افغانان باوري دي چې امنيت ته د قانون واکمني ډېره اړينه ده

سيمه ييز ماهران وايي، ټولنيزه بې عدالتي ځوانان له طالبانو سره يوځای کېدو ته هڅوي.

افغانان باوري دي چې امنيت ته د قانون واکمني ډېره اړينه ده

سيمه ييز ماهران وايي، ټولنيزه بې عدالتي ځوانان له طالبانو سره يوځای کېدو ته هڅوي.

Tuesday, 9 December, 2014

په افغانستان کې د آی ډبليو د ليکوالو ليکنه

تېره مياشت د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې رابلل شوې مناظرې کې برخوالو د دې خبرې پخلی وکړ چې په افغانستان کې د قانون واکمني جگړې، فساد او د نشه يي توکو لېږد رالېږد ډېره ځپلې ده.

په مناظرو کې د کندوز، باميانو او فراه ولايتونو زياترو گډون کوونکو ومنله چې په افغانستان کې د سولې تامين د امنيت له تامين او د قانون له مناسب رعايت پرته شونی نه دی. 

يو شمېر ويناوالو وويل، د عدالت احساس د خلکو په ژوند کې ډېر مهم هڅوونکی دی. هغوی په افغانستان کې د طالبانو پياوړي کېدل د قانون په واکمنۍ کې د حکومت د پاتې راتگ لامل وباله.

د شمال ختيځ ولايت، کندوز د سولې د شورا سکرتر، وحيدالله رحماني مناظرې ته وويل، د دې پاتې راتگ له امله بې عدالتي پراخه شوې او له امله يې زيات شمېر ځوانان د ياغيانو له ليکو سر يوځای شوي دي.

په کندوز کې د مدني ټولنې يوې فعالې، مرضيې رستمي زياته کړه، چارواکي د معافيت له فرهنگ څخه برخمن دي او پر حکومت يې غږ وکړ چې د دې کار مخه ونيسي.

د افغانستان عدلي سيستم هم تر نيوکو لاندې راغی. ويناوالو پر هغه پړه واچوله چې په بې پرې او عادلانه ډول د عدالت په تامين کې پاتې راغی دی.

د افغانستان په مرکزي برخه کې د باميانو د والي، وياند، عبدالرحمن احمدي ومنله چې حکومت کله ناکله د خپل قانون په پلي کولو لاسونه او پښې وهي. نوموړي د بېلگې په توگه د رسنيو قانون ته گوته ونيوه، ويې ويل: «هغه مهال چې قانون تصويب شو، افغانان د رسنيو د معاصرو وسايلو او د هېوادوالو له موجودو اړتياوو سره اشنا نه وو. البته، دې موضوع د قانون د پلي کولو ادارو په وړاندې ډېرې ستونزې رامنځته کړې.»

د پوهنتون استاد، شفق قومياري د باميانو مناظرې ته وويل، سوله يوازې هغه مهال تامنيدای شي چې د بشري حقونو رښتينی درناوی وشي.

د لويديځ ولايت، فراه په مناظره کې د افغانستان د مشرانو جرگې غړي، گل احمد عظيمي وويل، قانوني سيستم د موجود فساد او له قانون څخه د جگپوړو چارواکو د پورته والي د احساس له امله په سم ډول پر مخ نه ځي.

د مدني ټولنې فعال، جاوېد تابش زياته کړه، په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو د رانسکورېدو راهيسې په فراه ولايت بې شمېره جنايتونه سرته رسېدلي دي، خو چا ورته هيڅ پام اړولی نه دی

Frontline Updates
Support local journalists