افغانان په كلو باندې د هوايي بمباريو له امله پارېدلي دي

د افغانستان په لوېدېځې برخې كې د هوايي بمبارۍ له امله زياتره افغانان داسې انګيري چې ګوندې ټولو افغانانو ته د ترهګرو په سترګه كتل كيږي.

افغانان په كلو باندې د هوايي بمباريو له امله پارېدلي دي

د افغانستان په لوېدېځې برخې كې د هوايي بمبارۍ له امله زياتره افغانان داسې انګيري چې ګوندې ټولو افغانانو ته د ترهګرو په سترګه كتل كيږي.

.



يو لوري ته افغان حكومت واقع دى، چې ټينګار كوي د هرات ولايت د شينډنډ په ولسوالۍ كې د يوې بمبارۍ له امله زياتره د ښځو او كوچنيانو په ګډون نوي تنه افغانان وژل شوي دي. ولسمشر حامد كرزي په كلكه بمباري غندلې او يو پلاوى يې دپېښې ځاې ته ليږلى چى دغه پلاوى، د ځايي اوسيدونكو د مرګ او ژوبلې پخلى يې كړى دى. افغان كابينې د هغه تړون د نوي كولو غوښتنه كړې، چې پر بنسټ يې بهرني پوځونه په هېواد كې عمليات كوي.



بل لوري ته امريكايان دي، چې ټينګار كوي هغوى طالبان په نښه كړي دي. د امريكا تر مشرۍ لاندې د ايتلافي پوځونو په يو خپاره شوي بيان كې راغلي، ټول ټال دېرش تنه مړه شوي، چې ۲۵ تنه په كې طالبان او پاتې نور پنځه تنه د طالبانو د كورنۍ غړي دي.



د ګډو وډو او متنقاضو بيانيو په منځ كې د افغانانو ترمنځ غوسه او خپګان مخ په زياتېدو دى.



د عزيز آباد يو اوسيدونكي، ګلبدين وويل: ((امريکايان داسې فكر كوي چې ټول افغانان ترهګر دي.او موږ په راكټونو او ميزايلو ولي. ما پخپلو لاسونو له ۵۰ څخه زياتې ښځې او ماشومان ښخ كړي دي. آيا هغوى ټول ترهګر وو؟))



د نيويارك ټايمز د ورځپاڼې له مخې بمونه په يو كور كې د ځايي خلكو په يوې ډلې راولېدل، چې د يو مړي د كليزې په تلين كې سره راغونډ شوي وو.



دا د فاطمې كور و، چې په يو بريد كې يې د خپل مېړه او ماشومانو په ګډون د خپلې كورنۍ اته تنه غړي له لاسه وركړل. هغې د هرات په يو روغتون كې له آى ډبليو پي آر سره خبرې كولې او هغه چاته يې ښكنځلې كولې، چې دا بمبارۍ يې كړي ده.



هغې په داسې حال كې چې پر مخ يي د اوښكو باران روان و، وويل: ((موږ په خپل كور كې د تلين مراسم درلودل. ناڅاپه كفارو بريد وكړ او ما هوښ له لاسه وركړ. كله چې په حال راغلم، نو په روغتون كې وم. ماته وويل، شول، چې د كورنۍ ټول غړي مې مړه شوي او ښخ شوي دي. آيا زما دوه كلن ماشوم ترهګر و؟ نو زه هم يوه ترهګره يم؟ زه يې ولې ژوندۍ پرېښي يم؟))



د امريكا تر مشرۍ لاندې د ايتلافي ځواكونو وياند، ډګروال ناتن پېرې آى ډبليو پي آر ته وويل بمباري د طالبانو، په تېره بيا د ملا صديق په نوم په يو قوماندان باندې شوې ده. هغه وويل، دېرش تنه مړه شوي دي. په هغې كې ۲۵ تنه ترهګر او پنځه تنه د ملا صديق د كورنۍ غړي شامل دي.



افغان حكومت د ځايي اوسيدونكو د وژل كېدو پخلى كړى او بريد يې په سخته غندلى دى.



د عزيزاباد په كلي باندې د دولتي ګومارل شوي پلاوى مشر، نعمت الله شهراني آى ډپليو پي آر ته وويل. چې هيڅ ياغي نه دى وژل شوى.



هغه وويل: ((زموږ د څېړنو له مخې په سيمه كې د مخالفينو يو وسله وال سړى هم نه و. په عزيز آباد باندې په هوايي بمبارۍ كې د ښځو، ماشومانو او زړو خلكو په ګډون نوي تنه مړه شوي. داد بهرنيو پوځونو يو ډېر ظالمانه چلن و. دا كار به امنيتي وضعه نوره هم پسې ناوړه كړي.))



افغان كابينې د اګست په ۲۵ غونډې كې له دفاع او بهرنيو چارو وزارتونو ته دنده وسپارله، چې په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د شتون په اړه له هغوى سره خبرې اترې وكړي. هغوى غوښتنه وكړه، چې هوايي بمبارۍ او تالاشي دې ېندې شي او د خلكو بندي كول يې ((ناقانونه)) وبلل.



په تېرو څو مياشتو كې په عزيز آباد باندې هوايي بمبارۍ ددې لړۍ وروستۍ بمباري ده.



د جولاى په مياشت كې امريكايانو د ننګرهار په جنوب ختيځ ولايت كې د واده يو محفل بمباري كړه او لږ تر لږه يي د ناوې په ګډون ۴۷ تنه ووژل.



امريكايي پوځونه لا تر اوسه د هرات د پېښې څېړنه كوي، خو ډګروال پېرې ټينګار وكړ، چې د امريكا د متحده ايالتونو پوځونو يوازې ياغيان په نښه كړي. هغه وويل: ((هر عمليات د تاييد شوو او بيا تاييد شوو معلوماتو او ارقامو پر بنسټ تر سره كيږي. خو زه د هغو معلوماتو په اړه څه نه شم ويلاى.))



د افغان حكومت د سرچينو له مخې همدا راز په تېرو دوو مياشتو كې په نورستان، لغمان او كونړ كې ولسي خلك وژل شوي دي. په هر ترتيب د عزيزآباد پېښه تر ټولو خونړۍ پېښه ده، خو يوازينۍ هغه نه ده.



د افغان حكومت سرچينې ټينګار كوي، داسې پېښې د افغان حكومت د ملي اردو او بهرنيو پوځونو تر منځ د همغږۍ د نشتوالي لامل دى.



جنرال عظيمي په كابل كې اخبار والا وو ته وويل: ((ايتلافي ځواكونو (په عزيزآباد كې) ځمكنى بريد همغږه كړى و، خو په هوايي ځواك كې همغږي نه وه. كله چې بمباري شوې ساحه تر څېړنې لاندې ونيول شي، نو څرګنديږي، چې هوايي بمبارۍ ته اړتيا نه وه.))



ډګروال پېرې وويل، بريد له افغان ملي اردو سره په بشپړه ډول همغږى شوى و. هغه آى ډبليو پي آر ته وويل: ((نړيوالوځواكونو د افغان ملي اردو د كوماندويي ځواك په ګډون له يوې لارې په سيمې يرغل وكړ، چې د ملا صديق وسله والو په كې يوه غونډه درلوده. له دې امله يي له هوايي ځواك څخه د مرستې غوښتنه وكړه.))



افغانان دا مني، چې امريكايان په غلطو او ناسمو راپورونو ډډه لګوي.



په پارلمان كې د هرات يو استازي، عبدالسلام قاضي زاده وويل: ((امريكايان د ناسمو معلومانو پر بنسټ عمل كوي او په استوګنو كورونو بمباري كوي. كه وضعه همداسې دوام وكړي نو د امريكايانو په وړاندې به ورځ په ورځ كركه زياته شي.))



ولسمشر كرزي په عزيزآباد كې د وژل شوو خلكو كورنيو ته يو موټى پيسې ليږلي دي. د وژل شوو خلكو كورنيو ته د هر وژل شوي سړي په سر سل زره افغاانۍ او ټپي شوي هغه ته پنځوس زره افغعانۍ وركول كيږي.



د يوې حكومتي سرچينې په وينا په عزيز آباد كې د وركړ شوو پيسو په اړه معلومات نه دي څرګند شوي. تر اوسه پورې درې مليونه افغانۍ ليږل شوي دي. .



د كميسون له خوا د پيسو د وېشلو پرمهال د عزيزآباد اوسيدنكو غبرګون وښود. په هغوى يې ډبرې وويشتلې او له سيمې يې وتلو ته اړ ايستل.



د تلويزيون په يو رپوټ كې يو پلار خرګند شو، چې ډېر په غوسه و او د كمرې په وړاندې يې چېغې وهلې او ويل يي: ((كرزى دې پيسې خپل ځان ته وركړي. زه مې خپل زوى غواړم. ايا دا پسې مې بېرته خپل زوى راكولاى شي.))



زياتره افغانان له حكومت څخه غوښتنه كوي، چې دې وروستۍ پېښې ته سملاسي غبرګون څرګند كړي. تر اوسه پورې كرزي يوازې پړه اچولې او په هرات كې يې د ۲۰۷ قول اردو دوه تنه افسران له كاره ګوښه كړي دي.



په مزارشريف كې يو سياسي شنونكي، محمد نبي اسير وويل: ((دا په زړه پورې ده. د دفاع وزارت وايي، چې د بريد په اړه يې دمخه معلومات نه لرل، خو بيا دوه تنه افسران يې له كاره ګوښه كړل. دا ددې خرګندونه كوي، چې افغان حكومت له دې پرته نور څه نشي كولاى. د هغوى په امريكايانو زور نه رسيږي. هغوى يوازې غواړي د خلكو خولې بندې كړي.))



په پارلمان كې د بدخشان د ولايت استازى، سلطان محمد اورنګ د جدي اقداماتو غوښتنه كوي.



هغه وويل: ((له ولسمشر څخه غوښتنه كومه ګټه نه لري. هغه واك او ځواك نه لري. هغه يوازې دومره زور رسيږي، چې د هوايي بريدونو غندنه وكړي. موږ بايد نېْغ په نېْغه له ناتو سره خبرْ ې وكړو او له هغوٰ غوښتنه وكړو، چْې ولسي خلك تر بريد لاندْ ې ونه نيسي.))



وروستۍ پْْېښې بهرنيو پوځونو او افغان ولس ته ډېر دروند زيان رسولى دى او ښايې تر ډېره پاتې شي. يو شمېر څېړونكي په دې باور دي، چې ښايي دا كار د ياغيانو په غورځنګ تېل توى كړي، چې د هېواد په زياترو برخو كې په بهرنيو پوځونو فشار زياتوي.



پنځه پنځوس كلن نور احمد چې په عزيزآباد كې د بريد پر مهال د خاورو تر ډېرۍ لاندې بند پاتې شوى او د خلكو په مرسته راايستل شوى و، وايي: ((طالبان له ګوډاګي حكومت او د هغې له بادارانو څخه غوره و. طالبانو لږ تر لږه د ولسي خلكو او دښمنانو ترمنځ توپير كولى شو، خو هغوى ټول خلك خپل دښمنان بولي.))
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists