افغانستان: د ٢٠١٠ کال اګست او سپتمبر

د ټاکنو د ستونزمن بهير پروژې د ګرځنده تليفونونو په زرګونو ګډونوالو ته د رايو په اړه خپلواک خبرونه ورسول.

افغانستان: د ٢٠١٠ کال اګست او سپتمبر

د ټاکنو د ستونزمن بهير پروژې د ګرځنده تليفونونو په زرګونو ګډونوالو ته د رايو په اړه خپلواک خبرونه ورسول.

Radio producer Zabihullah Ziar working on the stories for the Cell Phone Voter Project. (Photo: IWPR)
Radio producer Zabihullah Ziar working on the stories for the Cell Phone Voter Project. (Photo: IWPR)
Monday, 25 October, 2010

په افغانستان کې د آى ډبليو پي آر د خبريالانو ليکنه

آى ډبليو پي آر د سپتمبر د ١٨ نېټې په پارلماني ټاکنو کې د خبرونو او معلوماتو د ورکړې سيستم پلى کړ چې په ميليونونو افغان رايو ورکوونکو ته يې د ټاکنو په اړه د خبرونو او معلوماتو د چمتو کولو لپاره د ګرځندو تليفونونو له لارې د ليکلو او غږيزو پيغامونو تليفوني تکنالوژي وکاروله.

په دې پروژې کې د افغانستان په ټولو برخو کې د مدني ټولنو نژدې ٤٠ موسسو او د ولايتي خبري رسنيو برخه اخيستې او په مستقيم ډول يې د افغان حکومت له تاييد شوي “Get Out the Vote”د پروګرام د يوې برخې په توګه د ګرځنده تليفون له ٨ ،٢ مليونو کاروونکو سره اړيکې ونيولې.

د ګرځنده تليفونونو د رايې ورکولو پروژې (Cell Phone Voter Project) د مدنې ټولنو د موسسو تخنيکي مهارتونه لوړ کړي او غوره شوي پيغامونه او د ټاکنو خپلواک خبرونه يې د ګرځندو تليفونونو په زرګونو کاروونکو ته استولي دي. په نوموړې پروژې کې په افغانستان کې څه دپاسه زرو تنو ژورنالستانو او د مدني ټولنو کارکوونکو ته له امنيتي وضعېڅخه د بيدارتيا خبرتياوې شاملې وې او د ټاکنيزو فعاليتونو پر مهال يې هغوى خبر او خوندي ساتلي وو.

د پروګرام په مهمو برخو کې يوه هم د ټاکنو په اړه ٦ ،٥ مليونه ليکلي پيغامونه وو، چې د ګرځنده تليفونونو ٨ ، ٢ مليونو کاروونکو ته واستول شول. ليکلي پيغامونه په لست کې له ليکل شوو لسو پيغامونو څخه غوره کړاى شوي وو، چې د افغانستان د حکومت له لوري د رايه ورکوونکو د معلوماتو لپاره د "مهمو حقايقو" په توګه پېژندل شوي وو.

په دې پروژې کې د افغان بيسم د مخابراتي شرکت له خدمتونو څخه ګټه واخيستل شوه او په ګډه يې ٨، ٢ مليونو ګډونوالو ته د ټاکنو په اړوند ليکلي پيغامونه واستول. هرکاروونکي ته دوه بېلا بېل پيغامونه استول کېده.

ددې پروګرام په بله برخه کې د مدني ټولنو او خبري رسنيو د ٣٨ موسسو [د کارکوونکو] روزنه شامله وه، ترڅو خپلو غړو او پلويانو ته زيات ليکلي پيغامونه واستوي. دې پروژې نوموړو موسسو ته په نرم افزارو سمبال يو شمېر ګرځندو [لپټاپ] کمپيوټرونه هم ورکړي، ترڅو يې کاروونکي وکړاى شي د تليفون مشترکينو ته محدود ليکلي زيات پيغامونه واستوي..

ليکلي پيغامونه د ټاکنو په اړوند د ذهني ازموينې (معما) د پوښتنو په بڼه وو، ترڅو د ټاکنو د اصولو او د رايه ورکوونکو د دندو په اړه د هغوى مينه او لېوالتيا راوپاروي. د ذهني ازميښت پوښتنې د مدني ټولنو په زرګونو غړو ته استول شوې وې.

د پروګرام يو بل اړخ د امنيت په اړه د څه دپاسه ١٢٢٠٠٠ تازه خبرونواستول وو. دا هم د ليکلي پيغامونو د لارې ترسره شول او څه دپاسه ١٦٠٠ ژورنالستانو، خبري رسنيو او د مدني ټولنو موسسو ته له ټاکنو دمخه او د ټاکنو په بهير کې واستول شول. د چمتو شوي لست هر شخص ته په منځني ډول هره ورځ ١٨ پيغامونه استول کېدل.

په داسې حال چې د مدني ټولنو موسسو نوې تکنالوژي زده کړه او ويې کاروله، آى ډبليو پي آر هم دګرځنده تليفون له لارې د خبرونو د استولو نوښت پلى کړ.

په دې پروژې کې د دوه نفرو خبريالانو او دوه تنو اډيتورانو په ګډون يوه ډله په کابل کې په کار بوخته وه. هغوى ټول تجربه لرونکي ژورنالستان وو چې هره ورځ يې د ټاکنو په اړه کيسې راټولولې. خبري ډله هم په افغانستان کې د ژورنالستانو په پراخې شبکې کې شامله وه، چې په شمال کې په مزارشريف، په سهيل کې د هلمند په لښکر ګاه او له ايران سره د افغانستان په لويديځه پوله پروت، په هرات ولايت کې د آى ډبليو پي آر د خبري رسنيو په مرکزونو کې کار کوي.

کېسې په درېو ژبو؛ پښتو، دري او انګليسي چمتو شوې او بيا وروسته په همدې ژبو کې ثبتې شوې وې. وروسته د کمپيوتر يو پروګرام ته ورسول شوې، چې د تليفون د دايلولو وړتيا يې درلوده او د افغان له ګرځنده تليفوني شرکت سره نښلول شوى و.

دې سيستم نژدې د ٢٠٠٠ ګرځنده تليفونونو کاروونکو ته زنګ وهلى دى. هغوى بيا تليفون ته يا ځواب ويلى اويا يې هم چوپ کړى دى. سربيره پر دې آى ډبليوپي آر يوه وړيا شمېره اعلان کړې وه چې مينه والو ته له لګښت پرته د تليفون اسانتيا چمتو شي.

له سيستم سره تر اړيکو نيولو وروسته، تليفون کوونکو کولاى شول انګليسي، پښتو يا دري ژبه خوښه کړي او وروسته د خپل تليفون د شمېرې له مخې پر هغې ژبې کيسه يا خبر واوري.

د سپتمبر له ١٧ څخه تر ٢٠ پورې د خپرونو (بروډکاسټ) په څلورو ورځو کې د تليفون کوونکو له خوا د دمخه پروګرام شوي خدمت په واسطه ټول ١٠٢٦ تليفونونه راغلي وو. د ګرځنده تليفونونو٣٠٧٨ کاروونکو سيستم ته ځواب ويلى او لږ تر لږه يوه کيسه يې اورېدلې ده. په منځني ډول هر تليفون کاروونکي په ليکه کې ٥، ١ دقيقې انتظار کښلى دى. د تليفون يو شمېر کاروونکي آن تر ٢٠ دقيقو پورې منتظر پاتې او ويلي يې دي چې ټولې کيسې يې اورېدلې دي..

د افغانستان لپاره د آى ډبليو پي آر مشر، پيتر آيشتيت وويل: " د نړۍ په زياترو هېوادونو کې د لرې پرتو کلو، بانډو او د ناکرارو سيمو اوسيدونکو ته په وړيا يا لږه بيه د ګرځنده تيلفونونو له لارې د خبرونو استول د پام وړ اهميت لري."

"په څرګند ډول د ګرځنده تليفون له لارې د خبرونو د استولو دا نوى سيستم د خبرونو او معلوماتو د استولو يو نوى تګلورى دى. دا د خوشحالۍ خبره ده چې آى ډبليو پي آر په پرله پسې توګه له نوې او پرمختللې خبري تکنالوژۍ او روزنې سره خپل کار پرمخ وړي." 

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists