوند تيروى.


معتادين د سگريټو د پاكټ په سپين زرورق هيرويين څکي. دوى دهمدى سپينى پاڼى لاندى اور لگوى او دپاسه پرى هيرويين اچوى او كله چى هيرويين په يوه تور بخنې مادى واوړي نو دوى هغه لوگى چى له هيرويينو څخه پورته كيږى په يوه نرى پايپ كى راښكى .


په داسې حال کې چې په پيښور كى د هيرويينو يو گرام سل پاكستانى روپى کيږي خو دغه بيه بيا په قبايلى سيمو كى چى د افغانستان د پولى سره نژدى پرتى دى نيمايى ته راښكته كيږي. په قبايلى سيمو پاكستانى چارواك ډير لږ كنترول لري. اکثره معتادين ددى لپاره چى پنځوس روپۍ سپما کړي دغو سيمو ته په بس گاډو كى ځي او هيرويين رانيسي.


داكتره پروين اعظم خان چې د پيښور په حيات آّباد كى د ( دوست د خيريه ادارى) مشره ده وايى: دا ناممكنه ده چى په ښار كى د معتادينو دقيق شمير تخمين شي ځکه په 1979 كال كى د شوروى اتحاد د تيرى له امله دافغان مهاجرو راتگ پيل شو نو له همدې امله کنترول هم ډير لږ شو .


خان د معتادينو د شمير د زياتوالي پړه په سيمه کې د ٢٠ کلونو پر سياسى او اقتصادى حالاتو اچوى، ځكه جنگونو افغانستان ټوټى ټوټى كړ او پاكستان په اقتصادى مشكلاتو كى ډوب شو. په داسى حال كى چى غربت ډير زيات شوې، د مخدره موادو په غير قانونى توليد، جوړولو، او خرڅلاو كى زياتوالى راغلې دې.


رحمت بى بى يوه شپږ ديرش كلنه پاكستانى ميرمن هغه وخت په نيشى روږدې شوه چى په يوه کوچني کلي کې چى كلينك نه وو اوسيده. هغې وويل "ما به د خپل سرخوږي د ارامولو لپاره اپين خوړل، او ورو ، ورو مى د هيرو يينو په خوړلو پيل وكړ او وروسته پرى روږدې شوم"


شاهد خان دخپل روږديدو پړه پر يوې ناكامى مينې اچوي. هغه وويل "كله چى زه 25 كلن وم ما د يوى نجلى سره په خپل كلى كى مينه پيدا شوه او دخپلى كورنى څخه مې وغوښتل چى هغه ماته واده كړى، خو هغوې له دى كار څخه ډډه وكړه او ماته يى بله نجلى را واده كړه. زه دكوره ووتم او په پاې کې په نيشه روږدې شوم".


پاكستان په (1990) نولس سوه او نويمو كلو نو كى د كوكنارو كر له منځه يوړ. په دې وروستيو کې افغانستان ژمنه كړى چى همدغه لاره تعقيب كړي. د موقتى ادارى مشر حامد كرزي بزگرانو ته ويلى چى د كوكنارو فصلونه له منځه يوسي.


ده وويل چى " له هره نظره که هغه مذهبى ، د ملي ګټو او يا زراعتي کټو له نظره وي افغانستان بايد د كوكنارو كر ته د پاى ټكى كيږدي."


مگر ديوه بيوزلى هيواد د مشر په توگه چى غواړي وروسته د دوو لسيزو جنگونو څخه بيرته سره يو شي ، دې به و نه شي کولې له كابل څخه بهر پر بزګرانو خپله غوښتنه ومني.


لنډ مهاله اداره غواړي چې نړيواله مرسته د کوکنارو د کر په بدل کې يو رښتونې متبادل برابر کړي . د ملگرو ملتو اداره غواړي له بزگرو سره مرسته كړي چى د كوكنارو كر له منځه يوسي. دوې هيله لري چې نور د هغوې د کر، جوړونې او له قاچاق څخه مخنيوى وكړي.


له دې سره سره د ملگرو ملتونو د مخدره موادو دكنترول اداره وړاندوينه کوي چى سږكال به په لوړکچ د اپيمو او هيرويينو توليد پيل شي. داسې بريښي چې د پيښور د كوڅو د معتادينو له پاره به د دغو توکو کمې نه وي .


فضل ملك په پيښور کې افغان ژورنالست دې .


Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists