Afghan Youth Debates: Allegations of Election Staff Bias

Afghan Youth Debates: Allegations of Election Staff Bias

په افغانستان کې د نثار احمد ليکنه

ټاکنو ته د ولاړو نوماندانو له خوا د ټاکنو په خپلواک کميسون کې د خپلو خلکو د ورځايولو په اړه ادعاگانې د آی ډبليو پي آر په يوې مناظرې کې راپورته شوې چې د هېواد شمالي او سويلي دوه ولايتونه يې سره نښلولي وو.

د هېواد په سويل کې د کندهار ولايت محصلانو وويل، زيات شک موجود دی چې يو شمېر نوماندانو د اپرېل د پنځمې نېټې د ټاکنو د څارونکو په ډله کې خپل کسان ورننه ايستي دي. 

د آی ډبليو پي آر مناظره د فبرورۍ په ٢٤ د سکايپ له لارې د کندهار او مزارشريف د محصلانو په گډون جوړه شوې وه.

د مختار احمد اميري په نامه يوه محصل له ويناوالو وپوښتل، ايا هغوی له دې گونگوسو خبر دي. که دا خبره رښتيا ثابته شي، نو دا لاسوهنه ټاکنيز بهير څومره ټکنی کولای شي. 

هغه وپوښتل: "داسې اندېښنې شته چې د [کمپاين] ډلو لا له وړاندې خپل سړي په ټاکنو کې د لاسوهنې په موخه د ټاکنو په خپلواک کميسون کې ورځای کړي. دا خبره څومره رښتيا ده؟"

په بلخ ولايت کې د ټاکنو د خپلواک کميسون استازي، عزت الله ارمان دا ادعا ونه منله او ټينگار يې وکړ چې د کارکوونکو د گومارلو چارې عادلانه او د ټاکنو د بورډ له واک پورته وې.

هغه وويل: "زموږ د گومارنې کړنلاره د قانون له مخې سرته رسيږي."هغه زياته کړه، داسې کومه لاره نشته چې کوم نوماند دې وکړای هغه په خپله گټه وکاروي.

د کندهار په ويناوالو کې د باچاخان د ښوونيزو زده د مرکز رئيس، شېرشاه رشاد او د اقتصاد د پوهنځي استاد، عبدالمجيد حاجي زوی او همدارنگه د بلخ په ويناوالو کې د ټاکنو د خپلواک کميسون کارکوونکی، ارمان او د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون وياند، حکيم حميدي شامل وو.

د ژورناليزم يوه محصل، محمد نسيم نوري د مناظرې برخوالو ته وويل چې زياتره محصلان په ټاکنو کې د پراخه درغلۍ د شونتيا په اړه اندېښمن دي.

هغه ادعا وکړه، د مدني ټولنې ډلې لا تر اوسه ځوانې دي او سمه تجربه او پوره شمېر نه لري چې وکړای شي د رايې ورکولو بهير په اغېزمن ډول وڅاري. لرې پرې ولسوالۍ په ځانگړي ډول له دې گواښ سره مخامخ دي. 

هغه وپوښتل: "ايا فکر نه کوئ چې په لرې پرتو او کاواکه سيمو کې به د رايې ورکولو روڼتيا د مدني ټولنو د موسسو او نورو څارونکو ډلو د نشتوالي له امله تر پوښتنې لاندې راشي؟"

رشاد په ځواب کې وويل، دا د ټاکنو د خپلواک کميسون دنده ده چې د فساد له گواښ سره د رايو د ورکولو په مرکزونو کې د زيات شمېر څارونکو د گومارلو له لارې د دې کار مخه ونيسي. هغه پر چارواکو غږ وکړ چې د ټاکنو په څارلو کې د مرستې لپاره د "ځايي مشرانو او نور متنفذو افرادو"په گډون کمېټې جوړې کړي.

د بلخ د پوهنتون يوې محصلې، ثنا عظيمي د اپرېل په پنځمې نېټې ټاکنو کې د ښځو د رايو ورکولو په اړه د مناظرې له ويناوالو وپوښتل؛ د بشري حقونو موسسو گوته څنډلې چې د ښځو په وړاندې تعصب به د ښځو د گډون په وړاندې ستر خنډ وي.

يو بل گډون کوونکي وپوښتل: "دا به څنگه تضمين شي چې د کندهارښځې وکړای شي په ازادانه ډول په ټاکنو کې برخه واخلي او د خپلې خوښې نوماند ته رايه ورکړي؟"

رشاد وويل، افغان امنيتي پوځونو ژمنه کړې چې د رايو ورکولو د مرکزونو امنيت به ټينگ کړي.

هغه وويل: "د رايو ورکوونکو څلوېښت سلنه رايې په کندهار کې د ښځو په نومونو ثبت شوي دي."

په دې ويديويي کنفرانس کې گډون والو محصلانو د غوڼدې هرکلی وکړ، چې ويې کړای شول د هېواد د بلې سيمې له خلکو سره تړاو ټينگ کړي.

نوري وويل: "د هغو رښتينو ستونزو په اړوند خبرې اترې او د نظر تبادله، چې زموږ ټولنه ورسره مخامخ ده، ډېره سودمنه تجربه ده."

نثار احمد د کندهار پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ –د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists