افغانان د امريکا د متحده ايالتونو د سرتېرو د وتلو په هکله زړه نازړه دي

که امريکايي ځواکونه د چا خوښيږي او يا يې بدې راځي، د ګوتو په شمېر خلک له هېواده د هغوی وتل غواړي.

افغانان د امريکا د متحده ايالتونو د سرتېرو د وتلو په هکله زړه نازړه دي

که امريکايي ځواکونه د چا خوښيږي او يا يې بدې راځي، د ګوتو په شمېر خلک له هېواده د هغوی وتل غواړي.

.



افغانان له يوې خوا له تاريخي پلوه په خپله خاوره کې د بهرنيو ځواکونو په شتون خوښ نه دي، خو آن د نژدې شلو زرو امريکايي سرتېرو د کوچنۍ برخې په وتلو هم اندېښمن دي. دا خبره لا په ځانګړې توګه رښتيا ده، چې د ګوانتانامو په خليج کې له بنديانو څخه داښتنو پوښتنو پرمهال د تحقيق کوونکو له خوا د سپېڅلي قرآن د سپکاوي په اړه پروسږکال ډله ييزو رسنيو رپوټونه خپاره کړل.



په بګرام کې له بنديانو سره د ناوړه چال چلن رپوټونه او د امريکايي سرتېرو له خوا د طالبانو د جنګياليو د مړو د سوځولو په هکله د ويدويي فلم پراخه خپرېدا هم د سپکاوۍ سپرغۍ شيندلې دې.



يو زيات شمېر خلک له دې امله شکايت کوي، چې امريکايان ډېر مغرور دي او کله ناکله ناوړه چلن کوي. داسې سلوک او چال چلن د يو شمېر افغانانو په زړونو باندې هغومره اغېز نه کوي.



يو زيات شمېر خلک په دې خبره باندې پوهيږي، چې سوله په افغانستان کې ډېره نازکه ده. هغوی په دې سوچ دي، چې ګوندې واشنګټن د هغوی له هېواد سره نوره مينه نه لري. آيا د ناتو پراخ کړای شوی ځواک، چې په پام کې ده د هېواد په سهيل کې د امنيت د ټينګولو مسووليت په غاړه واخلي، ددې دندې د سرته رسولو جوګه به وي او که نه.



د دسمبر په مياشت کې د امريکا د دفاع وزارت ددې خبرې پخلی وکړ، چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېره له 19000 څخه د 2500 هغو په ايستلو 16500 ته راټيټوي. په همدې وخت کې پنتاګون ويلي، چې په روان کال کې به ناتو افغانستان ته د 3000 برتانوي سرتېرو او 1200 هالنډي ځواکونو په ګډون 6000 سرتېرې واستوي.



يو شمېر خلک د سرتېرو په شمېرې کې تيټوالی له افغانستان څخه د واشنګټن د وتلو پيلامه بولي.



د افغانستان د علومو د اکاډيمۍ غړی او سياسي څېړونکي حبيب الله رفع ګوته وڅنډله: ((که يو ځل بيا امريکا افغانستان هير کړ او يايي کورنيو او يا بهرنيو شرمښانو ته پرېښود، چې په انتظار کې ورته ناست دي، نو دا به د افغان ولس لويه تېرايستنه وي.))



د افغانستان د راديو تلويزيون پخواني مشر او د پيام مجاهد د خپرونې چلوونکي عبدالحفظ منصور وويل: ((که امريکا خپل سرتېرې وباسي، نو طالبان به ډېر ژر بېرته راشي او افغانستان به يو ځل بيا د پخوا په څېر د ترهګرو ځاله شي. دا به يوازې دافغانستان لپاره نه، بلکې د ټولې سيمې لپاره له خطر څخه ډک کار وي.))



منصور وايي، د امريکايانو ځای ناستی نه شته. افغان ملي اردو لا تر اوسه د اړتيا وړ ظرفيت نه لري او د ناتو ځواکونه بيا له سره بل خېل دنده لري. هغه وايي: ((ناتو د سولې او امنيت د ټينګښت دنده لري. هغوی د جګړې لپاره چمتووالی نه لري.))



منصور د يو زيات شمېر نورو خلکو اندېښنې راپورته کړې، چې د ناتو ځواکونه به د سوله ساتې ځواک په توګه ددې وړتيا ونه لري، چې په سهيل کې د مخ په زياتېدونکي بغاوت مخه ونيسي.



د افغانستنان پوځي کړۍ دا راز ډار له سره نه مني.



د افغانستان د دفاع وزير، جنرال رحيم وردګ وايي: ((هغه سرتېري، چې د افغانستان په سهيل کې د امريکا تر مشرۍ لاندې د ايتلاف ځای نيسي، د ايتلافي ځواکونو په پرتله غښتلي دي. زما باور دادی، چې هغوی به زيات اغېزمن وي. (د دندې سپارل) زموږ د اندېښنې لامل کېدای نه شي.))



د ايتلافي ځواکونو وياند، ډګروال لورانت فاکس هم ناتو ته د دندې د سپارلو ارزښت د اندېښنې وړ خبره ونه منله.



هغه وويل: ((زه په دې اند يم، چې برتانوي سرتېري، هالنډي سرتېري او کاناډايي سرتېري زموږ په پرتله (په سهيل کې) زياته وړتيا ولري. هغوی کارونه په ډېره ښه توګه سرته رسوي او د برياليتوب اوږده مخينه لري.))



د ناتو نوی پوځ به به رښتيا له يوې ننګونې سره مخامخ وي، هغسې چې د هالنډ په پارلمان کې پرې په پای کې له موافقې دمخه تودې ناندرۍ ووهل شوې. توقع ده، چې هالنډي سرتېرې به د ارزګان په بې ثباته ولايت کې امنيت ټينګ کړي.



په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالتونو سفير، رونالد نيومن د دسمبر په وروسيتو کې په واشنګټن کې له اخباروالاوو سره په خبرو کې له ستونزو سره، په تېره بيا د ارزګان په څېر سيمو کې، د نويو سرتېرو د مخامخ کېدو خبره ومنله.



هغه وويل: ((دا يقيني ده، چې دا د سولې ساتنې يو ماموريت نه دی. هغه مهال چې سړی له يو فعال بغاوت کوونکي ځواک سره مخامخ کيږي، هغې ته د سولې ساتنه نه وايي.))



خو فاکس په دې ټينګار کوي، مخ په زياتېدونکي بيا بيا بريدونه ددې نښه ده، چې ايتلافي ځواکونه د ګټلو په حال کې دي.



هغه وويل: ((په ځانمرګي بريدونو او چاودنو کې زياتوالی راغلی دی. دا يا ددې نښه ده، چې (طالبان) غښتلي شوي او يا نهيلي شوي. زه په دې اند يم، چې هغوی نهيلي شوي.))



خو يو شمېر نور له دې خبرې سره موافق نه دي، وايي، د ځواکونو ايستل به ددې يوه نښه وي، چې طالبان او القاعده ډګر ګتي.



سياسي څېړونکی، محمد قسيم اخګر وايي: ((د امريکا وتل د هغې د مخالفينو لپاره يو برياليتوب دی. دا ددې نښه ده، چې هغوی بايد خپله جګړه په مخکې يوسي.))



يو بل سياسي څېړونکي او د پيام د مياشتنۍ چلوونکي، فضل الرحمن اوريا وايي: ((د امريکا له وتلو سره به سياسي، پوځي او اقتصادي ناتار ملګری وی.))



يو شمېر خلک په هېواد کې د مخ په زياتېدونکي تاوتريخوالي پړه د امريکا د متحده ايالتونو د تګلارې په ناسموالي اچوي.



رفيع وايي: ((که چېرته امريکا د هېواد په سهيل او ختيځ کې په رښتينې توګه کار سرته رسولی وای، که چېرته هغوی د خلکو په ژوند کې ښه والی راوستی وای، نو زه په ډاډ ويلای شم، چې دا جګړه به اوس نه وای. اوس به هيڅ ستونزه نه وای.))



داسې بريښي، چې زيات شمېر عادي افغانان له دې خبرې سره موافق دي.



په کابل کې يوه 40 کلنه ښوونکې، نفيسه وايي: ((زه له امريکايانو څخه پوښتنه کوم، چې تاسو له ترهګرۍ سره د مبارزې او د سولې د تامين لپاره راغلي ياست، ايا دا کار مو سر ته رسولی؟ که هو، نو ولې لا اوس هم په هېواد کې جګړه روانه ده؟ او که چېرته مو نه وي کړي، نو ولې (بېرته) درومئ؟))



نوموړې زياتوي: ((که چيرته امريکايانو افغانستان هير کړ، نو هغوی به له ترهګرۍ سره په خپل کور، واشنګټن کې، جګړه وکړي.))



يو شمېر نور ټينګار کوي، چې د پوځ د يوې برخې لېږدونه په پټه ددې خبرې منل دي، چې د امريکا د متحده ايالتونو ځواکونو لا له پخوا څخه خپل هرکلی ليدلی دی.



اخګر وايي: ((د امريکا حکومت يوازې دا غواړي، چې په افغانستان کې د امريکا په وړاندې احساسات چوپ او کرار کړي. هغوی غواړي د طالبانو پروپاګند ته غبرګون وښيي، چې وايي د هغوی سرتيري دلته د نيواک (اشغال) لپاره راغلي دي.))



د افغاني اردو يو پخوانی ډګروال، غريب الله وايي، څومره چې ژر امريکايان له افغانستان څخه ووځي، هغومره ښه ده.



هغه وايي: ((امريکايانو موږ ته د ګټې پرځای تاوان راوړی. هغوی خپل غلام، پاکستان، زړور کړ، چې د ترهګرۍ په وړاندې د جګړې په پلمه زموږ د خاورې يوه برخه ونيسي. په پاکستان باندې د بمبارۍ پر ځای، چې د ترهګرو ځاله ده، هغوی زموږ کلي او بانډې بمبارد کړې او زيات شمېر بېګناه خلک يي ووژل.))



نوموړی وايي: ((محکمې ته د جګړې د جنايتکارانو د راکش کولو پر ځای يې هغوی زموږ د مظلوم ولس په سر حاکمان کړل. موږ د داسې ملګرو له لرلو بېزاره يو.))
Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists