افغان پوليس دمزارشريف د تاوتريخوالي له امله تر نيوکولاندې راغلل

د هغه لاريون په مخنيوي کې د پاتې راتګ له امله پوښتنې رامنځته شوې چې لږ تر لږه ١٢ تنه پکې ووژل شول.

افغان پوليس دمزارشريف د تاوتريخوالي له امله تر نيوکولاندې راغلل

د هغه لاريون په مخنيوي کې د پاتې راتګ له امله پوښتنې رامنځته شوې چې لږ تر لږه ١٢ تنه پکې ووژل شول.

A fiery sermon at the Hazrat Ali mosque in Mazar-e-Sharif preceded a demonstration that left at least 12 dead including seven UN staff. (Photo: ISAF Public Affairs Photo)
A fiery sermon at the Hazrat Ali mosque in Mazar-e-Sharif preceded a demonstration that left at least 12 dead including seven UN staff. (Photo: ISAF Public Affairs Photo)

په افغانستان کې د آى ډبليو پي آر روزل شوي خبريالان

څارونکو د مزارشريف په نسبتا خوندي ښار کې د يو لاريون په کنترول کې د پاتې راتګ له امله افغان پوليس تر نيوکولاندې نيولي چې په ترڅ کې يې د ملګرو ملتونو کارکوونکي او ولسي خلک ووژل شول.

تاوتريخوالى له هغه  وروسته رامنځته شو چې لاريون کوونکي په مزارشريف کې د اپرېل د مياشتې په لومړۍ نېټه د يو امريکايي کشيش، تيري جونس له خوا په فلوريډا کې د قران کريم د يوې نسخې د سيځلو له امله د قهر او خپګان د څرګندولو لپاره راټول شوي وو.

د نوموړي ښار د حضرت علي کرم الله وجهه په سپېڅلې روضه کې د جمعې له لمانځه وروسته د قران کريم د سيځلو د غندلو په بهير کې په زرګونه قهريدلي لاريون کوونکي په مزارشريف کې  د ملګرو ملتونو د دفتر په لوري ولاړل او د "مرګ پر امريکا" شعارونه يې ورکول.

له هغه وروسته چې لاريون کوونکي په زوره د ملګروملتونو دفتر ته ورننوتل، څلور نيپالي امنيتي ساتونکي او د ملګرو ملتونو درې کارکوونکي ووژل شول.

لږ ترلږه پنځه لاريون کوونکي هم هغه مهال ووژل او نور شل تنه ټپيان شول چې پوليسو پرې ډزې وکړې. 

دې تاوتريخوالي ځکه خلک وډارول چې د بلخ ولايت ته د نسبتا امن اوخوندي ولايت په سترګه کتل کېدل او په هغه لست کې شامل دى چې د څو مياشتو په بهير کې به نړيوال پوځونه واک افغان امنيتي پوځونو ته وليږدوي.

نيوکه کوونکي ټينګار کوي، په داسې حال کې چې د بلخ ولايت چارواکي له لاريون څخه خبر وو  او د نوموړي ولايت والي، عطا محمد نور لاريون ته دمخه اجازه ورکړې وه، خو پوليسوونه کړاى شول د تاوتريخوالي مخه ونيسي او پرې يې ښودل چې وضعه يې تر کنتروله وځي.

د سترګو ليدلي شاهدان وايي کله چې لاريون کوونکي له خپل ټاکلي تګلورې ووتل او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستې دفتر (يوناما)  په لور لاړل، افغان پوليس په سيمه کې نه ليدل کيدل.

د عزيز احمد په نامه د يو خصوصي تلويزيون کمره مين، چې  په خپلو سترګو يې د لاريون ننداره کوله، وويل: "هغه مهال چې لاريون کوونکي د ښار سويلي برخې، د يوناما دفتر،  ته وخوځېدل،  يوڅو تنه پوليس د بلوا ضد وسېلې سره د هغوى په وړاندې ولاړ وو. خو کله چې د يونام دفتر ته ورننوتل، پوليس ترى تم شول."

عزيز احمد وويل، کله چې لاريون کوونکي د يوناما د دفتر دروازو ته ورسېدل، په پوليسو يې هجوم وروړ او وسلې يې ځنې واخيستې.

نوموړي وويل: "ما (په پېل کې) له لاريون کوونکو سره کوم ټوپک نه و ليدلى. هغوى ټوپک له پوليسو واخيستل."

يو تن لاريون کوونکي،چې ويې غوښتل ونه نومول شي، وويل: "داسې برېښېده چې ګوندې پوليسو ته امر شوى  وي چې  د ملګرو ملتونو ودانيو ته د لاريون کوونکو د ورننوتلو مخه مه نيسئ. ځکه کله چې خلک ورنژدې شول، پوليسو خپل ځايونه پرېښودل."

عزيز احمد وويل، د پوليسو د چټک غبرګون د ځواکونو راتګ  څه ناڅه يو ساعت وخت ونيو. دې نوي رارسېدلي ځواک پر خلکو ډزې پيل کړې او يو شمېر لاريون کوونکي يې ووژل او ټپيان يې کړل. 

د مزارشريف امنيتي چارواکي د لاريون په کنترول کې د پاتې راتګ خبره نه مني او پر مخالفينو پړه اچوي چې لاريون يې برمته کړى وو.

د پامير د پوليسو د زون قوماندان، جنرال داود داود، چې څو ولايتونو يې تر پوښښ لاندې دي، وويل، په بريد کې د لاس لرلو له امله ٢٧ تنه ترپوښتنو لاندې دي. يو شمېر يې په پېښه په خپل لاس لرلواقرار کړى دى. نوموړي په دې پېښه کې د طالبانو لاس لرلو ته ګوته ونيوه، خو د زياتو جزئياتو له ورکولو يې ډډه وکړه. 

عطا محمد نور  له بريد څو ساعته وروسته يوې خبري غونډې ته وويل، د پېښې ترشا مسؤول کسان د بلخ له ولايت  بهر د هرات او کندهار د ولايتونو په څېر  سيمو څخه راغلي وو.

د بلخ د والي وياند، منير فرهاد وويل، د تاوتريخوالي د رامنځته کولو پړه په بشپړ ډول د ياغيانوپه غاړه ده.

هغه وويل: "په نيول شوو خلکو کې داسې يو شمېر ځوانان شامل دي، چې احساساتو پرې غلبه کړې وه. حزب اسلامي او طالبانو د هغوى له احساساتو ناوړه ګټه پورته کړه."

په تاوتريخوالي پسې له مرکز څخه مزارشريف ته د پارلمان د غړي محمد اکبري په مشرۍ يو پلاوى واستول شو، ترڅو د پېښې پلټنه وکړي. اکبري خبريالانو ته وويل په وژنو کې د طالبانو د پخوانيو غړو هغه يوې کوچنۍ ډلې لاس درلود چې په دې وروستيو وختونو کې د سولې د روان بهيرله لارې له حکومت سره يوځاى شوي دي.

ددې خبر وروسته طالبانو په پېښه کې خپل لاس لرل رد کړل.

د بلخ ولايت د امنيې سرپرست قوماندان، جنرال عبدالروف تاج وويل له مخالفو ډلو سره تړلي شاوخوا شل تنه د لاريون کوونکو ليکو ته ورننوتي وو.

هغه دا هم وويل، زموږ پوليس ځکه د حمايت وس له لاسه ورکړ چې ځايي چارواکو د لاريون تګلوري بدل کړ.

هغه وويل: "د بلخ ولايت د حکومتي ادارې يو تن رئيس لاريون ته لارښوونه وکړه، ترڅو د يوناما د دفتر په لور خپل تګلورى بدل کړي. زه نه غواړم اوس د هغه نوم واخلم."

تاج وويل کله چې پوليس د لاريون د تګلوري له بدلون څخه خبر شول، نو ډېر ژر يې د لاريون مخه ونيوله.

هغه وويل: "موږ ٢٠٠ تنه پوليس سيمې ته وليږل. هغوى تر خپلې وسې هڅه وکړه. خو څرنګه چې پوليسو اجازه نه درلوده د يوناما ودانۍ ته ورننوځي او د ملګرو ملتونو ساتونکي تښتېدلي وو، لاريون کوونکو وکړاى شول يوشمېر کارکوونکي و وژني."

د چارواکو ويناوو او څرګندونو د پوليسو او ځايي چارواکو د رول په اړه شنونکو ته يو لړ پوښتنې رامنځته کړې.

د افغانستان په شمال کې د ټولنيزو چارو يو ماهر، چې د نوم له ښودلو يې ډډه وکړه، وويل: "که چېرته والي غوښتى واى د تاوتريخوالي مخه ونيسي، نو دا کار يې کولاى شو."

هغه وويل، په بلخ کې په  لسګونو زرو مېشت افغان امنيتي پوځونو او بهرنيو سرتېرو بايد په هماغه پېل کې د لاريون مخه نيولى واى. 

په پارلمان کې د بلخ ولايت يو استازي، مولوي عبدالرحمن رحماني وويل، د پوليسو له خوا نيول شوي امنيتي تدبيرونه ناکافي وو.

هغه وويل: "د کورنيو چارو وزارت بايد د پوليس ټول هغه چارواکي محاکمې ته راکاږي، چې غفلت يې کړى دى. هغوى ټول په دې اړه غلي پاتې دي."

سياسي شنونکي او د پارلمان پخواني غړي، کبير رنجبر وويل بايد حکومتي چارواکي مسؤول وبلل شي.

هغه وويل: "که دې ته ورته پېښې په بل کوم ولايت کې راپورته شوى واى، ښايي تر اوسه ټول ولايتي چارواکي له دندو ګوښه شوى او يا محاکمه شوى واى. خو د بلخ په ولايت کې هغه دومره جدي نه ګڼل کيږي او يوازې د يو ټيټ رتبه پلاوي په استولو خبره پاى ته رسيږي. دا ددې څرګندونه کوي چې حکومت دوه ګونى چلن کوي."

هغه وويل: "دا پېښه څرګندوي چې ولايتي امنيتي چارواکي د لاريون پر مهال د امنيت د خوندي کولو لپاره کوټلي ګامونه نه پورته کوي او دا د هغوى  بې پروايي او غفلت څرګندوي."

د والي وياند، فرهاد وويل، پوليسو  د وضعې  دکابو کولو لپاره تر خپلې وسې زيار ايستلى او که څرګنده شي چې چا بې پروايي کړې وي،  نو محاکمې ته راکښل کيږي.

شنونکو د ناتو تر مشرۍ لاندې د ايساف په ځواکونو کې د شاملو نړيوالو پوځونو پر رول هم نيوکه وکړه، وايي د تاوتريخوالي له پيل ډېر وروسته سيمې ته راورسيدل.

د افغانستان په شمال کې د ايساف د مطبوعاتي دفتر وياند، مايکل والنتين وويل، نړيوالو پوځونو د لاريون په پيل کې لاسوهنه ونه کړه، ځکه د امنيت د خوندي کولو دنده د افغان پوځونو پرغاړه وه.

د يوناما ودانۍ ته د لاريون کوونکو له ننوتلو روسته د ايساف پوځونو د مداخلې هڅه وکړه، خو ويې نشوى کړاى د ډېرو خلکو د شتون له امله هغه ودانۍ ته ورننوځي. 

والنتين وويل، له سيمې څخه د خلکو له ايستلو وروسته د ايساف ځواکونو وکړاى شول د يوناما دفتر ته ننوځي او ټپيانو ته ځانونه ورسوي.

د جمشېد په نامه يو لاريون کوونکي وويل، ددې لاريون په وړاندې د هغه يو لاريون په پرتله بيخي بل راز چلن وشو، چې څه موده دمخه په مزارشريف کې د ايران په وړاندې تر سره شوى و. 

هغه وويل: "څه وخت دمخه په يو لاريون کې د ايران د قونسلګرۍ مخې ته څېرمه د پوليسو له دېرشو زياتې موټرې ولاړې وې او په سلګونو پوليسو د قونسلګرۍ مخې ته دېوال جوړ کړى و او چاته يې اجازه نه ورکوله چې د قونسلګرۍ   ٥٠٠ مترۍ ته داخل شي."

"ايا نه يې شو کولاى ددې لاريون مخه ونيسي؟"

Frontline Updates
Support local journalists