افغانان احساسوي چې له سياسته بهر پاتې دي
داسې شکايتونه پورته کيږي چې سياسي گوندونه خپل شخصي ګټو ته کار کوي، نه د ولس خير ښيگڼې ته.
افغانان احساسوي چې له سياسته بهر پاتې دي
داسې شکايتونه پورته کيږي چې سياسي گوندونه خپل شخصي ګټو ته کار کوي، نه د ولس خير ښيگڼې ته.
په روانه مياشت کې د آی ډبليو پي آر د مناظرو د لړۍ د درېو غوڼدو د برخوالو په وينا سياسي گوندونه په افغانستان کې سره ويشلي او له ملي يووالي سره ډېره لږه مينه لري.
د ننگرهار، وردگو او لوگر په ولايتونو کې ويناوالو شکايت وکړ چې د گوندونو د کړنو له امله پر دموکراتيک بهير د ولس باور ډېر راتيټ شوی دی.
د کابل سويل ته په لوگر ولايت کې د ولايتي شورا غړي، حاجي محمد قسيم خوشيوال وويل، سياسي گوندونه بې اتفاقۍ ته لا پسې لاره هواروي چې لا له وړاندې په افغاني ټولنه موجوده ده.
هغه وويل: «گوندونه په افغانستان کې يوازې په دې هڅه کې دي چې شخصي موخې لاس ته راوړي او يا په چل ول ځانونه واک ته ورسوي.» نوموړي زياته کړه، د هغوی فعاليتونه په سم ډول تر قانوني څار لاندې نه دي.
د لوگر د ځوانانو د چارو رئيس، محمد کاظم وويل، سياسي ډلې پر تنگو سمتي او قومي گټو ولاړ دي او نشي کولای د ملي يووالي احساس رامنځته کړي.
نوموړي وويل: «ولس نه پوهيږي چې گوندونه خپل مالي لگښت له کومه کوي. گوندونه نشي کولای چې يوازې له حق العضويت څخه خپل لگښتونه پوره کړي. زه په دې اند يم چې بايد د سياسي ټولنو او گوندونو شمېر راټيټ شي، تر څو له يوې خوا د ولس د لا بې اتفاقۍ مخه ونيول شي او له بلې خوا له گوندونه سره مرسته وشي چې په رښتا هم خلکو ته خدمت وکړي.»
د افغان ملت گوند استازي، محمد قيوم سيال يادونه وکړه، زياتره لوی سياسي گوندونو په جهادي تنظيمونو کې ريښې ځغلولې، چې په ١٩٨٠ کلونو کې يې د شوروي اتحاد تر سيوري لاندې حکومت سره جگړه کړې.
سيال ويل: «کله چې روسان له افغانستان څخه ووتل، دې گوندونو ونه کړای شول چې مثبت رول ولوبوي. د هغوی تر منځ د [١٩٩٢ - ١٩٩٦] کلونو په تنظیمي جگړه کې ٦٠٠٠٠ تنه بيگناه کابل ښاريان شهيدان شول.»
د افغانستان د سياسي گوندونو قانون وايي هرڅوک کولای شي گوند جوړ کړي، خو د دی گوندونو موخې بايد د اسلام له قانون سره ضديت ونه لري، له زور او گواښ کار وانخلي، قومي، توکميز، ديني يا سيمه ييز تبعيض ته لاره پرانه نيزي. نه عامه نظم گډوډ کړي او نه له وسله والو ډلو ټپلو سره تړاو ولري او نه له بهر مالي مرسته ترلاسه کړي.
د آی ډبليو پي آر د مناظرې برخوالو وويل، دا قانون زياتره تر پښو لاندې کيږي.
د اپرېل په اوومه نېټه، د کابل سويل لويديځ ته د وردگو په ولايت کې ويناوالو شکايت وکړ چې زياتره سياسي گوندونه د ايديالوژۍ پر بنسټ نه، بلکې د ځينو فرصتونو له امله رامنځته شوي.
د هغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنگ رئيس، محمد اورنگ مختار وويل، د افغانستان سياسي گوندونه ټول د پيسو لپاره جوړ شوي. زيات شمېر يې د ځانگړو بسپنه کوونکو يا بهرنيو هېوادونو له خوا جوړ شوي. کله چې مرستې بندې شي، گوندونه دوام نشي کولای.
هغه وويل: «يو شمېر گوندونه ولسمشرۍ يا پارلماني ټاکنو ته د سيالۍ لپاره د لنډ وخت لپاره جوړ شوي. له گټلو يا بايللو وروسته بېرته له منځه ځي.»
د مدني ټولنې فعال، ولي محمد الهام وويل، سياسي گوندونه ښايي يو شمېر بنسټيز ارزښتونه ولري.
هغه وويل: «هغه گوندونه، چې د سياسي ايديالوژۍ پر بنسټ جوړ شوي، تر اوسه موجود دي.»
د وردگو د والي وياند، عطاء الله خوگياڼي مناظرې ته وويل، زياتره سياسي ډلې ټپلې له خپل زوره کار اخلي.
هغه وويل: «سياسي گوندونه دلته له خپلې دايرې پښه بهر ږدي. کله ناکله د اجرايي چارواکو په څېرعمل کوي، سره له دې چې سياسي گوندونه ښايي دا کارونه ونه کړي.»
د اپرېل په شپږمه په ختيځ ولايت، ننگرهار کې د جوړې شوې مناظرې ويناوالو يادونه وکړه، چې لږ شمېر ښځې په سياسي گوندونو کې فعاليت کوي.
د مدني ټولنې يوه فعال، شمشاد وويل، محافظه کارو بنديزونو، له درې لسيزو اوښتې جگړې او لږې زده کړې ښځې له سياست څخه بهر کړي دي.
هغه وويل: «د ملي يووالي حکومت بايد د ښځو د حقونو د ډاډمنولو لپاره د اسلامي شريعت او احکامو په رڼا کې عملي گامونه واخلي. اوس بايد د ښځو حقونه شعار نه، بلکې عملي اړخ ومومي.»
سياسي فعال، منگل شېرزاد له دې خبرې سره موافق و، چې ښځې نشي کولای په افغاني سياست کې د پام وړ رول ولوبوي.
نوموړي پر سياسي گوندونو پړه واچوله چې نشي کولای حکومت حساب کتاب ته راکاږي.
شېرزاد وويل: «په افغانستان کې د وړ او مناسبو سياسي گوندونو د نشتوالي له امله د نړيوالې ټولنې ١٠٤ مليارډه ډالره مرسته د حکومت له خوا په اړينو کارونو لگيدلي نه ده.»
محمد آصف شينواري، چې له يوې سياسي ډلې سره تړاو لري، د بدلون او دوام غږ وکړ ويې ويل، په افغانستان کې ډېر گوندونه موجود دي، وروستۍ شمېره يې له ١٢٠ اوړي.
هغه وويل: «افغان سياسي گوندونه د خلکو د هيلو د غبرگولو په موخه نه دي رامنځته شوي او نه زموږ د هېوادوالو د غوښتنو استازيتوب کوي.»