افغانان د مرګوني هوايي بريدونو له امله په غوسه دي

د ايتلافي ځواکونو له خوا د ويجاړو شوو کورنو اوسيدونکي وايي، چې دملکى وگړو د مړيو شمېره هغه چې چارواکي يي 21 تنه بولي څو ځلې زياته د ه

افغانان د مرګوني هوايي بريدونو له امله په غوسه دي

د ايتلافي ځواکونو له خوا د ويجاړو شوو کورنو اوسيدونکي وايي، چې دملکى وگړو د مړيو شمېره هغه چې چارواکي يي 21 تنه بولي څو ځلې زياته د ه

.



حکومتي چارواکو د وژل شوو خلکو شمېره 21 څرګنده کړې، خو د هغه ولايت په شمال کې د ګرماو د کلي د سترګو د ليدلو شاهدانو له خولې کيدای شي شمېره يي تر سلو تنو واوړي.



د پوليسو يو ځايي قوماندان، په رېږديدلې اواز وويل: "کله چې زه د سهار په مهال کلي ته راغلم، نو ماويل، چې ګوندې خوب ګورم. ودانۍ سوې سکور شوې او بيخي ړنګې شوې وې. خلک دومره سوځېدلي و، چې نه پېژندل کېدل. يوازې په دوو کورونو کې 30 تنه وژل شوي و."



"زه اوس په هديره کې يم او خپل ګاونډيان خاورو ته سپارم."



قوماندان، چې نه يي غوښتل ونومول شي د ګرماو د کلي په يوې هديرې کې د خلکو په منځ کې و. ګرماو د سنګين د ولسوالۍ شمال ته د سروان کلا په سيمې کې يو کلی دی.



دا چې د می د مياشتې د اتمې په ماسپښين او ماښام څه وشول، لا تر اوسه يي پته نه شته. د پېښې په هکله د حکومتي چارواکو او د سترګو د ليدلي شاهدانو خبرې يو له بل سره توپير لري. خو دا يقيني ده، چې زيات شمېر ملکي وګړو خپل ژوند د افغان ملي اردو په ملګرتيا د امريکا تر لارښوونې لاندې ايتلافي پوځونو په هوايي پرغل کې له لاسه ورکړ او څه ناڅه د ګرماو ټول کلی يي د نقشې له مخ څخه پاک کړ.



د ايتلاف له خوا په يوې خپرې شوې وينا کې ويل شوي، پېښه هغه مهال پيل شوه، چې د امريکا د ځانګړي ځواک د سلاکارانو په ملتيا د افغان ملي اردو په ګزمه بوخت سرتېري په کمين کې له ناستو طالبانو سره په جګړې کې کيوتل.



په ګرماو کې د سترګو د ليدلو شاهدانو په وينا طالبانو په کاروان بريد وکړ او بيا وتښتېدل. سرتېرو چې کليوال يي په ناسمه توګه "برتانويان" ګڼي د ياغيانو د لټون په موخه کور په کور تالاشي پيل کړه.



د ګرماو اوسيدونکو شکايت وکړ چې تالاشي کوونکو له ناوړه او سپکوونکی چال چلن څخه کار واخيست. ځينو خلکو وويل، د کور يو خاوند له سرتېرو سره مقاومت وکړ او يو دوه تنه يي په کې ووژل. ددې رپوټونو پخلی په خپلواکه توګه نه دی شوي.



يو ځايي اوسيدونکي عطاوالله وويل: "د سه شنبې د ورځې د ماسپښين په څلورنيمو بجو طالبانو په برتانوي کاروان بريد وکړ، خو کوم يو يي په کې ونه وژلو. له دې وروسته سرتېرو د کورنو په تالاشۍ پيل وکړ، بېګناه خلک يي ووهل او وټکول. بيا کليوالو له ځان څخه دفاع وکړه."



د عطاوالله د وينا له مخې يو کليوال ټوپک ته لاس کړ او په سرتېرو يي ډزې وکړې. هغه وويل: "ما د ډزو غږ واورېد او له کوره راووتم. زما د ګاونډي د دروازې مخې ته ګڼه ګوڼه وه، خلکو ويل، چې نوموړي څلور تنه برتانوي سرتېري ووژل. موږ د کور دننه د تللو هڅه وکړه، خو سرتېرو وګواښولو او ځای مو پرېښود."



ايتلافي ځواکونو د يو تن د مړينې پخلی وکړ، خو په سروان کلا او يا ګرماو سيمو کې يي د ځاني تاوان په اړه څه ونه ويل.



ماښام ته يي بم غورځوونکي الوتکې راغلې. کله چې دوړې کيناستې، ګرماو کنډوکپر شوی و.



عطاوالله د خبرو په دوام وويل: "د ماښام د اوو يا اتو بجو پر مهال الوتکې راغلې او کلی يي بمبارد کړ. سل تنه يي ووژل او يو زيات شمېر نور ټپيان کړل."



د افغانستان په سهيل کې د زيانونو اټکل سم نه راخيژي. په دې پېښې کې طالبان، کليوال او والي هر يو بېلابېلې شمېرې ښيي.



ايتلاف د می د مياشتې په لسمه نېټه يوه وينا خپره کړه او د ملکي زيانونو پخلی يي وکړ، خو دا يي ونه ويل، چې د زيان اندازه څومره ده.



د طالبانو وياند، قاري يوسف آی ډبليو پي آر ته وويل، چې په ګرماو کې له 60 زيات خلک مړه شوي او لږ تر لږه د سلو په شاوخوا کې کورونه ويجاړ شوي دي. هغه وويل، چې طالبانو ته کوم زيان نه دی رسېدلی.



کليوالو د 21 تنو جنازې د سنګين د ولسوالۍ مرکز ته يوړې ترڅو چارواکو ته يي وښيي. له دې امله 21 تنه رسمي شمېره شوه.



کليوال په ټينګار له دې څخه د زياتو خلکو د وژلو خبره کوي.



يو تن استوګن ګل محمد وويل: "زموږ د کلي تقريبا ټول کورونه هوار شوي دي. ما مړي راټول کړل، شمېره يي ډېره زياته وه، زما په اند به 200 تنو ته رسېدل. همدارنګه زيات څاروي هم وژل شوي و."



يو بل سړي ورته کيسه وکړه.



يعقوب وويل: "دا لومړی وار نه دی، چې برتانوي کاروان زموږ په کلي تېرېږې. خو د سه شنبې په ورځ هغوی خلک ووهل او ډزې يي پرې وکړې. خلک ټپيان شول. له دې وروسته طالبان راغلل او په هغوی يي بريد وکړ."



يعقوب د بمبارۍ د مهال پخلی هم وکړ او ويي ويل، چې بمباري د ماښام له اوو څخه تراتو بجو پورې وشوه.



هغه وويل: "زه له خپلو کوچنيانو سره په منډه له کوره راووتلم. ما ښځې او کوچنيان وليدل، چې بغارې يي وهلې او له کوره تښتېدل. هغوی نارې وهلې: مړه دې وي برتانويان! مړه دې وي برتانويان!"



د هلمند ولايت زياتره خلک د برتانويانو او امريکايانو ترمنځ توپير نه شي کولای. په دې بريد کې د برتانيې تر مشرۍ لاندې د ناتو پوځونو برخه نه وه اخيستې، چې د نړيوال سوله ساتې ځواک – ايساف – يوه برخه ده. په حقيقت کې دا بريد د امريکا د ځانګړي ځواک له خوا تر سره شوی و، چې دنده يي د افغان اردو "روزنه" ده.



يعقوب دوام ورکړ او ويي ويل: "کله چې په سبا يي موږ بېرته خپلو کورونوته راستانه شو، هغه وران شوي و. هر کور له مړو او ټپيانو ډک و. خلک د خاورو او خځلولاندې شوي و. موږ هڅه وکړه هغوی راوباسو."



د ګل احمد په نوم يو بل کليوال په داسې حال کې چې ستونی يي له ژړا ډک و د ګاونډيانو د وژل کېدو په هکله وويل: "په بمبارۍ کې حاجي فيض الله کور بيخې ړنګ شوی دی، د حاجي فيض الله په ګډون د هغه د کورنۍ يوولس تنه غړي وژل شوي و."



د هلمند والي اسدالله وفا په ملکي خلکو باندې د بريد لامل طالبان وګڼل.



هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: "طالبان د خلکو په کورونو کې پټيږي. له دې امله خلک مړه شول."



د نوموړي له دې خبرې سره د هلمند زيات شمېر خلک يوه خوله دي.



د می د مياشتې په لومړيو ورځو کې د سنګين د ولسوالۍ د هراتيانو په کلي کې خلک د طالبانو په وړاندې راپاڅېدل. د فضل حق په نوم د يو قومي مشر په قوماندې د 750 تنو په شاوخوا کې کليوالو لرګي، تبرونه او ښکاري ټوپکونه په لاس ياغيان له کلي څخه وشړل.



د هراتيانو د کلي يو اوسيدونکي، چې نه يي غوښتل ونومول شي، وويل: "طالبانو د ناتو په کاروان باندې ډزې کولې، خلکو ورته ويل، (پرېږدئ، ځکه که تاسو په هغوی بريد کوئ، نو هغوی بيا موږ بمباروي.)"



هغه زياته کړه، طالبانو کليوالو ته ګواښ وکړ، خو ځايي خلکو له هغوی سره مخالفت وکړ.



آی ډبليو پي آر ته ناکره رپوټونه رسيدلي، چې په يو بل کلي کې اوسيدونکي د طالبانو په کړنو هغومره په غوسه شوي و، چې د هغوی قوماندان يي ووژلو او نور پاتې يي له کلي څخه وشړل.



د ايساف چارواکو په خصوصي توګه له خلکو سره د معلوماتو د نه شتون له امله خپه څرګنديدل او داچې په هلمند کې د خلک د بريد پړه په برتانويانو اچوي.



دا پېښه ښايي د ايساف له ځواکونو سره په سيمې کې د خلکو د زړه له لاسته راوستلو سره مرسته ونه کړي. د ولايتي بيارغاونې ډله وايي چې د امنيتي حالت له امله د بيا رغاونې داسې کوم کار سرته نه شي رسېدای، چې د بريد له امله راولاړ شوی منفي اغېز دې پرې له منځه يوړل شي.



دا بريد ښايي د مرکزي حکومت دريځ ته هم زيان ورسوي.



افغان ولسمشر حامد کرزی د می د مياشتې په لومړيو کې د هرات په ولايت کې له بمياريو وروسته چې له 50 تنو څخه زيات ملکي وکړي په کې وژل شوي و، يوه وينا خپره کړه او د ملکي وګړو مړينه يي د "نه مننې" وړ وبلله.



خو دا وينا ښايي په هلمند کې ونه شي.



د سنګين د ولسوالۍ يو اوسيدونکي وويل: "دا لومړی ځل نه دی، چې بهرنيو ځواکونو بيګناه انسانان وژلي دي. که همداسې دوام وکړي، نو د هلمند ولايت خلک به د حکومت په وړاندې راپاڅيږي."
Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists