افغان ژورنالستان تر ګواښ لاندې دي

حکومت د بيان د ازادۍ د درناوي ادعا کوي، خو ژورنالستان بيا بل څه وايي.

افغان ژورنالستان تر ګواښ لاندې دي

حکومت د بيان د ازادۍ د درناوي ادعا کوي، خو ژورنالستان بيا بل څه وايي.

.



کله چې محمديار په يوې غونډې کې له يو تن سره د حامدکرزي په وړاندې د ولسمشرۍ لپاره د يو وتلي نوماندي، اشرف غني احمدزي په اړه خبرې کولې، نو د هغه د ادعا له مخې د پوليسو له بريد سره مخامخ شو.



هغه وويل: "د يو شمېر حکومتي مامورينو اوهمدارنګه د ژورنالستانو په حضور کې [هغوى] بهر يوړم او ويې وهلم. هغوى په خپلو وسلو او لغتو ووهلم آن تر دې چې په پښو نشوم ودرېداى."



د افغانستان په سهيلي پښتون ميشته سيمه کې، کندهار د کرزي ټاټوبى دى.د ولايتي شورا مشر، احمد ولي کرزى د [حامد] کرزي ميرنى ورور دى. د کندهار ژورنالستانو له پخوا څخه شکايت درلود چې چارواکي رسنۍ ترګورت لاندې ساتي او د بيان ازادي محدودوي.



محمديار وويل: "په کندهار کې ديکتاتوري ده. مامورين يوازې هغه مهال خپرونو ته اجازه ورکوي چې هغوى ته د منلو وړ وي. که هغوى يو لړ واقعيتونه، چې د چارواکو نيمګړتياوې په ګوته کوي، ووايي، نو د خپرولو اجازه يې نه ورکوي."



محمديار وايي چې څو څو ځلې ګواښول شوى دى.



هغه وويل: "د کندهار د راديو خبرونه هغه خبرونه، نه دي چې ژورنالستان يې ورکوي. هغوى هغه څه خپروي چې د چارواکو په خوښه وي. که يو ژورنالست داسې کوم کار وکړي، چې د حکومت په ګټه نه وي او د ژورناليزم له اصولو سره برابر هم وي، نو هغه يو دښمن بلل کيږي. له دې امله وهل کيږي، وژل کيږي او يا له کندهاره شړل کيږي."



د کندهار چارواکي د خبرونو د سخت سانسور او د ژورنالستانو د په نښه کولو په اړه د محمديار ادعاوې نه مني. خو د پوليسو له خوايې د محمديار په وهلو اعتراف وکړ.



د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس، عبدالمجيد بابي وويل: "په کندهار کې ديکتاتوري نشته. پر محمديار د بريد په مهال موږ د "انارګل" د مشاعري د بهير په منځ کې وو."



هغه وويل: "والي اعلان کړى و چې دغه مهال به سياسي کمپاين نه کيږي. موږ محمديار پېژنو. هغه يو ښه شاعر دى. خو هغه د اشرف غني لپاره په کمپاين پيل وکړ، له دې امله پوليسو ووهلو. دا سم کار نه و. زموږ پوليس ښه روزل شوي نه دي."



د ژورنالستانو د حقونو د موسسې په وينا د محمديار قضيه يوازنۍ قضيه نه ده.



د رسنيو د څار د خبرپاڼې مشر، صديق الله توحيدي، چې د ژورنالستانو په وړاندې د تاوتريخوالي پر قضيو غور کوي، وويل: "سږنى کال تر پخوانيو کلونو ناوړه دى."



د توحيدي د وينا له مخې د رسنيو د څار دفتر د ٢٠٠٩ کال د مارچ د مياشتې راهيسې ٧١ قضيې ثبتې کړي دي. په دې قضيو کې د قتل درې، د بندي کولو يا وهلو ډبولو اووه دېرش او د تيليفون له لارې د ګواښونې لس قضيې شاملې وې.



د ژورنالستانو د ملي اتحاديې وياند او د کابل اوونيزې چلوونکي، فهيم دشتي ددې خبرې تاييد وکړ چې سږنى کال يو ناوړه کال دى.



هغه وويل: "له شک پرته سږنى کال تر بل هر کال ناوړه دى. امنيتي چارواکي د خپلودندو په سرته رسولو کې پاتې راغلي دي. هغوى غواړي ژورنالستانو ته د ستونزو د راولاړولو له لارې پر واقعيتونو خاورې واړوي. ژورنالستان د ياغيانو په پرتله له حکومت سره زياتې ستونزې لري."



دشتي د اطلاعاتو فرهنګ د وزارت په چارواکو د ژورنالستانو د حمايت په اړه د نه اقدام له امله پړه واچوله چې د رسنيو د ساتلو دنده لري.



د [اطلاعاتو او فرهنګ] د وزارت وياند، حميد ناصري وردګ ومنله چې ژورنالستان تر ګواښ لاندې دي. هغه ټينګار وکړ چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ستونزې د هوارولو په اړه فعالانه هڅه کوي.



هغه وويل: "موږ په پلازمينې او ولايتونو کې د ژورنالستانود خونديتوب په اړه له امنيتي چارواکو سره غونډې کړي دي. موږ د ژورنالستانو د خونديتوب په اړه زيات شمېر ليکونه امنيتي چارواکو ته استولي دي."



هغه وويل د [اطلاعاتو او فرهنګ] وزارت خپلې دندې سرته رسوي، نور په امنيتي چارواکو پورې اړه لري چې په دې اړه ګامونه واخلي.



په عين وخت کې ژورنالستان د ياغيانو تر ګواښونو لاندې دي، چې زياتره د حکومت په پلوۍ يې تورنوي. څو تنه ژورنالستان تر هغه وروسته پټ دي چې ژوند ته يې د طالبانو د استازو له خوا ګواښونه شوي وو.



برسېره پر دې ژورنالستان وايي چې عمده ګواښ د هغوى د خپلو چارواکو له اړخه دى.



په کابل کې د محمود فايض په نامه د تمدن د تلويزيون يو خبريال د اکتوبر په مياشت کې په کابل کې د بهرنيو چارو په وزارت کې يو مطبوعاتي کنفرانس ته د ورتګ په لار کې بندي شوى او وهل شوى و.



هغه وويل: "يوناڅاپه پوليسو زما کمره واخيسته او زما په وهلو يې پيل وکړ. ما قوماندان ته وويل پرې نه ږدي چې پوليس يې له ما سره داسې ناوړه چلن وکړي. خوهغه هم زه ووهلم. پوليس ځکه له ژورنالستانو سره داسې چلن کوي چې موږ د هغوى له جنايتونو څخه پرده پورته کوو. هغوى نه غواړي چې خلک پر واقعيت پوه شي."



فايض وويل کې د داسې ناوړه چلن د مخنيوي لپاره ګامونه پورته نشي، نو زيات شمېر ژورنالستان به له خپل مسلک څخه لاس واخلي. يو شمېر ژورنالستانو لا له وړاندې د خپلو کارونو او استوګنو ځايونه پرېښي دي او په پلازمينې کې يې پناه اخيستې ده.



شېرمحمد حيدر په غزني کې د پژواک خبري اژانس يو ژورنالست و. هغه وويل: "زه اړ شوم چې کورنۍ مې کابل ته وليږدوم. زما ژوند تر ګواښ لاندې و."



د کورنيو چارو د وزارت وياند، زمري بشري ومنله چې پوليس کله ناکله له ژورنالستانو سره نامناسب چلن کوي، خو ټينګار يې وکړ چې داسې قضيې پلټل کيږي او مجرمينو ته يې سزا ورکول کيږي.



بشري اقرار وکړ چې د فايض د قضيې په اړه پوليسو تيرى کړى و.



هغه وويل: "موږ د تمدن خبريال ته ورغلو او بښنه مو ترې وغوښته. موږ له افغاني دود سره سم هغه ته له ځان سره پسه يوړ."



نوموړ ي زياته کړه، په کابل اوکندهار کې د ژورنالستانو په وړاندې د ناسم چلن په قضيو کې ښکېل پوليس يا بنديان شوي او يا هم تبديل شوي دي.



بشري له ژورنالستانو څخه غوښتنه وکړه چې له پوليسو سره همکاري وکړي. هغه وويل: "پوليس د ژورنالستانو د خونديتوب لپاره له ځانونو څخه تېريږي. ژورنالستان هم ښِايي له پوليسو سره ګډه مرسته وکړي."



سياسي شنونکى او ليکوال، احمد سعيدي د بيان د ازادۍ او د ژورنالستانو د حقونو په اړه د حکومت ادعاوې ردوي او هغه مازې پروپاګند بولي.



هغه وويل: "حکومت تر اوسه هغه خلک نه دي نيولي چې د ژورنالستانو په وژلو تورن دي. هغوى سمې پلټنې نه دي کړي. هغوى د ژورنالستانو په وړاندې ستونزې او خنډونه راپورته کوي."
Frontline Updates
Support local journalists