افغانان د کرزي له ولسمشرۍ ناخوښ دي

له يوې نارسمي سروې څرګنده شوې چې زياتره کابليان د ولسمشر له نژدې يوې لسيزې واکمنۍڅخه نهيلي شوي دي.

افغانان د کرزي له ولسمشرۍ ناخوښ دي

له يوې نارسمي سروې څرګنده شوې چې زياتره کابليان د ولسمشر له نژدې يوې لسيزې واکمنۍڅخه نهيلي شوي دي.

President Karzai attending a NATO summit on Afghanistan, November 2010. (Photo: UN Photo/Evan Schneider)
President Karzai attending a NATO summit on Afghanistan, November 2010. (Photo: UN Photo/Evan Schneider)

په افغانستان کې د آى ډبليو پي آر د خبريال، خان محمد دانشجوليکنه

واکمنۍ ته د حامدکرزي د رسيدو نهه کاله وروسته افغانان د هغه د اجرااتو په اړه زېږې اوتندې خبرې کوي.  يو شمېر وايي چې پر څوکيوګومارل او ځاى په ځاى کول په يو سخت وخت کې د هغه د سياسي پوهې يوه نښه.ده، په داسې حال کې چې يو شمېر نور بيا وايي د هغه ځينو روغو جوړو افغانستان له يو ډېر  بدمرغه حالت سره مخامخ کړى دى.

آى ډبليو پي آر په کابل کې د خلکو د بېلا بېلو پوړونو څه دباندې سلو تنو سره مرکې کړې او د ولسمشر په اړه يې د هغوى نظر پوښتلى دى،چې د ٢٠٠١ کال په دسمبرکې د طالبانو له واکمنۍ څخه راوروسته  د بن د کنفرانس د پرېکړې له مخې د انتقالي دورې د مشر په توګه غوره شو. هغه په ٢٠٠٤ او ٢٠٠٩ کلونو کې دوه ځلې د ولسمشر په توګه وټاکل شو.

د سپتمبر په پارلماني ټاکنو ولسي جرګې ته بريالى نوماندى، عالمي بلخي کرزى د يو هوښيار اوځيرک تاکتيک څښتن بولي، چې په روان بحران کې يې په دپلوماتيکو لارو چارو کورني او بهرني بېلا بېل ځواکونه يوځاى ساتلي دي.  

بلخي دا ومنله چې ولسمشر ددې کار د ترلاسه کولو لپاره "کله ناکله خپل دريځ او نظر بدل کړى ترڅو کراري وساتي او عام احساسات تر ګورت لاندې راولي."

بلخي وايي په پايله کې کرزى پريالى شوى د افغانستان له ګاونډيو هېوادونو او لويديځو دولتونو سره اړيکې نرم کړي. په دې کار هغه توانيدلى دى چې په يو وخت کې د امريکې د متحده ايالتونو، ايران او روسيې په څېر له سيالو لورو سره اړيکي ټينګي کړي اومرستې ترې تر لاسه کړي. 

خو د نورو افغانانو لپاره دا نرمښت کله ناکله د زغم وړ نه و.

د کابل د چهاردهي د سيمې اوسيدونکي، ٤٧ کلن مرتضى وويل: "زما په اند کرزى د سرکس يو لوبغاړي ته پاتې کيږي.  له يوې خوا له هغو لوروڅخه مرسته غواړي چې  امريکا يې بده ايسي او له بلې خوا د تړلو دروازو تر شا امريکايانو ته وايي چې خپه نشي، هغه مازې هغه بل لورى غولوي."

مرتضى په دوام وويل: "کرزى په ... کې ښه دى چې هم په عام محضر او هم په پټه " په لويو موضوعګانو کې له چالاکۍ کار اخلي. هغه داسې خبرې کوي چې ته به وايي هرڅه سم دي. کله چې خپلې موخې تر لاسه کړي، نو له غښتلو افرادو سره بيا معامله کوي او هغې ته د روغې جوړې نوم ورکوي. له دې امله هغه د يو "معامله ګر"  په نامه شهرت لري."

د پلازمينې يو بل اوسيدونکي، اته څلوېښت کلن شاه محمد زياته کړه: "دوه ډوله روغه جوړه شته، يوه سمه او بله ناسمه. د کرزي لاره  منفي ده، هغه ناسمه روغه جوړه کوي."

د شاه محمد له انده کرزى زيات شمېر افغان سياستوال ګومارلي او کار ورسره کوي، چې په تېرو جګړو او نښتو کې ښکېل وو. په دې توګه د قانون په حاکميت، د امنيت په ټنيګښت او عدالت کې پاتې راغلى دى.

شاه محمد وويل: "داسې منفي روغې جوړې هېواد د لا  ستر ناتار لورې ته راکښلى دى."

يو بل مرکه شوى شخص،٢٧کلن احمد مريد موافق و چې کرزى له ډېرو ستونزمنو څېرو سره ښکېل دى، چې هغه يې "جنايتکاران" بولي.   

مريد وويل: "د تېرو لسيزو په بهير کې ما ونه شو کړاى چې ددې سړي رښتينې څېره وګورم، خو يو شى چې د هغه په اړه زما فکر ته راځي، هغه دادى چې هغه د کمزوري هوډ څښتن دى. کله کله خاندي او کله هم ژاړي. کله يوڅوک خاين بولي، خو بيا بل وخت هماغه شخص د يو ورور او وطندوست په نامه يادوي."

يو شمېر نور په دې اند دي چې ولسمشر کرزى په حقيقت کې د افغاني سياست په اړه هغومره نه پوهيږي او د لويوګټه لټوونکوښکار شوى دى.

د کابل پوهنتون د حقوقواو سياسي علومو د پوهنځي استاد، حميرا حقمل وويل: "کله ناکله ښايي کرزى  داسې فکر وکړي چې پرېکړه دده په لاس کې ده، خو دا نور  ځواکونه دي چې په لوبه کې ګډ دي او پر هغه باندې فشار راوړي چې خپل دريځ بدل کړي."  

د حکومت د رسنيو او معلوماتو د مرکز مشر، حکيم عاشر دا ټولې ادعاوې ردکړې، چې پر ولسمشر واردې شوې وې. هغه وايي هغه [ولسمشر] هيڅکله له جنايتکارانوسره معامله نه ده کړې او تل يې د ولس د خير لپاره ګام پورته کړى دى.  

عاشر وويل، د منلو وړ روغې جوړې اړتيا د ولسمشر د دندې او کار يوه برخه ده. اوسنى حالت له هغه څخه دا غوښتنه کوي چې له "ټاکلو ځواکونو" سره د "ملي او نړيوالوګټو" لپاره کار وکړي. 

هغه وويل د ولسمشرۍ په دوو ټاکنوکې برياليتوب  له کرزي څخه د خلکو د ملاتړ کچه څرګنده کړه. 

سره له دې چې په دواړو ټاکنو کې کرزى د يو شمېر سيالو نوماندو له ننګونوسره مخامخ و، خو مرکه شوو خلکو د بل کوم متبادل شخص نوم ياد نه کړ.   

دکابل د يو ښوونځي ښوونکې وويل: "دا سمه ده چې ما ښاغلي کرزي ته دوه ځلې رايه ورکړې ده، خو د بدترو نوماندو په ليکه کې هغه مازې بد و، نوځکه مې بد ته رايه ورکړه."

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists