افغانستان: هغه ښارګوټی چې هیڅ جوړ نشو
د آی ډبلیو پي آر یوې پلټنې جوته کړه چې د یو نوي ښارګوټي د ودانولو پیسې ترې تم شوي.
افغانستان: هغه ښارګوټی چې هیڅ جوړ نشو
د آی ډبلیو پي آر یوې پلټنې جوته کړه چې د یو نوي ښارګوټي د ودانولو پیسې ترې تم شوي.
د پکتیکا ولایت په مرکز کې د استوګنې یو ښارګوټی چې د جوړولو کار يې ښايي پنځه کاله دمخه بشپړ شوی وای، لا تر اوسه يې کار پیل شوی نه دی او د ودانولو لپاره بېلې شوې ۴۰۰ زره امریکايي ډالره تري تم شوي دي.
د آی ډبلیو پي آر یوې دوې میاشتنې څېړنې جوته کړه چې د لسو زرو کورنو د ځمکې بیه تحویل شوې وه، د هغې پر زېربنا هیڅ کار، چې د مامورینو د ښارګوټي لپاره یوه نوې سیمه وه، پیل شوی نه دی.
د پکتیکا پر پخوانی ښاروال، محمد اصف سیفي، چې له اتفاق وطنیار ساختماني شرکت سره يې د ودانولو د کار تړون لاسلیک کړی و، د شرکت له چارواکو سره د پیسو د غلا کولو تور لګېدلی دی.
سیفي آی ډبلیو پی آر ته وویل، هغه کوم ناسم کار نه دی کړی. آی ډبلیو پي آر څو څو ځلې هڅه وکړه چې د اتفاق وطنیار له شرکت سره تماس ونیسي، خو د نوموړي شرکت ځای ځایګی معلوم نشو.
نوموړې پروژه، د ولایت د مرکز د ښرنې ښار سویل ختیځ لوري ته موقعیت او د ملکي خدماتو د کارکوونکو په ګاونډ کې پرته ده.
د ښرنې د ښار ښاروال، عبدالکریم کټوازي وویل، ۱۰۸۰ حکومتي کارکوونکو د کورونو د ځمکې د بيې ۴۳۲ زره ډالره تادیه کړې وې. نوموړې پیسې له هغه څخه د مخه [سیفی] ښاروال اختلاف کړې.
سید عبیدالله سادات، چې د سیفي پر ځای د ۲۰۱۶ کال د می په میاشت کې ښاروال شو، وايي، هغه د ورکو شوو پیسو مسؤولیت پر غاړه نه لري.
سادات وايي، اوس بېکاره دی، هغه آی ډبلیو پي آر ته وویل: «د مامورینو د ښارګوټي ټولې پیسې محمد اصف سیفی اختلاس کړي. نه یوازې د ودانولو تړون يې د اتفاق وطنیار له شرکت سره لاسلیک کړی و، بلکې ۴۳۲ زره ډالره هم له کارکوونکو څخه د سیفي د کار په موده کې ټول شوي وو.»
کله چې آی ډبلیو پی آر له سیفي سره اړیکې ونیولې، ويې ویل، هغه کوم ناسم کار نه دی کړی او بېګناه دی. سره له دې چې په ۲۰۱۱ کال کې يې تړون لاسلیک کړی و، خو دا يې ونه منله چې پیسې لادرکه شوي دي.
نوموړي آی ډبلیو پی آر ته وویل، په نوموړې سیمه کې د امنیتي ستونزو او لوژستیکي موضوعګانو له امله لا تر اوسه کار پیل شوی نه دی.
سیفي نورو پوښتنو ته له ځواب ورکولو ډډه وکړه، یوازې دا يې ویل چې قراردادي د ښاروالې ټول ۴۳۲ زره ډآلره لګولي دي.
پخوانی ښاروال د افغانستان سیمه ییزې خپلواکې ادارې له کاره ګوښه کړی و. له کاره څخه د هغه د ګوښه کولو لپاره کوم دلیل نه دی وړاندې شوی.
کټوازي وویل، د۲۰۱۶ کال د جون په میاشت کې د هغه له ګومارل کېدو وروسته ډېر ژر هغه د مامورینو د ښارګوټي د ورکو شوو پیسو په اړه د پکتیکا والي، محمد الیاس وحدت ته رپوټ وړاندې کړ. د کټوازي د وینا له مخې وحدت د موضوع له تعقیب سره مینه څرګنده نه کړه.
آی ډبلیو پي آر د مرکې لپاره له وحدت څخه څو څو ځلې غوښتنې وکړې، خو هغه ونه منلې.
آی ډبلیو پي آر د ښاروالۍ د ۲۰۱۱ کال د اګست د لسمې نېټې لومړنی پلانونه ولیدل، چې سیفی پکې ځايي مامورینو ته د ښارګوټی د جوړولو وړاندیز کړی و. دا اسناد د پکتیکا د هغه مهال والي، محب الله صمیم تصویب کړي وو.
صمیم په ۱۳۰ هکټاره ځمکه کې د ښارګوټي له جوړولو او د مامورینو د ښارګوټي په نامه د هغه له نامه سره، چې د ۱۰۸۰ کورونو نومرې پکې وې، موافق و.
د اتفاق وطنیار، ګربت اعتبار او بابا سیفي ساختمانی دریو شرکتونو د تړون د ګټلو لپاره د داوطلبې غوښتنلیکونه وړاندې کړي وو.
سیفي قرارداد، اتفاق وطنیار شرکت ته ورکړ، چې د کټوازي په وینا د تدارکاتو له طرز العمل څخه څرګنده سرغړونه وه.
هغه په دوام وویل، اتفاق وطنیار نه مسلکي کارکوونکي درلودل او نه يې د کار تخنیکی وسایل، چې د پروژې کار بشپړ کړي، یوازې د سپینې پاڼې اجازه لیک یې درلود.
آی ډبلیو پی آر د اتفاق وطنیار اجازه لیک لیدلی دی، چې ښکاري نوموړی شرکت د مامورینو د ښارګوټي د تړون له لاسلیک کولو یوازې شپږمیاشتې دمخه د افغانستان د پانګې د ملاتړ د ادارې له خوا صادر شوی وي. دغه شرکت د دغه راز پروژو د ودانولو مخکینۍ تجربه نه لرله. داسې بريښي چې دغه کار د تدارکاتو د قانون خلاف کار دی. په نوموړي قانون کې راغلي، چې قرار داد کوونکي باید په حکومتي قراردادونو کې د ګډون لپاره لازمه وړتیا ولري.
د پکتیکا ښاروالۍ د کورونو نومري ۴۵۰ مترمربع وټاکلې چې هرې یوې يې ۴۰۰ ډالره پیه درلوده.
د راټولو شوو پیسو اندازه ۴۳۲ زره ډالرو ته ورسېده چې د ښاروالۍ بانکي حساب کې ټولې شوې. وروسته د قانون خلاف ښاروالۍ دغه پېسې د بانک له لارې اووتنو ته، چې د اتفاق وطنیارد رئیس، عبد العظیم سمندرزوي له خوا ټاکل شوي وو، ولېږدول شوې. آی ډبلیو پی آر د بانک د ټولو اوو رسیدونو نقلونه لاسته راوړي دي.
هغه تړون، چې سیفي له اتفاق وطنیار ساختماني شرکت سره د نوي ښارګوټي د ودانولو په اړه لاسلیک کړی و، باید په یوه کال کې بشپړ شوی وای. آی ډبلیو پي آر د دغه تړون یو نقل هم لري، چې د تړون شرایط، لکه: جیوګرافیکي سروې، د سړکونو جوړول او جغل اچول، د لښتیو جوړول او د اوبو لګولو سیستم، همدارنګه د نوې احاطې د یوې برخې په توګه د ۲۹ تجارتي ودانیو جوړول پکې شامل دي.
قرارداد کوونکي ژمنه کړې چې ټول ساختماني کار د ۲۰۱۱ کال له جولای څخه د ۲۰۱۲ کال د جون تر میاشتی پورې بشپړ کړي.
یو کال وروسته د ۲۰۱۲ کال په جون کې سیفی د پکتیکا مستوفیت ته یو لیک واستاوه، چې پکې یې لیکلی و: «د پکتیکا ښاروالي تصدیقوي چې قرار دادي له تړون لیک سره سم د یوه کال په موده کې د مامورینو د ښارګوټي د ودانولو کار بشپړ کړی.» هغه مستوفیت ته لیکلي، هغه پیسې چې شرکت د تضمین په دول له سیمه ییز حکومت سره امانت ایښې وې، قراردادي ته بېرته ورکړي.
آی ډبلیو پی آر د دغه لیک یو نقل هم تر لاسه کړی.
د افغانستان د تدارکاتو قانون په څرګند ډول وايی، حکومت باید په څو پړاوونکو کې د ساختماني پروژو پیسې په دې شرط تادیه کړي چې د کار کیفیت، کمیت او محتوا د تړون له مکلفیتونو سره سم سرته رسېدلي وي.
پنځه کاله وروسته د مامورینو ښارګوټي ته بېله شوې ځمکه لاس نه وهلې پر خپل ځای پاتې ده.
هغو خلکو، چې هلته د کور نومره اخیستې، وايي، نشي کولای د سړکونو، پارکونو، برښنا، اوبو او نورو بنسټیزو اړتیاوو د نشتوالي له امله خپل کورونه ودان کړي.
اووه پنځوس کلن زمرک ویل، پنځه کاله دمخه يې د درېو نومرو ځمکو لپاره یو زر ډالره د مامورینو په ښارګوټي کې ورکړې وې.
هغه، چې لا تر اوسه د ښرنې د عیسی خان په مارکیټ کې اوسیږي، وویل، اوس په خپل کار پښېمان دی. هغه فکر کاوه، دا به ښه پانګونه وي.
هغه وویل: «ما په ښاروالۍ کې پیسې تحویلې کړې، خو نه مې کور تر لاسه کړ او د ښارګوټی یوه تشه نومره.» زمرک زیاته کړه، څو څو ځلې يې د پکتیکا والي او ښاروالۍ ته شکایتونه وکړل، خو هیڅ ګټه يې ونه کړه.