افغانان د عدالت لپاره طالبانو ته ورځي
خلک د دولت پر پڅ او بې اعتباره عدلي سيستم باندې باور له لاسه ورکړی دی.
افغانان د عدالت لپاره طالبانو ته ورځي
خلک د دولت پر پڅ او بې اعتباره عدلي سيستم باندې باور له لاسه ورکړی دی.
د آی ډبليو پي آر د مناظرو په لړۍ کې د می د مياشتې د يوې غونډې د برخوالو د وينا له مخې افغانان د دولتي فاسد سيستم پر ځای په ،پر مخ زياتيدونکي توگه د خپلو قانوني دعوو د هوارولو لپاره د طالبانو محکمو ته ورځي.
د هېواد په لويديځ زابل ولايت کې د مدني ټولنې يوه فعال عبدالرزاق قيصرخيل وويل، د هغوی عدلي سيستم ډېر فاسد دی.
هغه وويل: «له دې څخه انکار نشي کېدای چې د زابل عدلي ادارې له ستونزو ډکې دي. قاضيان او څارنوالان له خلکو بډې اخلي، له دې امله خلک خپلې دعوې پر طالبانو حل کوي»
قيصرخېل وويل، د دې ولايت حقوقي ادارې د ځايي زورواکانو، د پارلمان دغړو او چارواکو د فشار له امله نشي کولای ناپيېلی پاتې شي.
د زابل د ژورنالستانو د اتحاديې يوه غړي، نصيراحمد ثاقب وويل، دولتي حقوقي سيستم ډېر پڅ او غړند روان دی.
هغه وويل: «اصلی ټکی چې خلک طالبانو ته ورځي او له هغوی د پرېکړې غوښتنه کوي، دا دی چې دلته دعوې په خپل وخت نه هواريږي.»
ثاقب وويل، سربېره پر دې قاضيان او څارنوالان له لويو ښارونو بهر په نور سيمو کې کار نه کوي او که کله کومه دعوه پیدا شي ، چارواکي نشي کولای لرې سيمو ته لاړ شي. په دې شرايطو کې عادي خلک پرته له دې بله چاره نه لري چي د طالبانو محکمو ته لاړ شي.
د زابل د حقوقو رئيس، احمدخان احمدي ومنله چې فساد شته، خو ويې ويل، فساد يوازې په حقوقي ادارو پورې تړلی نه دی.
هغه وويل: «فساد نه يوازې په حقوقي او عدلي ادارو کې موجود دی، بلکې په ټولو دولتي ادارو کې شته. خو خلک ډېر ژر له حقوقي او عدلي ادارو څخه شکايت کوي، ځکه بې برخې او نېستمن خلک هغوی ته ډېر ورځي.»
احمدي زياته کړه، چارواکو د فساد مخه نيولې او يو شمېر خلک لا له وړاندې تر تعقيب لاندې نيول شوي.
د فقيرالله دروېش په نامه يوه قومي مشر وويل، ډېری عادي خلک له نوموړي سيستم څخه قانع نه دي.
هغه وويل: «دلته د څارنوالانو او قاضيانو ليدل ډېر گران دي. قاضي ته په ورتگ يو سړی بايد له لسو بدني تالاشيو څخه تېر شي. کله چې قاضي ته ورسيږي، تر هغه يې نشی کتلای، ترڅو يې په جيب کې يو څه ور وانه اچوي. خلک د دې کار له امله نهيلي شوي دي.»
د زابل د والي وياند، گل اسلام سيال دا مني چې د عدلي او حقوقي ادارو په گډون په يو شمېر ادارو کې څه ستونزې شته، خو ټينگار يې وکړ چې د هغې په وړاندې مبارزه پيل شوې ده.
هغه وويل: «د والي دفتر د فساد د کچې د راټيټولو لپاره کار کوي. والي په هرو دوو اوونيو کې يوځل د حقوقي او عدلي ادارو له چارواکو سره غونډه لري او په دې بحث کوي چې څنگه کولای شي اداري فساد له منځه يوسي.»
د افغانستان په ختيځ، کونړ ولايت کې ويناوالو په ورته ډول سر وټکاوه چې فساد په عدلي سيستم کې يوه ناروغي ده.
د کونړ ولايت د مرورې ولسوال، هميش گلاب شينواري وويل: «فساد د هېواد په حقوقي او قضايي ادارو کې ډېر ورننوتی. که ونه رغاول شي، خلک به اړ وي چی بلوا ته لاس واچوي.»
د مدني ټولنې فعال، سيد جان اسير وويل، خلکو ته په کار دي چې خپل اساسي حقوق وپېژني.
اسير وويل: « په دې اړه عامه پوهاوي خلکو ته معلومات ورکوي چې د قانون له مخې کوم حقونه لري، چارواکي څومره واک لري او د خلکو په وړاندې د هغوی مسؤوليتونه څه شی دي. خلکو ته بايد وويل شي چې له واک څخه د چارواکو ناوړه گټه پورته کول څه شی دی او د هغوی په وړاندې خلک کوم کارونه سرته رسولای شي.»
د افغانستان د ختيځ په لرې پروت ولايت، نورستان کې د يوې مناظرې اوريدونکو واورېدل چې حقوقي سيستم ډېر لږ منابع لري.
دنورستان د ولايتی شورا مرستيال، عمر فاروق وويل: «په نورستان کې محکمې ډېرې ستونزې لري. هيڅکله يې يوه قضيه په سم ډول نه ده هواره کړې. زموږ قاضيان هم مسلکي نه دي. هغوی علمي سيمنارونو ته اړتيا لري.»
د استيناف څارنوالۍ يوه مدافع محمدانور دا خبره رد کړه.
محمد انور وويل: «دا سمه خبره نه ده چې څوک ووايي د څارنوالۍ ادارې له چا سره سم چلن نه کوي يا عدلي سيستم کار نه کوي. موږ له خپل واک سره سم کار کوو.»
نوموړي زياته کړه، ځايي څارنوالان دمگړۍ د اختلاس په شپږو دوسيو کار کوي. يو څو يې مرکزي چارواکو ته سپارل شوي او نورې پاتې به يې ژر پای ته ورسيږي.
د غونډې يو ځوان گډون کوونکي وپوښتل، په هغو سيمو کې چې امنيت کمزوری دی عدالت څنگه تامينیدلای شي.؟
د حافظ سلطان په نامه د مدني ټولنې يوه فعال په ځواب کې وويل، دواړه له يو بل سره نژدې تړاو لري.
هغه وويل: «عدالت هلته تا مینیدای شي، چې سوله تامين شوي وي. ډېره ستونزمنه ده په هغه ځای کې عدالت تامين شي چې سوله پکې نه وي.»