افغان رايه ورکوونکي د «جنګ سالارو‎» په کانديدو خپه دي

سياستوال په پارلمان کې په خپل شتون د خپلو تېرو کړنو له سزا ليدلو څخه مصؤن پاتې دي.

افغان رايه ورکوونکي د «جنګ سالارو‎» په کانديدو خپه دي

سياستوال په پارلمان کې په خپل شتون د خپلو تېرو کړنو له سزا ليدلو څخه مصؤن پاتې دي.

د آی ډبليو پي آر د خبريالانو ليکنه

د افغانستان د شمال د سرپل ولايت اوسيدونکي د هغونوماندو په وړاندې کمپاين کوي، چې د هغوی په اندپخوانی جنګ سالاران دي او اوس يې ځانونه پارلمان ته کانديد کړي دی.

هغوی د افغانستان د ټولټاکنو پر دفترغږ کړی چې د حاجي محمد رحيم او ګل محمد پهلوان نومونه د سپتمبر د مياشتې په پارلماني ټاکنو کې د نوماندو له لست څخه وباسي، ځکه هغوی دواړه د ملېشو پخوانی قوماندانان وو.

په کمپاين کې دې ټکو ته ګوته نيول شوې وه، چې د ملېشو پخوانيو قوماندانانو ته د افغانستان په تېر نژدې تاريخ کې د خونړۍ جګړې او وينې تويولو په وړاندې بښنه شوې او د ولسي جرګې ۲۴۹ څوکيو ته د ۲۶۰۰ نوماندو په ډلې کې د ودرېدو لپاره د څېړلو په تګلارې کې يې پر نيمګړتياوو سترګې پټې شوې دي.

تېره مياشت د سرپل په لسګونو اوسيدونکو د مزارشريف په ښارکې د دوو تنو د نوماندۍ له امله په لاريون لاس پورې کړ او غوښتنه يې کوله چې د هغوی د نوماندۍ مخه دې ونيول شی او محاکمې ته دې راکښل شي.

په داسې حال کې چې په تاجيک توکمه جمعيت اسلامی پورې تړلي پخواني قوماندان، رحيم د سرپل له ولايت او پهلوان، چې په نوي يمو کلونو کې يې د ازبک توکمه ملېشو مشري کوله، له ګاونډي ولايت، فارياب څخه ځانونه کانديد کړي دي..

پر دواړو افرادو د سرپل د ولايت د اوسيدونکو نيوکې د هغوی په پخوانی تېر ناوړه چلن پورې اړه لري، چې د هغوی تر قوماندې لاندې وسله والو ډلو په نوموړي ولايت کې سرته رسولی و.

د مزارشريف په نوموړي لاريون کې يو برخه وال د شاهمردانقل په نامه يو شخص و، چې ځان يې د تخرګ په لکړو ټينګ نيولی و.

هغه وويل: «زه حميدالله کوچک (د پهلوان پخواني ملګري) تر دې اندازې وهلی او ډبولی وم، چې اوس دادی تر نامه لاندې فلج شوی يم. که ګل محمد پارلمان ته لاره پيدا کړه، نو دا ځل به مو ژوندي وخوري.»

نوموړی زياته کړه: «زه نه پوهيږم چې حکومت له دې خلکو څه غواړي. پارلمان ته د ورتګ پر ځای بايد هغوی سزا وويني. له خدايه غواړم، چې دې ظالمانوته سزا پخپله ورکړي، ځکه حکومت نور شتون نه لري.»

پهلوان آی ډبليو پي آر ته په يوې تليفوني مرکې کې وويل، حميدالله، چې وروسته طالب جنګياليو وواژه،د هغه تر لاس لاندې يو قوماندان و، خو له کوم ناوړه چال چلن څخه يې انکار وکړ.

هغه وويل: «موږ هغه چا بد نامه کړي يو،چې زموږ بد غواړي. موږ کوم جنايت نه دی کړی. خلکو له ما څخه غوښتنه وکړه، چې پارلماني ټولټاکنو ته ځان ونوموم.» . ..

همدا راز رحيم آی ډبليو پي آر ته د تليفون له لارې وويل، د ملېشو مشران په رسمی توګه له ناوړو اعمالو څخه سپين شوي دي. .

هغه وويل، په نوي يمو کلونو کې «هر قوماندان پر خپلې سيمې واک چلاوه. [ولسمشر حامد] کرزي هغوی ټولو ته عمومي عفوه اعلان کړه. زه د هغو خلکو ادعاوې ردوم چې مزارشريف ته تللي او لاريون يې کړی دی.

رحيم يو قانون ته ګوته ونيوه چې افغان پارلمان په ۲۰۰۷ کال کې تصويب کړی دی. ددې قانون له مخې ټول هغه جنګيالي له عدلي تعقيب څخه معاف شوي چې په ۱۹۸۰ کې د شوروي په وړاندې له جګړې نيولې بيا د نوي يمو کلونو په لومړيو کې ترکورنۍ جګړې او ورپسې د طالبانو ترواکمنۍ او په ۲۰۰۱کې د لويديځ تر مداخلې پورې جګړو کې په وينو تويولو تورن وو.

کرزي هغه مهال نوموړی قانون توشيح نه کړ، ځکه د بشري حقونو د کورنيو او نړيوالو موسسو له خوا زياتې نيوکې وشوې. د نوموړي قانون برخليک د ۲۰۱۰ کال تر مارچ پورې ناڅرګند و، خو د ولسمشر دفتر اقرار وکړ چې نوموړی قانون د هغه له لاسليک پرته نافذ شوی دی.

ددې کار له امله د افغان مدني ټولنې د ۲۴ ډلو ايتلاف پر نوموړي قانون د بيا غورغږ پورته کړ. هغوی وويل: «په افغانستان کې د رغندې بياپخلاينې او سولې د تامين لپاره محاسبه لومړنی شرط دی، نه د تېرو او اوسنيو جنايتونو بښنه.»

د ۲۰۰۵ کال په پارلماني ټولټاکنو کې د ټاکنو د شکايتونو د اورېدلو څانګې د ټاکنو د قانون له مخې ۳۴ تنه نوماندي د ټاکنو له لست څخه وايستل چې يا د نادولتي اردو مشري ورپه غاړه وه او يا هم د کوم پوځ غړيتوب يې درلود. له دې سره سره د ۱۹۹۰کلونو د جګړې زيات شمېر پخوانيو لوړپوړو قوماندانانو له خپلو اړوندو ملېشو وزمو تنظيمونو څخه په رسمي توګه د ځان په يو لوري کولو پارلمان ته لاره وموندله

دا پلا هم دټاکنو د څار ډلې د افغانستان د پارلمان راتلونکو ټولټاکنو ته د شخصي ملېشو سره د تړاو موضوع تر غور لاندې نيولې ده.

د ټولټاکنو د شکايتونو د اورېدلو د کمېټې (ECC) يو غړي، احمد ضيا رفعت وويل: «ECCپتېلې ده چې له ناقانونه وسله والو ډلو سره د تړاو له امله په اوولسو ولايتونو کې د شاوخوا ۳۴ کانديدانو نومونه له لست څخه وباسي.»:

هغه زياته کړه کېدای شی تر ټاکنو پورې نور نوماندې هم له لست څخه وايستل شي.

د ځان د نومولو لپاره د ادعاشوو جنګ سالارانو د مخنيوي قانوني چوکاټ محدود دی. د سمو او کره اسنادو د نه وړاندې کولو ترڅنګ ترټولو لوی خنډ د اساسي قانون احکام دي، چې نوماندي بايد دمخه په کوم جنايت محکوم شوي نه وي.

واقعيت دادی، په تېرو درېو لسيزو کې قانون هغه چا جوړ کړۍ دی، چې زورځواکی دی او وسله والې ډلې يې تر شا ولاړې دي. په همدې ډول کاري بې پرې عدلي سيستم هم وجود نه لری چې له دې څېرو سره د محاسبې وس ولري.

په سرپل کې د ټاکنو د کميسون مشر، امان الله وويل: «موږ د هېواد د قانون او د ټولټاکنو د خپلواک کميسون د مقرراتو له مخې اجراات کوو. موږ نشو کولای پر هغو پخوانيو قوماندانانو باندې شرايط کښيږدو چې په هيڅ محکمه کې محکوم شوي نه دي.»

هرهغه څوک چې د ودرېدو شرايط پرځای کړي، د اړتيا وړ اسناد چمتو کړي او پخپل وخت يې کميسون ته وړاندې کړي، د نوماندۍ حق لری او کولای شي د ټاکنو لپاره کمپاين وکړي.»

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون مشرې، سيما ثمر وويل، په لست کې پر جنګي جرايمو باندې د تورنو کسانو د نومونو له شتون څخه اندېښمنه ده.

هغې وويل: «په کانديدانو کې يو ځل بيا د هغو افرادو نومونه شته چې پخوا له بشري حقونو څخه په سرغړونې تورن پېژندل شوي.»

په مزارشريف کې د فريد وثيق په نامه د بشري حقونو يو فعال وويل په جنګي جنايتونو باندې تورن کسان لا له وړاندې په لوړو پوستونو کې کار کوي.

هغه وويل: «د انتقالي عدالت لپاره د بشري حقونو کار کوونکو انستيتوتونو او ډلو پر جنګي جنايتونو د تورنو هغو پخوانيو قوماندانانو په اړه زيات شمېر اسناد راټول کړي، چې د پارلمان په ګډون لا تر اوسه بېلا بېلې لوړې دولتی څوکۍ تر لاس لاندې لري. له بشري حقونو څخه د سرغړونې دا رپوټونه خپاره شوي دي.»

د نبي اسير په نامه يو حقوقپوه او سياسي شنونکي وويل، د کانديدانو د څرنګوالي او کيفيت له مخې به د اوسنی پارلمان په پرتله راتلونکی پارلمان آن ناوړه وي او د کلونو لپاره به يو کمزوری او نااغيزمن قانون جوړونکی ارګان رامنځته کړي. .

هغه ګوته وڅنډله: «جنګي جنايتکاران بريالي کيږي. د سياسي پوهې د کچې ټيټوالی د هغوی د برياليتوب لپاره لاره هواروي. «موږ هيله نشو درلودای چې پوه او لوستي خلک به پارلمان ته لاره ومومي. برعکس بډای او نالوستي خلک به پارلمان ته راشي، چې د زور او وسلو له لارې يې خلک ترهولي او ډارولي دي.»

«په پاې کې به له دې لارې د افغانستان د خلکو سوکالۍ ته زيان او تاوان ورسيږي.» 

Afghanistan
Elections
Support our journalists