افغانستان: د ٢٠١٠ کال اپرېل او مى

د پلازمېنې په پوهنتون کې تر فراغت دمخه زده کوونکو ته د آى ډبليو پي آر روزنيز کورس د رپوټ ليکلو په ډګر کې په زړه پورې زمينه چمتو کړه.

افغانستان: د ٢٠١٠ کال اپرېل او مى

د پلازمېنې په پوهنتون کې تر فراغت دمخه زده کوونکو ته د آى ډبليو پي آر روزنيز کورس د رپوټ ليکلو په ډګر کې په زړه پورې زمينه چمتو کړه.

Wednesday, 23 June, 2010

په افغانستان کې د آى ډبليو پي آر کارکوونکي

د کابل پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځي استادانو او محصلانو په دې وروستيو کې د آى ډبليو پي آر د جوړو شوو يو لړ روزنيزو کورسونو په اړه په ډېره مينه څرګندونې وکړې، چې  لومړى ځل يوې ناحکومتي موسسې په نوموړي پوهنځي کې چمتو کړي وو.

د نوموړې مرستې له لارې  آى ډبليو پي آر د ژورناليزم د څانګې کمپوترونو لابراتوار سمبال او د هغه پوهنځي د څلورم کال محصلينو ته يې شپېته ساعته روزنيز پروګرام پلى کړ.  

د نوموړي کورس ٣٦ تنه ګډون کوونکي پر دوو ډلو ويشل شوي وو. يوې ډلې د آى ډبليو پي آر  له خوا د چاپي رسنيو په روزنيز پروګرام کې برخه اخيستې وه، چې په لندن کې د آى ډبليو پي آر د روزونکې، دانيلا پيليد له خوا پر مخ وړل کېده. بلې ډلې د راديو په روزنيز ورکشاپ کې ګډون کړى وو، چې د آى ډبليو پي آر  د روزونکي، کارمن بيک کولويف له خوا يې مشري کېده.

محصلانو د کيسو د اصلي مفکورو په عملي کار  زور اچوله، لکه د نجونو په ليليه کې شرايط، د محصلانو په منځ کې د نشه يي توکو کارونه او د محصلانو له فراغت وروسته د کار او دندو موندل.

په تدريس شوو مضمونونو کې اخلاقethics) )، سپکاوى (توهين- libel)، د کيسې جوړښت (story structure)او آنلاين ژورناليزم ((online journalismشامل وو.

زده کوونکو وويل، هغوى په عمومي توګه، په تېره بيا د تدريس له عملي برخو څخه، زيات څه زده کړل. .

دوه ويشت کلنې زهرا عظيمي وويل: "د زده کړې په څلورو کلونو کې موږ ته زياته اندازه نظري لوست راکړ شوى، خو دادى په پاى کې [د روزنيز کورس] په دې ورځو کې په عملي ډګر کې پلى شو. په عملي کارونو کې مرکې، د نقل قولونو او معلوماتو راټولول ډېر په زړه پورې وو."

يوويشت کلن فهيم جهش د نومړې له دې خبرې سره همغږى و. هغه وويل: "موږ په نظري لوستونو کې زيات موضوعات لوستي وو. هغوى يو څه اسانه برېښيدل، خو په عملي ډګر کې ډېر سخت دي. تر دې دمه موږ په نظري برخې زيات پوهيدو، خو په عملي ډګر کو م کار نه و کړى. بل په زړه پورې کار په عمومي ډول د يوې موضوع د ليکلو په پرتله د يوې ټاکلې زاويې پر پيدا کېدو باندې کارکول و."

يوويشت کلنې نفيسې ابراهيمي وويل، هغې ته په کورس کې په ځانګړي ډول  آنلاين ژورناليزم په زړه پورې و. هغې وويل: "[هغه] ماته  يوه نوې موضوع وه. کشکې ډېره زده کړه مو پکې کړى واى.موږ په پوهنتون کې په هغې هيڅ کار نه و کړى. هغه د معلوماتو ډېره ښه نړيواله سرچينه ده."

د ژورناليزم استاد، عبدالقهار جواد وويل: "يو زيات شمېر ناحکومتي موسسې پوهنتون ته راغلي او ډېرې ژمنې يې کړي، خو ډېره لږه نتيجه يې ورکړې ده. آى ډبليو پي آر لومړنۍ موسسه ده چې د يوې مياشتې دننه يې خپلو ژمنو ته عملي جامه واغوستله. هغې نه يوازې زموږ د کمپيوتر لابراتوار سمبال کړ، بلکې د چاپي رسنيو او راديو په اړه يې عملي ورکشاپونه هم جوړ کړل. د پوهنځي چارواکي راتلونکې همکاري په زړه پورې بولي." 

پيليډ وويل، هغې ته ډېر په زړه پورې وه، چې د محصلانو په دې روزنيز پروګرام کې برخه واخلي. "هغوى د عملي کارونو ډېر تږي وو. زما په اند موږ په کورس کې د کار له لارې يوڅه ترلاسه کړل."

د افغانستان لپاره د آى ډبليو پي آر مدير، ماليز داود وويل، "د ښوونې " او روزنې د سيستم د ارزولو له مخې"   له پوهنتون سره ګدکار ډېر په زړه پورې و. "موږ کولاى شو د ژورناليزم خپل کورسونه جوړ کړو او د روزنيزو غونډو برخوال وټاکو."

د پوهنځي د رياست مرستيالې، جاوېدې احمدې موږ ته وويل، دا لومړى ځل و، چې يوې موسسې د روزنيز پروګرام ژمنه وکړه او هغه يې سرته ورسوله.

"زه په راتلونکې کې له پوهنتون سره د زياتو مرستو په تمه يم."

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists