افغانستان: دهرات زده کوونکي وايي، مازې لاړ شئ او رايه ورکړئ

افغانستان: دهرات زده کوونکي وايي، مازې لاړ شئ او رايه ورکړئ

په افغانستان کې د عبدالسميع اغبر ليکنه

د افغانستان په لويديځ کې د هرات په ښار کې آی ډبليو پي آر په يوې غونډې کې واورېدل چې له رايه ورکوونکو څخه وغوښتل شول، له هر راز اندېښتو سره سره  د ٢٠١٤ کال په ولسمشريزو ټاکنو کې ونډه واخلي. 

ځايي حکومتي چارواکو، د ولايتي شورا غړو او د ټاکنو د کميسون کارکوونکو د زده کوونکو په يوې غونډې کې برخه اخيستې وه چې په راتلونکو ټاکنو کې د مدني ټولنې د رول په اړه د خبرو اترو لپاره د کهککشان شرق پوهنتون غوره شوی وو. 

د ولسمشر او ولايتي شوراگانو د غړو ټاکل به د راتلونکي کال د اپرېل د مياشتې په پنځمه نېټه په يوه وخت کې تر سره شي. 

زيات شمېر رايه ورکوونکي د نوماندو د غوره کولو لپاره د [پيسو] د ورکړې او په تېرو ټاکنو کې د پراخه درغليو له امله زړه نازړه دي. د هغوی دوه زړيتوب په دې گونگوسو لا پسې زيات شوی چې کېدای شي ټاکنې هيڅ سر ته ونه رسيږي او لغوه شي.

د غونډې يو تن ويناوال، محمد انور مطيع، چې د هرات د والي په دفتر کې کار کوي، وويل، رايه ورکوونکي ښايي له قومي، ژبنيو، سيمه ييزو او يا ايډيولوژيکې توپيرونو پرته رايې ورکړي او خپلې رايې بېخونده نه کړي.

د ولايتي شورا غړي، سيد حسين حسيني په ځانگړي ډول ځوانو رايه ورکوونکو ته په خپلې وينا کې وويل، نوماندان د تړاوونو او نورو موضوعگانو پرځای د هغوی د پوهې د کچې له مخې وټاکئ.

د هرات ناحکومتي موسسې د رايه ورکولو د هڅونې په موخه ناپلوي کمپاينونه پر مخ وړي.

د مدني ټولنې او بشري حقونو د ډلې د يوې ځايي شبکې کارکوونکې، عزيزې خيراندېش وويل:خلکو په تېرو کلونو کې پر سياسي گوندونو د هغوی د کمزورتيا له امله خپل باور له لاسه ورکړی دی، خو د مدني ټولنو موسسې کولای شي يو اغېزمن رول ولوبوي.

عبدالسميع اغبر د هرات پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځي محصل دی.

 

This report was produced as part of Open Minds: Speaking Up, Reaching Out – Promoting University and Youth Participation in Afghan Elections, an IWPR initiative funded by the US embassy in Kabul.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists