افغانان د معلوماتو د آزادۍ غوښتونکي دي

د معلوماتو په ورکړه کې د چارواکو زړه نازړه توب پراخه بې باوري رامنځته کړې.

افغانان د معلوماتو د آزادۍ غوښتونکي دي

د معلوماتو په ورکړه کې د چارواکو زړه نازړه توب پراخه بې باوري رامنځته کړې.

Tuesday, 10 March, 2015

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر ليکنه

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د رابلل شوو مناظرو د لړۍ د ويناوالو له خولې په سيمه ييزو حکومتي ادارو کې د شفافيت نشتوالي خلک خوابدي کړي او فساد يې زيات کړی دی.

د بادغيس، بغلان، بلخ او کابل په ولايتونو کې د غونډو گډون کوونکو شکايت درلود چې د ښاروالۍ چارواکي زياتره د خپلو پروگرامونو او بودجې په اړه د معلوماتو له ورکړې څخه ډډه کوي. دې کار د رسنيو له نه لاسرسي سره يوځای په سيمه ييزو حکومتي ادارو کې د فساد زياتوالي ته لاره هواره کړې ده.  

محمد صديق عاطف، چې د مدني ټولنې په استازيتوب يې د افغانستان د شمال لويديځ ولايت، بادغيس په غونډه کې خبرې کولې، وويل، د اساسي قانون له سپارښتنو سره سره حکومتي کارکوونکي په پرله پسې ډول خلکو سره د معلوماتو له شريکولو څخه غاړه غړوي. 

په بادغيس کې د عبدالسميع قادري په نامه يوه ازاد خبريال وويل، ځينې ځایي چارواکي وخت تېروي ترڅو د رسنيو له سترگو ځانونه پټ کړي.

نوموړي په دوام وويل: «د حکومتي کارکوونکو له خوا د معلوماتو پټول هغه ستره ننگونه ده چې د بادغيس ولايت ژورنالستان ورسره مخامخ دي.»

د بادغيس ولايت د مقر ولسوالۍ د فعالو ځوانانو په استازيتوب محمد عارف بهير وويل، د حکومتي پلانونو او پروگرامونو په اړه د معلوماتو پټولو د دولت او هېوادوالو تر منځ لوی درز رامنځته کړی.

کابل قانوني هڅې کوي چې وضع سمه کړي. د دسمبر په مياشت کې ولسمشر محمد اشرف غني د معلوماتو قانون لاسليک کړ. نوموړی قانون په دولتي ادارو کې د بېساري روڼوالي ژمنه کوي.

د حقوقي چارو ماهر، حفيظ الله خالقيار د بغلان ولايت د غونډې برخوالو ته وويل، قانون ډېر وځنډېده. نوموړي وويل، که دا قانون په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو د رژيم له رانسکورېدو سره سم نافذ شوی وای، د افغاني ټولنې بڼه به ډېر پخوا بدله شوې وای.   

خالقيار زياته کړه: «هغه څوک، چې د قانون سپکاوی کوي، د تعقيب او سزا وړ دی.»

په شمالي ولايت، بلخ کې د مولوي عبدالخليل په نامه يوه خطيب وويل، ځينې ځايي حکومتي کارکوونکي د خپلو گټو د ساتلو په موخه له خلکو څخه معلومات پټوي. هغوی نه غواړي خلک يې په مفسدو اجرااتو خبر شي.  

په کابل کې د حقوقي چارو ماهر، محمد عمر عابد د مناظرې برخوالو ته وويل، د يوې باثباته ټولنې د رامنځته کېدو لپاره شفاف حکومت اړين دی. ديني عالم، محمد عمران په روانه مناظره کې اورېدونکو ته وويل، حضرت جبريل عليه السلام لومړنۍ رپورټره وه چې د الله جل جلاله پيغام يې له لاسوهنې پرته پيغمبرانو ته رساوه. 

 

Frontline Updates
Support local journalists