افغانان د روغتيايي څارنې د نشتوالي له امله مري

د روغتيايي تاسيساتو نشتوالى دخلکو په روغتيا ناوړه اغېز اچوي.

افغانان د روغتيايي څارنې د نشتوالي له امله مري

د روغتيايي تاسيساتو نشتوالى دخلکو په روغتيا ناوړه اغېز اچوي.

د افغانستان د مرکزي برخې د باميانو په غرونوکې دوو تنو يوه خر مخکې کړىاو په نري سړک يي ورو ورو بيايي. د خره په شا د يوې اميندوارې مور مړى پروت دى. د مړې شوې ښځې مېړه وايي: "موږ هغه کلينيک ته روانه کړې وه، خو کلينيک ډېر وړاندې و او هغه په لاره کې مړه شوه."


افغاني مېرمنې دخپلو ماشومانو د زېږولو لپاره په ډار او وېره کې ژوند کوي. د رسمي شمېرنو له مخې په منځنۍ توګه له سلو زرو اميندوارو ميندو څخه ١٦٠٠ ميندې مړې کيږي. په هرو زرو زېږېدلو ماشومانوکې ١٦٥ هغه يې د ژوند په لومړيو کلونو کې له ژوند بې برخې کيږي. د روغتيا وزارت د پلان رئيس، دکتور هدايت الله ستانکزى دا شمېره "ټکان ورکوونکي او چوپ ناتار" بولي.


خو د اميندوارو ميندو او ماشومانو تر منځ د مړينه لوړه شمېره د بې شمېره ستونزو څخه دوه هغه دي، چې افغانان ورسره مخامخ دي. زياتره افغانان له کلينيکونو، داکټرانو او درملو خورا لېري دي.


په ٢٠٠٢ کال کې د نفوسو د څېړنې څانګې له خوا د چمتو شويو شمېرنو له مخې د افغانانو د ژوند منځنۍ اندازه ٤٦ کاله ښوول شوې ده.


د آى ډبليو پي آر له خوا د مدني ژورناليزم او ټول ټاکنو په هکله د ورکشاپ د يوې برخې په توګه د هېواد ٢١ ولايتونوپه کچه له ٣٠٠٠ تنو سره د آى ډبليو پي آر سروې، چې د روان کال د اګست په نيمايي کې د سلو تنو خبريالانو له خوا تر سره شوه، دا جوته کړه، چې يو زيات شمېر خلکو په هېوادکې د روغتيايي څارنې په هکله اندېښنه درلوده.


په ځانګړې توګه په کليو او بانډو کې خلکو شکايت درلود، چې هغوى ډاکترانو او کلينيکونو ته نه شي رسېدلاى او د روغتيايي درملنۍ لپاره بايد اوږد واټن ووهي. هغوى ويل، زياتره ناروغان دمخه تر دې، چې روغتيايي مرکزونو ته ورسيږي، له منځه ځي.


همدارنګه هغوي د روزل شويو او مسلکي ډاکترانو د نشتوالي له امله هم خپه وو. ښځو ويل، چې لږ شمېر ښځينه ډاکترانې شته.


مرکه شويو خلکو د پاکو اوبو کمبوت، بېوزلۍ او د سړکونو د نشتوالي ستونزې هم په ګوته کړې.


ستانکزي وويل: "زموږ په هېواد کې روغتيايي ستونزې هراړخيزي دي او نور وزارتونه بايد په دې هکله له موږ سره مرسته وکړي."


د نورګل د ولسوالۍ اوسېدونکي، ٦٠ کلن حاجي اعظم الدين وويل، د کونړ اوسيدونکي د درملنې لپاره د جلال آباد ښار ته ځي. هغه زياته کړه: "د يوې ورځې له سفر څخه وروسته موږ جلال آباد ته رسيږو، (خو) کله چې هلته ورسيږو، يا زموږ ناروغ مړ کيږي او يا يې ناروغي زياتيږي."کونړ په ختيځ افغانستان کې يو غرنى ولايت دى او د نورو زياتو ولايتونو په څېر د موټرو يو څو سړکونه لري.


د پغمان د ولسوالۍ يوې ٥٠ کلنې ښځې وويل، د پغمان ولسوالۍ د کابل له ښار څخه يوازې ٢٠ کيلومتره وړاندې پرته ده، خو سړکونه يې داسې خراب دي، چې "د کابل عمومي سړک ته په يو نيم ساعت کې سړى رارسيږي او سخت ناروغان په لاره کې مري.".


د پاکو اوبو نشتوالي هم د زياتو نارغيو، لکه نس ناستى، نس خوږي او د کولمو نورو نارغيو د منځته راتګ لامل کيږي. تنکي ماشومان زياتره ددې ناروغيو ښکار کيږي.


د بلخ ولايت د چمتال د ولسوالۍ يوې ښځې وويل، د هغې ټول اولادونه په دې ناروغيو اخته دي.نوموړې وويل: "زموږاولادونه له نس ناستې کړيږي او موږ د اوبو دايشولو هيڅ امکانات نه لرو."


که د روغتيا څارنې امکانات وي هم، خو د هغې تقاضا هم لوړه ده.


محمد صادق وويل، هغه له خپل کلي علي آباد څخه کندوز ته ولاړ او بيا يي هلته په نوې کلينيک کې پنځه ساعته انتظار وکيښ. خو دمخه تر دې چې ډاکتر وويني، ناوخته و او کلينيک وتړل شو. هغه وايي: "که موږ په خپل کلي کې کلينيک درلوداى، نو د کندوز ښار ته به نه راتلو."


د اساسي قانون له مخې حکومت دنده لري،تر څو وړيا روغتيايي څارنه چمتو کړي، خو داسې عمومي تاسيسات نه شته، چې اړتياوې پوره کړي. د تشې د ډکولو لپاره يو شمېر شخصي کلينيکونه پرانيستل شوي دي، خو زياتره نامنظم دي.


په ټول هېواد کې افرادو درې سوه نومرې ځمکه د روغتونونو او کلينيکونو د جوړولو لپاره د حکومت په واک کې ورکړې ده. خو ستانکزى وايي ، حکومت سره دومره پيسې نه شته چې روغتيايي مرکزونه جوړ کړي.


د کندهار ولايت د دامان د ولسوالۍ يو ٤٢ کلن سړي وويل: "ما خپله ځمکه يو کلينيک ته وبښله او د روغتيا وزارت (دا پروژه) منظوره کړه. د ودانۍ يوه اندازه .شيان يې راوړل. خو يو څو مياشتې وروسته لاړل او کلينيک نيمکاره پاتې شو."


Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists