افغانستان: نومبر /دسمبر ۲۰۱۱، لومړۍ برخه

د آی ډبليو پي آر يوه رپوټ د هغو مدرسو پر خطر رڼا واچوله چې بنسټپاله اسلامي مفکورې تبليغوي.

افغانستان: نومبر /دسمبر ۲۰۱۱، لومړۍ برخه

د آی ډبليو پي آر يوه رپوټ د هغو مدرسو پر خطر رڼا واچوله چې بنسټپاله اسلامي مفکورې تبليغوي.

Wednesday, 21 December, 2011

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، آرش کابلي ليکنه

د افغانستان په کاپيسا ولايت کې ميندې او پلرونه وايي، نه غواړي د آی ډبليو پی آر يوه رپوټ له خپرېدا وروسته، چې د پاکستان په مدرسو کې يې د بنسټپاله اسلامي مفکورو پر تبليغ رڼا واچوله، خپل زامن د اسلامي زده کړو لپاره پاکستاني مدرسو ته وليږي. (د لا زياتو معلوماتو لپار وګورئ: افغانان خپل زامن له افراطي مدسو څخه راغواړي.)

د جولای د اووه ويشتمې نېټې د رپوټ له خپرېدو وروسته، چې د بنسټپالو د جلبولو له امله نوموړو مدرسو ته د کوچنيانو د لېږلو په اړه يې د افغان ميندو پلرونو پر زړه نازړه توب رڼا اچولې وه، دوه ښوونځي (مدرسې) د کابل شمال ته په کاپيسا ولايت کې نوي پرانيستل شول. نوموړی رپوټ زياترو سيمه ييزو تلويزيونونو او رادېو ګانو خپور کړی و. 

د نوموړي ولايت د پوهنې د رياست مرستيال، عبدالرسول ساپي وويل: «ستاسو د رپوټ له خپرېدو وروسته حکومت موضوع ته پاملرنه وکړه. اوس د تګاب او اله سای په ولسواليو کې دوه اسلامي مدرسې جوړې شوې او تدريس يې د ځايي ملايانو او دينې عالومانو پر غاړه دی. زياتره کورنۍ خپل کوچنيان پاکستاني مدرسو ته نه ليږي. ځينو خلکوخپل زامن له پاکستاني مدرسو څخه راغوښتي او په دې مدرسو کې يې داخل کړي دي.»  

ساپي نورو رسنيو ته سپارښتنه وکړه چې د آی ډبليو پي آر د پښو پر پل پښې کيږدي او د افغانستان نورو ولايتونه ته ځانونه ورسوي.

د کاپيسا والي، جنرال محراب الدين ساپي د آی ډبليو پي آر د رپوټ ستاينه وکړه.

نوموړي په دوام وويل: «ما د رپوټ له خپرېدو وروسته قومي مشران راوغوښتل او په دې اړه مې ورسره خبرې وکړې. ما ورته وويل اوس موږ ته ستونزه معلومه شوه او بايد د هوارۍ يوه لاره ورته ولټوو. هغوی له ما سره موافقه وکړه او په پايله کې دوه ديني مدرسې، يوه د  اله سای او بله د تګاب په ولسوالۍ کې جوړه شوه. اوس په دې لټه کې يو چې د کاپيسا په نور برخو کې هم مدرسې جوړې کړو، ترڅو زموږ ماشومان زموږ د دښمنانو د دسېسو ښکار نشي.»

نوموړی رپوټ، چې د طلوع او (يو) تلويزيوني کانالونو له خوا خپور شو، د سپوږمۍ راديوي کانال پرې ګردی مېز رابللی و. 

د سپوږمۍ رادېو پروديوسر، اسدالله واحدي د آی ډبليو پي آر رپوټ  «عالي» رپوټ وباله او زياته يې کړه، هغه له دې امله له دې رپوټونو څخه په ګردي ميزونو کې کار اخلي چې هم تازه او هم ښه پلټل شوي وي.

هغه وويل: «هر يو رپوټ يوه ستونزه هواروي. هغوی داسې يوې موضوع ته ګوته نيسي، چې مهمه او حساسه وي او نورې رسنۍ ورته زياتره پام نه کوي.» 

ځايي خلکو هم د آی ډبليو پي آر له رپوټ او د هغه له اغېز څخه رضايت څرګند کړ.

د کاپيسا د ارکو د سيمې اوسيدونکي، تاج ګل وويل: «کله چې مې واورېدل افغان کوچنيان په پاکستاني مدرسو کې ځانمرګو بريدونو ته روزل کيږي او زياتره خلک خپل کوچنيان له هغو مدرسو څخه بېرته راوغواړي، ما هم خپل شپاړس کلن زوی، حيات الله له پاکستان څخه راوغوښت. هغه اوس دلته په مدرسه کې زده کړه کوي. زه له دې رسنۍ څخه مننه کوم چې موږ يې د هغوی له خطرونو څخه خبر کړو.»   

د اله سای ولسوالۍ  اوسيدونکي حاجي خوشال وويل: «هغه مهال چې د آی ډبليو پي آر رپوټ يو شمېر رسنيو خپور کړ، خلک ويښ شول. ځکه هغوی وپوهېدل چې کوچنيان يې اصلا په پاکستاني مدرسو کې څه شی زده کوي او څنګه دا بېچاره ماشومان په دې توګه قربانی کيږي.» 

«له دې امله موږ هڅه وکړه چې ټول کوچنيان له پاکستان څخه راوغواړو.»

حاجي خوشال پر حکومت غږ  وکړ چې ډېرې مدرسې جوړې کړي، ترڅو څوک پاکستان ته د خپلو اولادونو د لېږلو هڅه ونه کړي.

Schools
Frontline Updates
Support local journalists