افغانان د سپتمبر د يوولمسې يادونه کوي

درې کاله وروسته يو شمېر خلک د امريکا په متحده ايالتونو باندې د بريد له امله د خلکو په وژلو باندې خوابدوي، په داسې حال کې چې يو شمېر نور د اسامه بن لادن پلوی کوي.

افغانان د سپتمبر د يوولمسې يادونه کوي

درې کاله وروسته يو شمېر خلک د امريکا په متحده ايالتونو باندې د بريد له امله د خلکو په وژلو باندې خوابدوي، په داسې حال کې چې يو شمېر نور د اسامه بن لادن پلوی کوي.

Thursday, 3 March, 2005
IWPR

IWPR

Institute for War & Peace Reporting

د نړۍ په سوداګريز مرکز او پنتاګون باندې د ٢٠٠١ کال د سپتمبر د يوولسمې نېټې بريد په دې هېواد باندې په هماغه اندازه اغېز اچولای، چې په متحده ايالتونو يې اچولای. له بريد وروسته سمدلاسه د متحده ايالتونو يرغل، د طالبانو رانسکورېدلو او د اسامه بن لادن لټون د هر افغان ژوند په ډراميتک ډول بدل کړی دی.


په داسې حال کې چې يو زيات شمير خلک له آی ډبليو پي آر سره په مرکو کې د اسلامي محافظه کار رژيم د له منځه وړلو او د نوې منځمهالې ادارې د رامنځته کولو هرکلی کوي، خو يو شمېر نور د امريکا د هڅونې په اړه شک څرګندوي او ځينو نور په څرګنده له اسامه بن لادن سره خپله خواخوږي ښيي.


د چهاراسياب د ولسوالۍ يو زرګر، ٣٥ کلن احمد شاه وويل: ((زه د هغه پېښې هکله زيات خوښ يم، چې د سپتمبر په ١١ رامنځته شوه. دې کار د نړۍ پام افغانستان ته راواړولو.))


د مزارشريف د ښار يو پلورونکي،٣١ کلن شريف الله وويل: ((طالبان او د هغوی مشر، بن لادن ښه خلک نه وو. زه خپه يم، چې په نتيجه کې د سپتمبر په ١١ په امريکا کې زيات شمېر خلک ووژل شول. هغوی لکه زموږ په څېر انسانان وو.)) شريف الله وويل: ((طالبانو زه څو څو ځلې وهلی يم. هر کله چې بن لادن يادوم، زما کرکه زياتيږي.))


په مزارشريف کې يو خبريال سهراب سامانيان وويل: ((بن لادن هغه څوک دی، چې د سپتمبر د ١١ د بريد په څېر، په نړۍ کې د زياترو ترهګرو بريدونو مسووليت په غاړه لري.)) نوموړی وايي: ((که په رښتيا د امريکا متحده ايالتونه تر اوسه د هغه په نيولو نه وي بريالي شوي، نو دا امريکا کمزوري ښيې. دا به د امريکا د متحده ايالتونو لپاه ستر خطر وي. دا کار به دا جوته کړي، چې يو بل زبرځواک د امريکا په وړاندې (کار) کوي.))


خو يو شمېر نور په دې باور دي، چې په حقيقت کې بن لادن امريکايانو ته کار کاو. د چهاراسياب په ولسوالۍ کې يو بخارۍ جوړوونکي، ٣٢ کلن قنداغا وويل: ((بن لادن د امريکا سړی دی. امريکا تر اوسه د هغه په فعاليتونو کنترول لري. هغه امريکايانو ته ښه دليل په لاس کې ورکړ، ترڅو منځنۍ اسيا ته لاره ومومي.)) قنداغا شکمن و، چې ګوندې امريکا دې له خپلې پوځي پياوړتيا او تخنيکى پوهې سره سره تراوسه نه وي توانېدلي د القاعدې د تښتېدلي مشر ځای ومومي او هغه ونيسي.


انجنير خوشحال هم د امريکا او بن لادن تر منځ يو تړاو ويني. هغه وايي: ((کېدای شي، د سپتمبر د ١١پېښه د امريکا يوه ځانګړې پاليسې وي.)) خوشحال وايي، هغه په دې اند دی، چې امريکا دا عمل په افغانستان باندې د بريد لپاره د يوې بهانې په توګه وکاراوه او ځانته يې لاره هواره کړه: ((چې ستراتيژيکې سيمې ونيسي، ترڅو له هغه ځايه وکړای شي، چين، روسيه، هند او ايران وڅاري.))


په ننګرهار کې يوې مېرمنې، چې ويې غوښتل ونه نومول شي، وويل، د بريد تر شا په اسامه بن لادن د پړې اچول يوازې يوه صحنه سازي وه. نوموړې وايي: ((د هغې تر شاه هدف دا و، چې د سيمې کنترول تر لاسه کړي او د هيواد په کانونو باندې لاسبری پيدا کړي.))


د پکتياد ولايت اوسيدونکی، ٣٣ کلن محمد سليم وايي، هغه په دې اند دی، چې: ((بن لادن د نړۍ د سوداګرۍ دوه ګوني برجونه د لويديځ په مرسته وران کړل.))


يو شمېر نور په ښکاره له اسامه بن لادن سره ملاتړ څرګندوي. د ده سبز د ولسوالۍ يو کروندګر، ٢٥ کلن انور وويل، هغه د القاعدې مشر ته دعاګانې کوي. ((بن لادن د پيغمبر، حضرت محمد (ص) د خاورې مجاهد دی. د امريکا په متحده ايالتونو د هغه بريد جهاد دی.)) انور هيله لري، چې که چېرته اسامه تر اوسه ژوندی وي، نوهغه به امريکا له افغانستان څخه وشړي.


په ده سبز کې يو مېوه پلورونکي، ٢٩ کلن عزيزالله وويل، هغه اسامه بن لادن ته د ترهګر په ځای د يو مجاهد په سترګه ګوري. هغه وايې، هغه د ورځې پنځه وخته دعا کوي، ترڅو امريکايان هغه ونه نيسي.


په ننګرهار کې يو ښوونکی، شېرزمان شېرزاد وايي، هغه باور نه کوي، چې اسامه بن لادن دې د سپتمبر د ١١ په بريد کې لاس ولري. د هغې پر ځای هغه په دې اند دی، چې: ((بريد د يهودانو له خوا تر سره شوی و، چې غواړي، عيسويان او مسلمانان سره په خپلو کې واچوي، ترڅو يوځل بيا صليبي جګړې پيل کړي. د جګړې له لارې هغوی غواړي، د عيسويانو له خوا اندېښنې له منځه يوسي.)) شېرزاد وويل، هغه بن لادن ته: ((د يو مجاهد او رښتيني سړي په سترګه ګوري.)) او زياتوي په هغه باندې دا تورونه: ((د دښمنانو پروپاګند دی، چې غواړي هغه په افغاني ټولنه کې بدنامه کړي.))


په ننګرهار کې د حقوقو د پوهنځي يو محصل، اميرزاده وويل، هغه هم په دې اند دی، چې: ((اسامه بن لادن دې د هغه څه په وړاندي پړ ونه ګڼل شي، چې د سپتمبرپه ١١ رامنځته شول، ځکه هغه هېڅکله هم داسې ناوړه کار نه کوي.)) هغه په بن لادن باندې د امريکا د پړې اچول ((د اسلامي هېوادونو د ځپلو لپاره يوه بهانه)) وګڼله.


په مزارشريف کې يو هټيوال، ٣٠ کلن محمد زمان حيراني څرګنده کړه، چې ولې ټوله نړۍ په يو شان د امريکا د پوځي تکلارو غندنه نه کوي. هغه وايي: ((هغه مهال چې د امريکا متحده ايلالتونو په عراق کې په زرګونه خلک ووژل او په سلګونه ودانۍ يې له خاورو سره خاورې کړې، هېچا هم نه ونه پوښتل، چې ولې؟ خو کله چې بن لادن د امريکايي ودانۍ يو څو پوړه ونړول، ټولې نړۍپه هغه پسې راواخيستل.))


دننګرهار ولايت د ځوانانو د مرکز مشر، شېرحسن کمالزی دالقاعدې په مشر باندې په ګوتنيوي کې دوه زړی و. هغه خواشيني څرګنده ګړه، چې د هغه هېواد د بريدونو له امله د جګړې په ډګر بدل شو. هغه وايي: ((ښايي بن لادن يو ښه مجاهد وي، خو دا ددې مانا نه لري، چې ټول ښه مجاهدين دې افغانستان ته راشي او دا هېواد دې د جګړې په ډګر واړوي.))


په مزارشريف کې د يوې ليسې زده کوونکی، جواد، درې کاله وړاندې دامريکا په متحده ايالتونو کې د دريو زرو تنو د وژلو لپاره هيڅ دليل نه ويني. هغه وايي: ((دا يوه عمومي غميزه وه. د سپتمبر په يوولسم په سلګونه زره بې ګناه خلک د يو غير انساني عمل په پايله کې ووژل شول.))


Frontline Updates
Support local journalists