افغانان د سپورت د پرمختګ له پاره د چانس غوښتونکي دي

په آسيايي لوبو کى ډير لږ برياليتوب د هيواد د اوږدى مودى ځوريدلو لوبغاړو له پاره يو ښه امکان وو.

افغانان د سپورت د پرمختګ له پاره د چانس غوښتونکي دي

په آسيايي لوبو کى ډير لږ برياليتوب د هيواد د اوږدى مودى ځوريدلو لوبغاړو له پاره يو ښه امکان وو.

Thursday, 3 March, 2005
IWPR

IWPR

Institute for War & Peace Reporting

په آسيايي لوبو کى د رويا زماني د برونز مډال هيڅکله د نړيوالو مطبوعاتو سرټکى نه وو، خو دلته داسى هيله کيږي چى سپورت به بيا راژوندى کړي.


دا چى افغانستان وکولى شو هيواد ته د ٢٣ کلونو جګړى وروسته د يوه کال څخه په لږه موده کى د نازکى سولى د راستنيدو وروسته د لوبغاړو يوه ډله جنوبي کوريا ته وليږي بخپله يو کوچنى برياليتوب وو.


د کابل دا هستوګنى چى ٢٣ کلنه ده په تيک واندو کى يي د برونز مډال اخيستى ډير زيار يي ويستلى او په نيمه پاى لوبه کى يي لوبه وبايلله. هغى وويل دا زما او زما د هيواد له پاره د افتخار شيبه وه چى مډال تر لاسه کړم. زه خوشحاله يم او په راتلونکي کى غواړم چى د افغانستان له پاره نور برياليتوب تر لاسه کړم.


د افغانستان ډلى چى د فټ بال، غيږ نيونى، کراټى، سوک وهنى او تيک واندو په لوبو کى ګډون درلود په ١٨ کلونو کى د لومړي ځل له پاره په جنوبي کوريا کى په برياليتوب سره سيالي وکړه.


د رويا زماني د مډال له برياليتوب پرته، د غيږ نيونى د ٦٦ کيلوګرام وزن په سياليو کى محمد اقبال شپږم او ميرداد پنځم مقام وګټه. نورو ډلو لوبى وبايللى او د فټ بال لوب ډلى ته ٣١ ګولونه ورکړ شوي خو دوى په دريو لوبو کى يو ګول هم نه دى وهلى.


د بيلابيلو عمر لرونکيو لوبغاړو ډلى د دوى له داعيي سره مرسته ونه کړه خو د افغانسان د فټ بال تنظيموونکى زلمى پاينده د لوبغاړو د کمزورتيا نور دلايل جوتوي.


هغه وايي زموږ لوبډلى يوه ورځ تمرين کړى وو او له جسماني پلوه هم زموږ لوبغاړي ستړي وو ځکه له کابل څخه اسلام آباد او مخکى له دى چى کوريا ته ولاړ شي کراچۍ ته يي سفر کړى وو. پر نورو لوبډلو په مليونو لګښت کيږي. موږ پيسى نه لرو نو بايد چى ماته ومنو.


خو دا زموږ له پاره يوه ښه تجربه وه او په راتلونکي کى به موږ لوبى وګټو. په راتلونکيو کلونو کى موږ به له ولاياتو او له بهرنيو هيوادونو څخه هم لوبغاړي په پام کى نيسو. پاينده دى ته اړ وو چى د تورنمينټ له پاره يوازى پر هغو لوبغاړو اتکا وکړي چى په کابل کى وو.


هغه لوبغاړي چى نژدى وو مډال تر لاسه کړي له سياليو څخه يي خوند اخيستى . د ليږل شوي ټيم يو غړى محمد وايي: موږ له دغو لوبو ښه تجربه تر لاسه کړه او که خداى تعالى غوښتل موږ به نړيوال کچ ته ورسيږو. يو بل لوبغاړى بيګ هيله مند دى چى دوى به بهرنۍ مرسته تر لاسه کړي. هغه وايي موږ لا هم ډير کمزوري يو او دا زموږ له پاره مهمه ده چى يو بهرنى روزونکى ولرو.


د ملي اولمپيک د کميټى يوه جګ پوړي چارواک عبدالستار ليوال د سپورت د وضعى په هکله د تفصيل ورکولو پر مهال وويل: افغانستان د لومړي ځل له پاره په ١٩٣٦ ميلادي کال کى د اولمپيک د نړيوالى کميټى غړى شو او خپل غړيتوب يي د ٤٠ کلونو له پاره وساته. د جنګ په کلونو کى لوبغاړي يا خو له هيواد څخه تللي او يا هم د سيالۍ کولو له پاره روزل شوي نه دي، نو له همدى امله د ملي ټيم د جوړولو دنده لاپسى ګرانوي.


هغه وويل اوس موږ د سپورت ٢٢ فدراسيونونه لرو. زموږ د تجربه لرونکو او ځوانو ډلو د غړو شمير هر يو ٥٥٨ او ٢٣٤ تنه دى. موږ له ټولو افغان لوبغاړو غوښتنه کړى چى هيواد ته راشي او له نيکه مرغه ډيرو زموږ دغه غږ ته مثبت ځواب ورکړى دى.


په تير وخت کى د افغانستان په سپورتي ډګر کى د زور ازماينى لوبى ډيرى کيدى . په شپيتمو کلونو کى نظام الدين د غيږ نيونى په درانده وزن کى نړيوال او آسيايي لقب وکټه او د ١٩٨٠ د اولمپيک په لوبوکى غيږ نيونکي صديق زرګر او بريالي د سپينو زرو او د برونز مډالونه ګټلي وو.


جاويد همکار چى د کراټى په برخه کى تور کمربند لري په کابل کى ١٠٠ کسان روزي چى عمرونه يي د ٧ او ٥٥ کلونو تر منځ دي . موږ د جګړى او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال خپل کار ته دوام ورکړى. افغانان او په ځانګړي توګه ځوانان د تيک واندو، کراټى او کونګ فو سره مينه لري او غواړي چى غښتلي وي.


د جګړى د کلونو پر مهال افغاني ټيمونه نه يوازى کمزوري وو بلکى نړيوال بنديزونه هم پرى وو. په ١٩٨٨ کال کى يوه افغان سوک وهونکي ته اجازه ور نه کړل شوه چى د سوک وهنى په سيالۍ کى برخه واخلي ځکه چى ږيره يي درلوده- د ږيرى درلودل د طالبانو د واکمنۍ پر مهال حتمي وو خو د سيالۍ پر مهال نه.


افغانان خپلى ځانګړى لوبى هم لري. دوى خوسى کوي چى يو ډول غيږ نيونه ده او بله د بزکشي لوبه ده چى ويل کي د افغانستان د شمال ملي لوبه ده چى په دغه لوبه کى چاپ اندازان خوسى د هلال دايرى ته رسوي.


بزکشي يوه خطرناکه لوبه هم ده چى لوبغاړي پکښى کله کله ټپيان او آن ځينى وختونه يي د مړينى امکان هم شته. خو په حيرانوونکى توګه ويل کيدى شي چى دا لوبه سمه منظمه اتلولي لري. سږکال افغانستان په سيمه ايز تورنمنټ کى دريم مقام وگټه.


د طالبانو د واکمنۍ پر مهال ښځو ته اجازه نه ورکول کيده چى په لوبو کى برخه واخلي، او لا هم دى کار ته زړه نه ښه کيږي ، که څه هم دوه ښځينه ټيمونو په آسيايي لوبو کى ګډون کړى وو.


رونا پخوا والي بال لوبيده او د کابل پوهنتون د لوبډلى غړى وه. هغه وايي اوس زه ماشومان لرم او په کور کى بايد ډير څه تر سره کړم . له واده وروسته مى د والي بال لوبيدل خوشى کړل. زما په فکر ښځى هم بايد په لوبو کى برخه واخلي خو په هغه ډول چى د اسلامي قوانينو سره په تضاد کى نه وي.


تير کال د طالبانو تر نسکوريدو وروسته په مجموعي توګه د سپورت له پاره ليوالتيا زياته شوى. د کابل تلويزيون د نړيوال جام لوبى له جاپان څخه او د جنوبي کوريا لوبى د تلويزيون پر مخ وښودى چى ځوان محمد لايق پرى ډير خوښ دى .


هغه وايي چى پر تلويزيون لوبى وينم او هغه مهال چى يو هيواد لوبه وګټي او ورته جامونه او مډالونه ورکول کيږي او چى د هغه هيواد بيرغ وخوځول شي ، زه هيله لرم چى افغانستان هم په نړيوال کچ ولوبيږي .


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists