افغانان په ټاکنو کې د درغلۍ او ډار خبرې کوي

د سترګو ليدلي شاهدان د رايو د صندقونو د ډکولو او د رايو په وړاندې د سوغات او ډار اچولو خبرې کوي.

افغانان په ټاکنو کې د درغلۍ او ډار خبرې کوي

د سترګو ليدلي شاهدان د رايو د صندقونو د ډکولو او د رايو په وړاندې د سوغات او ډار اچولو خبرې کوي.

. خو د ټاکنو په ورځ د رايې ورکولو پرمهال ، دې ٦٥ کلن سړي، د ښځو د رايې ورکولو کارت درلود.



هغه وويل: "د ښځو کارتونه عکس نه لري. سره له دې هم هيچا زما کارت ته ونه کتل."



داګست په شلمه د افغانستان د ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو په ټولټاکنو کې د درغلۍ موضوع اوس دومره پراخه شوې چې سپېنول به يې اونۍ او آن مياشتې وغواړي.



د اګست په ٢٦ د چهارشنبې په ورځ د شکايتونو شمېره يو زر ته لوړه شوه. د ټاکنو د شکايتونو کميسون وايي چې کېداى شي د سپتمبر په ١٧ پايلې اعلان نشي.



د ټولټاکنو خپلواک کميسون وار په وار لومړنۍ شمېرنې خپروي. زيات شمېر څارونکي احساس کوي، ددې کار موخه داده چې د ستړو رايه ورکوونکو انرژي له منځه يوسي او خپه يې کړي.



داګست د مياشتې په ٢٥ نېټه ماښام د ټولټاکنو خپلواک کميسون خپل لومړى رپوټ خپور کړ او برحال ولسمشر، حامدکرزى يې له خپل عمده سيال، عبدالله عبدالله څخه يو لږ څه مخکې وښود. له ټولو٥٥٠٠٠٠ رايو څخه کرزي ٢١٢٩٢٧ او عبدالله ٢٠٢٨٨٩ رايې وړې وې.



کله چې له سهيلي ولايتونو څخه پايلې راورسيږي، نو څوک به تناسب د زيات بدلون په اړه شک ونه لري. کورني خلک لا له مخه وړاند وينه کوي، چې کرزى به په لومړي پړاو کې برياليتوب تر لاسه کړي او په سلوکې له ٧٠ به زياتې رايې يوسي.



په عين وخت کې د درغلۍ ادعاګانې د ټاکنو د بل پړاو په خبرو کې برلاسې موضوع ده.



د رايه ورکوونکو پر ګوتو باندې د نه پاکيدونکي رنګ د موضوع په اړه يو شمېر رپوټونه خپاره شوي دي.



د يو شمېر سرچينو په وينا د White - X په نامه يو کيمياوي ترکيب رنګ په اسانۍ په بشپړ ډول پاکوي او په دې توګه خلکو کولاى شول چې بيا بيا رايه ورکړي. د رايې ورکولو لپاره د رايې ورکولو کارت او پاکه ګوته په کار وه، خو څرنګه چې قاري فضل شهادت ورکوي دا دواړه غوښتنې پوره کېداى شوې.



هغه وويل: "ما ډېرخلک وليدل چې بيا بيا يې رايه ورکړه. هغوى د ثبت له ډلې سره پېژندل. د هغوى ګوتې يې په رنګ کې نه غوټه کولې."



محمد وويل، هغه خپله څو، څو ځلې رايه ورکړې. هغه د رايې ورکولو مرکز ته نژدې White - X تر لاسه کړى و.



سره له دې چې په White - X يې ډېرې پيسې تللې وي، خو په خندا يې وويل: "ما درې ځلې رايه ورکړه." کله چې تاکنې وړاندې لاړې د رنګ بيه هم لوړه شوه."



د ټولټاکنو خپلواک کميسون وايي، خراب رنګ، سورى کوونکى ماشين چې د رايې ورکولو پلاستيکې کارت يې نشو سورى کولاى، د رايې ورکولو ناوخته پيلدل او کله ناکله د رايې د پاڼو کمبود داسې کوم شى نه دى، چې د ټاکنو په پايلو اغېز وکړي.



تر ټولو ډېر جدي هغه د رايو د صندقونو ادعا شوي ډکېدل، د رايو د صندقونو پټول، د رايه ورکوونکو د شمېر ناسم شمېر ښودل او د رايه ورکوونکو مستقيم ډارول ګڼل کيږي.



په داسې حال کې چې د هېواد تقريبا نيمايي برخه ناامنه او له تاوتريخوالي څخه ډکه ګڼل کيږي، څارونکي نشي کولاى ټولو ځايونو ته لاړ شي. دا کار د رايو له درغلۍ سره مرسته کولاى شي.



د ميدان وردګ ولايت ، چې له پلازمينې کابل څخه يوازې ٢٥ کيلومتره وړاندې پروت دى، د څارونکو د تګ لپاره مساعد نه و.



د وردګو له اتو ولسواليو څخه په شپږو هغو کې د رايو ورکولو مرکزونه، نه وو. د رايه ورکوونکو شمېر هم ډېر لږ و. خو له هغې سره سره پايلې بيا بله کيسه کوي.



د وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ يو اوسيدونکي، روحاني وويل: "زموږ په ولسوالۍ کې د رايو ورکولو مرکز تر پرله پسې بريدونو لاندې و. يوازې پوليسو او يوڅو تنو نورو رايې ورکړې. خو هلته د سلګونو رايو رپوټ ورکړ شوى دى. دا څرګنده درغلي ده."



د محمد سرور رحمانزي په نامه د وردګو ولايت د سيدآباد د ولسوالۍ يو بل اوسيدونکى هم باوري دى، چې ټاکنې شفافې نه وې.



هغه وويل: "اصلا د سيدآباد، چک او نرخ په ولسواليو کې ټاکنې نه دي شوي. په دې ولسواليو کې د چا ګوته په رنګ شوې نه وه. هيڅوک نه پوهيږي چې دا ټولې رايې چا ورکړي."



په وردګو کې د ټولټاکنو د خپلواک کميسون چارواکي مني چې د رايو ورکولو په بهير کې ستونزې موجودې وې.



د شکايتونو د ولايتي کميسون مشر، عبدالمتين حقبين وويل: "د رايې د ورکولو د صندوقونو د ډکولو په اړه د کانديدانو، څارونکو او خلکو شکايتونه رارسيدلي دي. موږ دا رپوټونه مرکزي دفتر ته استولي دي."



د وردګو د والي وياند، شاهدالله شاهد په وردګو کې د درغليو خبره نه مني.



هغه وويل: "د ميدان وردګو ولايت ټولټاکنو د نورو ولايتونو په پرتله ډېرې ښې وې.دلته درغلۍ نه دي شوي."



په افغانستان کې د ټولټاکنو په ورځ د رايو ورکولو ټول ٦٢٠٠ مرکزونه پرانيستل شوي وو، د رايو ورکولو ټول ٢٤٠٠٠ ستيشنونه يې لرل. له ټول هېواد څخه د درغليو په اړه د راغلو شکايتونو له مخې تر دې کچې د شمېر د ژر لوړېدو خبره سخته نه ده، چې د ټاکنو قانونيت او اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي.



د شمال په نسبتا کرار بلخ ولايت کې د دوو عمده کانديدانو له خوا د درايه ورکوونکو د ډارونې او د رايو د صندوقونو د ډکولو زياتې ادعاګانې راپورته شوې او يو بل ته يې ګوته نيولې ده.



د هغه ځاى د اوسيدونکو په وينا د بلخ ولايت د چمتال، چاربولک او بلخ په درې ولسواليو کې د رايه ورکوونکو ډارونې او ناامنۍ لاره پراخه درغلۍ ته پرانيسې وه.



د غياث الدين په نامه د چاربولک يو اسيدونکي وويل: "له ټاکنو دوه و رځې دمخه په چمتال، چاربولک او بلخ ولسواليو کې شبنامې اچول شوې وې او خلکو ته يې اخطار ورکړى و، چې په ټاکنو کې ګډون ونه کړي. بيا دوه تنه ... راغلل او خلکو ته يې وويل، طالبان تاسو رايو ورکولو ته نه پريږدي. خپل کارتونه موږ ته راکړئ. موږ به ستاسو پرځاى رايې ورکړو. دا خلک په سيمه کې د درناوى وړ خلک دي. له دې امله خلکو خپل کارتونه هغوى ته ورکړل."



د چاربولک بل اوسيدونکي، محمد اعظم هم ددې خبرې پخلى وکړ.



هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: "د ټاکنو په ورځ د شبنامو له امله ډېر لږ خلک د رايې ورکولو مرکزونو ته لاړل. ما هم خپل کارت ورکړى و."



د بلخ غښتلي والي، عطامحمد نور ددې دريو ولسواليو د رايو د صندقونو د قرنطين غوښتنه کړې وه .



عطا ويلي و: "دا ولسوالۍ امن نه دي. داډمن يم چې د ورکړ شوو رايو شمېر د رايه ورکوونکو له شمېر څخه ډېر لوړ دى"



د بلخ ولايت د کلدار د ولسوالۍ اوسيدونکي طلامحمد وويل د نورو ادعا شوو درغليو په ډلې کې هغه د خپل کلي د رايو ورکولو په دوو مرکزونو کې کې وليدل چې يو کمپاين کوونکي موبايل تيلفونونه خلکو ته د رايو د ورکولو د کارت په بدل کې ورکول. د نورو رپوټونو له مخې د اوړو بوجۍ هم د رايې د ورکولو د کارت په وړاندې ورکول کېدې.



د بلخ د څارنوالۍ کارکوونکي محب الله آى ډبليو پي آر ته وويل چې د زرمينې په نوم يوه ښځه د هغو ى دفتر راغله او د اوړو دويش د ځاى پوښتنه يې کوله.



هغه وويل: "ماته څرګنده شوه چې آن په مزارشريف کې دې خلکو د رايې ورکولو د کارت په وړاندې خوراکي توکي ورکول."



د سترګو د يو ليدنکي شاهد په وينا د لنګرخانې په نامه په يو کلي کې يو ځايي قوماندان ته وفادارو ټوپک والاوو خلک د رايې د ورکولو مرکز ته روان کړي وو.



يو خبريال چې دا پېښه يې ليدلې وه، وويل: "د يوې نيمې بجې په شاوخوا کې ټوپک والاوو کليوال ډارولي وو. هغوى ويل چې د لنګرخانې د خلکو شمېر ورته څرګند دى. که چا [د هغوى کانديد ته] رايه ورنه کړه له جدي پايلو سره به مخامخ شي."



د بلخ د ټاکنو د شکايت د کميسون مشر، ماه ګل تاييد کړه چې د ځايي زورځواکو په اړه يې ډېر شکايتونه تر لاسه کړي دي چې خپل زور او اغېز يې کارولو. هغه ويل په دې اړه پوره شواهد نه وو.



هغه وويل: "موږ ددې شکايتونو د پلټلو واک نه لرو. موږ يوازې هغه مرکزي دفتر ته استوو."



خو له ستونزو سره سره داسې خلک هم شته چې د ټاکنو په اړه يې خوشبينې ساتلې ده.



سياسي شنونکي دينارګل امين وويل: "دا د افغانستان لپاره يوه تاريخي شېبه ده. هغه د دموکراسۍ د اصولو له مخې پلي شول. په عمومي ډول دا ټاکنې په داسې يو هېواد کې تر سره کيږي، چې يوازې په سلو کې پنځوس خاوره د حکومت په لاس کې ده... هغه بريالۍ وې. زما په اند درغلۍ دومره لويې نه دي چې د ټاکنو قانونيت تر اغېز لاندې راولي. کله چې يو کانديد پاتې راځي نو تل داسې خبرې کيږي. هغه تورونه لګوي."
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists