افغانان په کوډو او جادو درملنه کوي

د ډاکترانو او اسلامي روحانيونو له مخالفت سره سره کوډې، تعويذونه او د ورغوي ليدنه (کفشناسي) لا تر اوسه هم په خلکو کې ډېرشهرت لري.

افغانان په کوډو او جادو درملنه کوي

د ډاکترانو او اسلامي روحانيونو له مخالفت سره سره کوډې، تعويذونه او د ورغوي ليدنه (کفشناسي) لا تر اوسه هم په خلکو کې ډېرشهرت لري.

.په کابل کې ازاد خبريال، عبدالواحد فرامرز ليکنه

د يو ډېر پټ اسرار له امله حامد يو کوډګر ته لاړ. دوه مياشتې يې له واده تيرې شوې وې، خو له خپلې مېرمنې سره يې جنسي اړيکې نشوې نيولای. دې ۲۵ کلن ځوان د شرم احساس کاوه او ډېر نهيلی و. ويې پتېله چې يو مشهور ملا ته لاړ شي او له هغه څخه د کوډو په له منځه وړلو کې مرسته وغواړي.

حامد وويل: «ملاراڅخه دوه سوه ډالره واخيستل، يو تعويذ او يوه ګولۍ يې راکړه. راته يې وويل چې تعويذ په خپله کوټه کې وسوځوم. او ګولۍ وخورم. دا هغه ګولۍ وه چې د هغه پېريانو د دنيا له هغه بله سره رواړې وه. شرط يې دا وه چې بايد بل څوک په دې اسرار پوه نشي، که نه نو تر پايه به له شرمه ډک ژوند ولرم.»

پر ګولۍ باندې انګليسي ليک شوی و. په دې توګه د هغه شک پيدا شو او ګولۍ يې خپل تره ته، چې يو ډاکټر و، وښوده. هغه ورته وويل:«دا د (وياګرا) په نوم يوه ګولې ده او په هر درملتون کې د يو ډالر په وړاندې پلورل کيږي.»

په افغانستان کې د تعويذ او کفشناسۍ په ګډون کوډې او جادو اوږده مخينه لری. سره له دې چې دينی عالمان کوډې او تعويذونه د اسلام مخالف کار او د ټګمارانو د شوکې وسيله بولي، خو زياتره خلک، په تېره بيا بېوزلي د خپلو ستونزو د هوارۍ لپاره همدې کار ته مخه کوي.

ماهر تعويذ ليکونکي ادعا کوي چې د هر راز ستونزو هواری کولای شي، له ناروغيو او عقامته نيولې بيا د دوو مينو وصال، د ورکو شوو يا غلا شوو توکو موندل او د کسب وکار غوړول يا ډب کول.

د هغوی په ميتود کې پر مراجعينو باندې د دم چوف کول، د هغوی په بدن د چاکو موښل، په نرۍ او لمدې لښتې وهل، هندسي اشکال کاږل، عجيبې کرښې ليکل او د تعويذ د ليکلو لپاره قرانی آيتونه کاپي کول شامل دي..

د تعويذونو لپاره معمولا ځينې ځانګړې لارښوونې کيږی، لکه (د تعويذ) ښخول، سوځول، په اوبو کې پرېمينځل او يا اوبه يې څښل. کله ناکله تعويذ د ناروغ شخص په غاړې کې ځوړنديږي او يا هم تر بالښت لاندې يې ايښودل کيږي.

سره له دې چې دا اعمال په اسلام کې ناروا دي، خو په افغانی فرهنګ کې يې هغومره ژور ځای نيولی دی، چې خلک يې د مذهب يوه برخه بولي.

د افغانستان د عالمانو د شورا غړی، مولوي عبداللطيف سجادي وايي، هغه د قرآِنی آيتونو په شفا ورکولو کې شک نه لري، خو البته شرط يې دادی چې په مستقيم ډول له الله څخه مرسته وغوښتل شي.

هغه وويل: «تعويذ ليکونکي عالمان نه دي او نه د اسلام په اړه معلومات لري. هغوی نالوستي دي يا يې لږ ليک لوست کړی دی. خلک بايد هغوی ته په ورتګ ځانونه ګناهکار نه کړي.»

يو شمېر طالع ليدونکي وايي، خدای هغوی ته ددې ځواک ورکړې چې د ناروغانو درملنه وکړي او نور فوق العاده کارونه سرته ورسوي.

د ۵۵ کلن محمد رفيع په نامه يو تعويذ ليکونکی، چې پګړۍ يې په سر او تورې عينکې يې په سترګو ايښي دي، (د کابل ښار) د ميوند واټ پر سړک ناست او په تعويذ ليکلو بوخت دی.

هغه هره ورځ خپله اعاشه او اباته د سړک په غاړې پيدا کوي. هغه وايي هره ورځ ورته د لسو تنو په شاوخوا کې مراجعين راځي او د خپلو ستونزو د هوارولو لپاره ورځينې مرسته غواړي. هغه د ورځې د ۱۴ ډالرو شاوخوا عايد لري او په ټينګار وايي چې کار يې غير اسلامي نه دی.

نوموړي وويل: «زه تعويذ ليکم، د خلکو طالع ګورم. له دې لارې د خلکو خدمت کوم او خپله نفقه پيدا کوم..زه د قرآني آيتونو له مخې کار کوم او هغه ناروغۍ له منځه وړي.»

هغه وايي د ژوند په اوږدو کې يې همدا کار دی او تر اوسه ورته هيچا هم نه دي ويلي چې هغه د اسلام مخالف عمل دی.

سجادي ټينګار کوي چې د تعويذ ليکل او له هغې څخه کار اخيستل ګناه ده.

هغه وويل: «طالع ليدل او تعويذ ليکل کوم علمي او ديني اغېز او ګټه نه لري. د تعويذ د ليکلو او له دې لارې نفقه پيدا کول منع دي. هغه څوک چې په تعويذ پسې ګرځي او هغه کاروي، هم ګناهکاريږي.»

زياتره بېوزلي او نالوستي خلک پر تعويذونو ډډه لګوي.

آی ډبليو پي آر له ۳۵ کلنې نوريې سره مرکه کړې چې له سر نه تر پښو پورې په بورقه کې پټه ده او د يو تعويذ ليکونکي ځای ته راغلې ده.

هغې وويل، ميړه يې شپږ مياشتې دمخه ګوزڼ وهلی دی. ډاکټران يې نوره درملنه نه کوي او وايي چې تر راتلونکو شپږو مياشتو پورې به جوړ شي.

نوريه نالوستې ښځه ده او پر ډاکټرانو يې باور نه راځي.

هغې وويل «تعويذ ليکونکي راته وويل چې په ميړه مې پېريان ناست دي.»

نوريه د خپل مېړه ګوزڼ وهلي اړخ ته تعويذ اچوي او کله ناکله نور تعويذونه سوځوي يا يې پرېمينځي. هغې وويل په دې کار يې مېړه مخ په ښه کېدو دی.

هغې وويل: «دا ملا ډېر ښه سړی دی. هغه برکتي لاسونه لري. هغه ډېرې پيسې نه اخلي او دا زموږ په څېر بېوزلو خلکو ته يوه ښه خبره ده. له دې ملا څخه خلکو ښې نتيجې لاسته راوړي دي.»

د کابل د علي آباد د روغتون يو ډاکټر، اجمل ناصري وويل، د سړي ګوزن (يو وخت) په خپله ښه کيږي.

هغه وويل:« ډېر خلک په تعويذونو باور لري او خپل ناروغان ډاکټر ته نه وړي. هغوی تر هغه پورې تعويذ ليکونو ته ځي، چې ناروغ يې د مرګ په پوله ودريږي.»

هغه ميېن شوي ځوانان (عاشقان) چې په ودونو کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان وي، هم د تعويذ ليکونکو او طالع ليدونکو د عايداتو ښه سرچينه جوړوي.

د شفيق الله په نامه يو دېرش کلن ځوان د لوګر ولايت د خوشې په ولسوالۍ کې تر يوې ونې لاندې ناست دی او د خپل کلی له يوې نجلۍ سره د ژورې مينې کيسه کوي. د نجلۍ پلار نه غوښتل لور يې له داسې يو بېوزلي سره واده وکړي.

شفيق الله نهيلی نشو. دوه کاله يې صبر وکړ او په تعويذونو يې ډېرې پيسې ولګولې.. هغه وويل په پای کې مې«تعويذ ليکونکي ته د يوپسه په ورکولو خپله مينه ترلاسه کړه.»

شفيق الله په دې باور دی چې د تعويذونو د اغېز له امله يې اوس له خپلې معشوقې سره واده کړی او دوه ماشومان لري. هغه وويل: «ډېر خوشحال يم.».

د کابل پوهنتون د شرعياتو د پوهنځي استاد، عبدالبصير فريد وويل، د مينې د ترلاسه کولو لپاره د تعويذ کول جادو دی. جادو په اسلام کې بيخی منع دی. څوک چې جادو کوي، هغه ته مسلمان نه ويل کيږي.

هغه وويل: «خلک له ټولنيزو او اقتصادي ستونزو سره د مخامخ کيدو له امله د بخت په تعويذونو ډډه لګوي. حکومت د خلکو د ستونزو د هوارولو لپاره کومه هڅه نه کوي. له دې امله له تعويذ ليکونکو څخه مرسته غواړي. [تعويذ ليکونکی] د خلکو د غولولو او د هغوی د پيسو د غلا کولو تر څنګ زياتې کورنۍ ستونزې هم راپيدا کوي.»

علي خان ددې خبرې پخلی کوي دا ۴۵ کلن زوړ بزګر وايي هغه پر تعويذونو ډېرې زياتې پيسې لګولي چې خدای ورته يو ماشوم ورکړي.

هغه ته ويل شوي و چې چا پرې کوډې کړي. له واده شل کاله وروسته له کوډو او جادو ستړی شو او سمې طبي درملنې ته يې مخه کړه.

هغه وويل: «له يو کلنې درملنې وروسته مې مېرمن اميدواره شوه او شل کلنه بدمرغي مې پای ته ورسېده.»

د علي خان نظر د تعويذ کوونکو په اړه بدل شوی دی. .

هغه وويل: «هغوی زما ټول ژوند او شته راڅخه يوړل. هغوی مذهبي غله دي. هغوی د خدای د آيتونو په کارولو خلکو ته دوکه ورکوي. حکومت بايد هغوی ونيسي او سزا ورکړي.»: 

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists