افغانانو ته د پاکستاني پېژندپانو د ویش پر سر مخالفت

له ګډې پولې سره د سویل ختیځې سیمې اوسیدونکي د حکومت د اقدام غوښتننه کوي.

افغانانو ته د پاکستاني پېژندپانو د ویش پر سر مخالفت

له ګډې پولې سره د سویل ختیځې سیمې اوسیدونکي د حکومت د اقدام غوښتننه کوي.

IWPR
IWPR

د آی ډبلیو پی آر یوې څېړنې جوته کړه چې د سرحدي ولایت پکتیکا د یوې ولسوالۍ اوسیدونکو ته پاکستاني پېژندپانې وېشل شوی دي.

ځايي مشرانو له حکومت څخه غوښتي دي چې لاس په کار شي، وايي دا عمل د ګاونډي هېواد له خوا د تيري او تجاوز یو عمل بلل کیږي.

د پکتیکا د ځوانانو د پارلمان یوه غړي، بریالي جبارخېل وویل: «اوس د برمل د ولسوالۍ زیات شمېر خلک پاکستانۍ پېژندپانې لري. که اوس د دې کار مخه ونه نیول شي، نو پاکستان به په نورو ولسوالیو کې هم خپل کارتونه وویشي.»

د ارګون د ولسوالۍ اوسیدونکي، عزیز وویل: «هر حکومت د خپلو سرحدونو د ساتلو او خوندیتوب مسؤولیت لري، خو افغان حکومت پر دې ټکي نه پوهیږي.»  

«پاکستان هڅه کوي د خلکو راشه درشه تر اغېز لاندې راولي او پر افغاني خاوره پاکستاني اغیز پیاوی کړي.»

«هغوی له پوځي عملیاتو نیولې پر پولي د تاسیساتو د ودانولو په ګډون، چې هر څه وغواړي، دلته يې کولای شي.»

«اوس يې یوه نوې لوبه پیل کړې، د برمل په ولسوالۍ کې افغانانو ته پاکستانۍ پېژندپانې ویشي. دا یو څرګند تیری دی.»

د برمل ولسوال، حیات الله صافي وویل، هغه له افغان سرحدي پولیسو څخه غوښتنه کړې چې د پاکستاني پېژندپانو د کاروونکو خلکو مخه ونیسی.

هغه آی ډبلیو پي آر ته وویل: «ما د موضوع په اړه د پکتیکا د ولایت دفتر او کورنیو چارو وزارت دواړو ته خبر ورکړی، تر څو لازم ګامونه پورته کړي.»

«ما په خپله قومي جرګې تنظیم کړي چې خلک خپل مسؤولیتونه او په سیمه کې د حکومت مسؤولیتونه وپېژني.»

دا ډېره حساسه موضوع ده، ځکه د دواړو هیوادونو تر منځ د ګډې پولې پر سر ناندرۍ روانې دي.

هیڅ مخکني افغان حکومت د ډېورند ۱۵۰۰ میله اوږده کرښه په رسمیت نه ده پېژندلې چې په ۱۸۹۶ کال کې د برتانیې له خوا تپل شوې. دغه کرښه د پښتنو قومونوځمکه په دوو برخو ویشي، چې افغانان يې خپله ګڼي.

پر پوله د کټارو او سرحدي پوستو په جوړولو کې د پاکستان هڅه له ټینګ مقاومت سره مخ شوې ده. د دواړو هیوادونو تر منځ خال خال نښتې هم روانې دي چې روانې ترینګلې اړیکې نورې هم خرابوي.

د پکتیکا د شورا غړي عبدالمبین فقیر زاده پر پاکستان د تيري او لاسوهنې تور پورې کړ.

هغه له چارواکو وغوښتل، چې پر دغه عمل نورې سترګې پټې نه کړي او دوامداره بې پروايي به اړیکې لا پسې ترخې کړي.

هغه وویل: «حکومت باید زموږ پولو ته پام واړوي. ولس د یووالي او له هېواد سره زموږ د مينې په خاطر له حکومت سره مرسته کوي.»

د مدني ټولنې فعال، خوشال تسل وویل، د پاکستاني تذکرو ویشل هغه ته شرم وړ کار ښکاري.

هغه وویل: «افغان حکومت ته پکار ده چې خپل غبرګون څرګند کړي. که چېرته پاکستان نن خپلې پېژند پانې ویشي، نو څوک پوهیږي چې سبا به څه کوی.»

«هغوی هڅه کوي چې پر افغانانو خپل ښوونیز نصاب پلی کړي. ډېره به ناشونې وي چې پر وړاندې يې څوک ودریږي.»

په سیمه کې استوګن مدني فعال، علي محمد نظري وویل، ځايي افغانان پاکستاني پېژندپاڼې د دې لپاره هم اخلي چې له خپل حکومت څخه ډېر ستړي شوي دي.

هغه وویل، په سیمه کې د روغتیا، زده کړې او زېربنا په برخو کې پانګې اچونې ته سخته اړتیا موجوده ده. افغان چارواکو د خلکو په وړاندې پر خپل مسؤولیت سترګې پټې کړي دي.  

هغه وویل: «دلته پانګه نه اچول کيږي او فرصتونه نه چمتو کیږي، له دې امله خلک پاکستان ته د مرستې لپاره سترګې اړوي. خلک اړتیا لري پر خپل حکومت باور او ډاډ ولري، خو دا کار نیمګړی دی. افغان حکومت باید د سرحدونو په اړه خپلو مسؤولیتونه په پام کې ونیسي.»

د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت دا  حقیقت مني چې د دغه ولایت په ځینو برخو کې پاکستانۍ پېژندپانې وېشل کیږي.

هغه دا خبره رد کړه چې دغه موضوع د سیمې د بې ثباتۍ لامل کیږي. هغه وویل، د سیمې اوسیدونکو قومونو له پخوا څخه افغاني او پاکستاني دواړه پېژند پانې اخیستي دي.

دا کار عملي اقدام غواړي، هغه خلکو ته، چې د پولې دواړو لورو ته کورونه او ځمکې لري، باید د ازادنه تګ او راتګ اجازه ورکړل شي. د برمل د ولسوالۍ اوسیدونکي په شمالي او سویلي وزیرستان کې خپلوان لري او له پېژندپانې پرته له پولې اوښتل رااوښتل به یو لوی بیروکراتیک سرخوږی رامنځته کړي.

هغه وویل: «افغانان باید وپوهیږي چې د بهرنیو هېوادونو د پېژندپانو درلودل د ویاړ نښه نه ده.»

«هغوی باید افغانستان خپل کور وګڼي او له هغه حیثیت څخه برخمن شي چې مستحق يې دي.»

د پکتیکا د ولایتي شورا غړي، نعمت الله بابري وویل، په دې اړه ظاهرا د وحدت بې پروايي «له خطره ډک» کار دی او د کابل له چارواکو څخه يې د جدي اقدام غوښتنه وکړه.    

هغه دعوه وکړه، دغه تکتیک د پاکستان یوه قصدي توطئه ده، ترڅو د دواړو هېوادو تر منځ د نړیوالې کرښې، ډیورنډ اعتبار پوخ کړي، چې د افغانستان حکومت په رسمیت نه ده پېژندلې.

بابري وویل: «که حکومت خپل سکوت ته دوام ورکړي او پر دې موضوع سترګې پټې کړي، نو لرې نه ده چې پاکستان به په نورو سیمو کې هم  خلکو ته خپلې پېژندپاڼي وویشي.»

«یو وخت به د دغه کار له امله ځینې خلک خپل ځانونه د دې پر ځای چې افغان وګڼي، د پاکستان تبعه  وبولي.»

په کابل کې د پاکستان سفارت له پرله پسې غوښتنو سره سره په دې اړه کوم غبرګون ونه ښود.

Frontline Updates
Support local journalists