افغانان ټولټاکنو ته چمتو کيږي

ليدل کيږي، چې افغانان ددې اوونۍ ټولټاکنو ته ځانونه چمتو کوي.

افغانان ټولټاکنو ته چمتو کيږي

ليدل کيږي، چې افغانان ددې اوونۍ ټولټاکنو ته ځانونه چمتو کوي.

Friday, 1 September, 2006

ياسمين د کندوز په ولايت کې ښځو ته ليک او لوست زده کوي. د هغې زده کوونکو ددې وړتياترلاسه کړې، چې نوي لاس ته راوړي مهارتونه د راتلونکوټولټاکنو لپاره د نوم ليکنې په بهير کې وکاروي.


دا 28 کلنه ښوونکې زياته خوشحاله ده، چې هغه او د سواد د زده کړې په کورس کې د هغې ټول زده کوونکي به د رايې په ورکولو کې ونډه اخلي. هغه وايي: ((موږ اوس وپوهېدو، چې کولای شو، خپل هېواد په يوې سمې لارې له ويجاړتيا وژغورو.))


افغانانانو پخو اهم هېڅکله ددې موقع نه درلوده، چې په مستقيم ډول خپل ولسمشر وټاکي. له دې امله زيات شمېر خلک دا فرصت غنيمت ګڼي.


د خلکو نظريي د هېواد په کچه په 21 ولايتونو کې له دريو زرو تنو څخه راټولې شوې وې، چې د اګست په نيمايي کې د آی ډبليو پي آر له خوا د ژورناليزم او ټول ټاکنو په اړوند د يو جوړ شوي ورکشاپ د يوې برخې په توګه د سلوتنو خبريالانو له خوا تر سره شوې وه، په سلو کې 82 برخه والو ويلي وو، چې په ټاکنوکې به برخه واخلي.


په سلو کې څه ناڅه 15 برخه والو ويلي وو، هغوې ددې کار اراده نه لري، له دې امله چې يا يي د نوم ليکنې کارت نه دی تر لاسه کړی او يا داچې ټولټاکنې ورته بې مانا ښکارېدی. په دې ډله کې ځينې ښځې هم وې، چې ويل يي ميړونو يې ورته د نوم ليکنې اجازه نه ده ورکړې. نور درې په سلوکې خلک يا ډاډمن نه وو او يا يې پوښتنې ته ځواب نه و ويلی.


د رايو ورکوونکو زياته کړې وه، چې موږ يوازې غواړود ولسمشر د ټاکلو په هکله خپل حق وکاروو. نورو ويل، ددې لپاره رايه ورکوي، چې په هېوادکې ټاکلي بدلونونه رامنځته شي، لکه د سولې بسياينه. ځينو ويل له دې امله په رايو ورکولوکې ګډون کوي، چې د هغوى دنده ده.


د ننګرهار ولايت دسره رود په ولسوالۍ کې يوې شپېته کلنې مېرمنې وويل: "زه هرومرو ووټ ورکوم. زه هيله منه يم هغه څه چې هغوى (کانديدان) يې ژمنه کوي، سر ته يې رسوي."


د باميانو په ولايت کې يوې ډاکټرې، وويل، چې آن دطالبانو د واکمنۍ پر مهال يې هم په روغتون کې کار کاوه، خو ووټ يې نه دى ورکړى. هغې وويل: "موږ خپل حقونه پېژندل. خو چا راته نه راکول." اوس د نوم ليکنې له امله وياړي.


د ننګرهار د ولايت د هادي کلي يو ٥٩ کلن سړي وويل: "ما (د نوم ليکنې) کارت ددې لپاره اخيستى دى، چې يو ښه مشر وټاکم، تر څو خلک او هېواد پرمختګ وکړي."


د خوست ښا رته نژدې د ماڼې په کلي کې، يو ٣٠ کلن مزدورکار ويل، هغه د نوم ليکنې د کارت په لرلو وياړي. هغه وايي: "زه غواړم د هغه حکومت د سيوري لاندې کا روکړم، چې موږ جوړ کړى دى." يو شمېر نور په دې نه پوهېدل ، چې ولې يې د نوم ليکنې کارت تر لاسه کړى دى.


د کندها رد ولايت د ارغنداب د ولسوالۍ يو ٣٥ کلن ځوان، ګل احمدويل، هغه خوشحاله و، چې د نوم ليکنې لپاره په کتار کې ولاړ دى، خو نه پوهېده، دا د څه لپاره و. په دې اند چې ګوندې د کارت په ترلاسه کولو به خواړه يا نوره مرسته لاسته راوړي، هغه وويل: "زه په کتار کې ودرېدم، تر څو مرسته ترلاسه کړم.له ډېر ځنډ وروسته هغوي ماته (يو) کارت راکړ، خو دا يې ونه ويل، چې په هغې څه وکړو."


يو شمېرخلکو دا کارتونه دپلورلو لپاره اخيستي دي. له لسو مليونو څخه زياتو خلکو نومونه ليکلي دي، چې تراټکل شوې اندازې ډېر دي. داسې ګونګوسې هم شته چې يو شمېر خلکو څو څو کارتونه اخيستي، ترڅو يې په کانديدانو وپلوري. ولسمشرۍ ته ودرېدونکو کانديدانو د لسوزروكارتونو کاپيګانو ته اړتيادرلوده، چې د رايې اخيستنې په کتار کې ودريږي.


دکندز ولايت د امام صاحب د ولسوالۍ يو ٣٠ کلن سړي وويل، هغه يوازې دپلورلو لپاره خپل نوم ليکلى دى. هغه وويل، داسې خلک پېژني، چې دوه او درې کارتونه يې اخيستي دي. هغه وويل: "خلکو ويل، چې دا کارتونه ورسته خرڅېداى شي."


د ټاکنو چارواکي پوهيږي، چې د رايې د ورکولو د شرايطو وړ هر يو خپل نومونه ليکلي دي. خو د تر سره شوې سروې له مخې يو شمېر خلکو، په تېره بيا ښځو خپل نومونه نه دي ليکلي.


د ننګرهار په ولايت کې يوې ٤٠ کلنې مېرمنې وويل، د هغه د مېړه ناخوښي (نه موافقت) د هغې د نوم ليکنې مخه ونيوله. هغه وايي: "زما ستونزه داده، چې مېړه راته اجازه نه راکوي، ترڅو په ټاکنو کې ونډه واخلم."


د خوست د ولايت د نادرشاه کوټ د ولسوالۍ يوه ٢٥ کلنې مېرمنه يوازې هغه مهال د ټاکنو په مانا وپوهېده، چې په سروې کې يې د يو خبريال پوښتنو ته ځوابونه ويل. نوموړې وويل: "(کلي ته) څوک رانغلل، چې زما نوم وليکي."


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists