افغانستان: اګست / سپتمبر ۲۰۱۱
د آی ډبليو پي آر رپوټ څرګنده کړه چې د هرات افسران د ناواده شوو نارينه او ښځو له حقونو څخه سرغړونه کوي.
افغانستان: اګست / سپتمبر ۲۰۱۱
د آی ډبليو پي آر رپوټ څرګنده کړه چې د هرات افسران د ناواده شوو نارينه او ښځو له حقونو څخه سرغړونه کوي.
د هرات پوليس وايي، د آی ډبليو پي آر يو رپوټ، چې د جولای په تېره مياشت کې خپور شوی و، [د پوليسو] افسران يې په عام محضر کې د ناواده شوو نارينه او ښځينه جوړو پر ځورولو تورن کړي وو. ددې ترهې او ډار اچولو له امله د خلکو زيات شکايتونه رامنځته شوي وو.
د هراتي نارينه او ښځينه جوړې له طالب ډوله ځورونو څخه شکايت کوي،تر سرليک لاندې رپوټ چې د جولایپه ۲۹ خپور شوی و، داسې ادعاګانې غبرګې کړې وې، چې جوړه ګرځيدونکي ځوانان او پېغلې د پوليسو له خوا نيول کيږي او سزا ورکول کيږي.
اوس د هرات چارواکي او ځايي مدني سازمانونه وايي، [ددې رپوټ له خپرېدو] ورسته يې ددې ناوړه کړنو په اړه څه نه دي اوريدلي.
د هرات ولايت د پوليسو وياند، نورخان نيکزاد وويل: «په تېرو دوو مياشتو کې د پوليسو له خوا د نوموړې ځورونې کوم عمل سرته نه دی رسيدلی.»
له هغه وروسته چې د آی ډبليو پي آر يو خبريال د نوموړي رپوټ او د هغه د خپرېدو په اړه د هرات د پوليسو له مشر، سيدآقا ثاقب سره مرکه کړې، په اساسي قانون کې د کښل شوو شخصي ازاديو په اړه د پوليسو ښوونې او روزنې ته ډېر زيات پام اوښتی دی.
د افغانستان سترې محکمې څرګنده کړې، په داسې حال کې چې د اسلامي قوانينو له مخې په خلوت کې، [د درېم شخص له وجود پرته]، د نامحرم نارينه او ښځې ناسته ولاړه ګناه بلل شوې، خو په دې اړه کوم قانوني محدوديت نشي لګول کېدای.