افغان پوليس د پخوانيو ملېشو غړي بېرته ګوماري؟
حکومت وايي، مازې له ولس څخه د پوليسو د ليکو د پياوړي کولو لپاره خلک ګوماري، خو خلک ډاريږي، چې ګوندې د دروازې تر شا بله لوبه روانه ده او وسله والې ملېشې بېرته قانوني کيږي.
افغان پوليس د پخوانيو ملېشو غړي بېرته ګوماري؟
حکومت وايي، مازې له ولس څخه د پوليسو د ليکو د پياوړي کولو لپاره خلک ګوماري، خو خلک ډاريږي، چې ګوندې د دروازې تر شا بله لوبه روانه ده او وسله والې ملېشې بېرته قانوني کيږي.
حکومت د ملي اردو او ملي پوليسو له ليکو بهر د هر راز ملېشه ځواکونو رامنځته کول ردوي، خو وايي، چې د پوليسو په ليکو کې د ځايي خلکو ګومارنې ته اړتيا لري، ځکه په سهيل کې د مخ پر ودې بغاوت لپاره پوره بشري ځواک په لاس کې نه لري.
کېدای شي دا هم يو لامل وي. خو اندېښنه په دې کې ده، چې د پوليسو په ليکو کې د خدمت لپاره ګومارل شوي ځوانان ښايي د پخوانيو او يا اوسنيو ملېشو غړي وي، چې د ځايي قوماندانانو تر مشرۍ لاندې کار کوي او که هر يونيفورم يي په تن کې وي، هماغه پخوانيو اړيکو ته به وفادار پاتې وي.
افغان سياستوال د تېرو 25 کلونو په بهيرکې په بېلا بېلو ډلو پورې اړوندو نامنظمو مليشو څخه خبرې کوي. ډېرې مشهورې يي د مجاهدينو بېلابېلې ډلې وي ، چې په 1992 کال د کمونيستي رژيم له ړنګېدو څخه راوروسته له يو بل سره په جګړو کې کېوتلې. طالبان هم له بېلابېلو ملېشو څخه جوړه شوې يوه ډله وه.
دا کار د نجيب الله د واکمنۍ پر مهال له ((قومي ملېشو)) سره يو موازي کرښه ده، چې په خپلو لارو چارو يي له مجاهدينو سره د جګړې لپاره رامنځته کړې وې.
چارواکي ددې پرتلې له مخې ټينګار کوي، چې کوم نوی تشکيل نه رامنځته کيږې. د ګومارلو لارې چارې په سمه توګه تنظيميږي. ځايي پوليس به په کابل کې د کو رنيو چارو د وزارت تر ټينګ کنترول لاندې وي.
د حکومت يوازينی کار چې ښايي تر پام لاندې ونيول شي، هغه د تېرو څلورو کلونو په بهير کې د غيررسمي وسله والو ډلو د بېوسلې کولو په اړه ټينګې هلې ځلې وې. د ((ټولنې په کچه پوليس)) په نوم د نوي پروګرام په اړه د غبرګولي د مياشتې د 21 نېټې اعلان په چټک ډول په ځايي او نړيوالو رسنيو کې خپور شو او ولسمشر حامد کرزی اړ ايستل شو، ترڅو په پرله پسې ډول د پوليسو تر نوم لاندې قومي ملېشو ته د نوي بڼې ورکولو او بيا وسله وال کولو خبره رده کړي.
هغه وويل: ((موږ د ملېشو د ډلو د راژوندي کولو مخالف يو. زموږ ټوله هڅه به د ملي اردو او ملي پوليسو په پياوړې کېدا باندې ولاړه وي.))
د چنګاښ په مياشت کې بغلان ولايت ته د يو سفر پر مهال ولسمشر حامد کرزي وويل، هدف داو، په هغه سيمو کې چې ملي اردو د امنيت د تامين په اړه بېوسې وي، ځايي خلک دامنيت د تامين لپاره وګومارل شي. هغه يادونه وکړه، په يو شمېر ولسواليو کې د امنيت د بشپړ تامين لپاره تر سلو لږ پوليسي ځواک شته دی.
ولسمشر کرزي د چنګاښ د مياشتې په منځ کې د جاپان حکومت له خوا په جاپان کې د بېوسلي کولو په يو نړيوال کنفرانس کې د ګډون لپاره توکيو ته تلی و. جاپان د ناقانونه وسله والو ډلو د بېوسلې کولو د (DIAG) پروګرام د سر لوبغاړی دی، چې د 2002 – 2005 کال د بې وسلې کولو او ټولنې ته د بېرته ورګرځولو د پروګرام (DDR) پسې سمله لاسه رامنځته شو.
کرزي يو ځل بيا د بېسولي کولو د پروګرام DIAG د بشپړولو په اړه د خپل حکومت ژمنه نوې کړه، چې د DDR په پرتله په کې د کوچنيو ډلو بېوسلې کول شامل دي، خو بيا يي په سهيل کې د ښه امنيت د تامين اړتيا ته ګوته ونيوله.
هغه وويل: ((زموږ خلکو ته د امنيت په وړاندې تر ټولو لوی ګواښ د پوليسو د شتون څرګنده کمزورتيا ده ... په تېره بيا په هغو سيمو کې چې ناامنۍ او ترهګرۍ ځپلي دي. له دې امله د حکومت او زموږ د نړيوالو شريکبانډو تر ټولو لومړنی دنده داده، ترڅو د ولسوالۍ پر کچه د پوليسو پياوړتيا ته خپل پام واړوو.))
د کورنيو چارو د وزارت وياند، يوسف ستانيزي تاييد کړه، زيات ټينګار په هغو سيمو دی، چې ډېر خطر ورته متوجه دی.
هغه آی ډبليو پي آر ته وويل: ((موږ په هغو سيمو کې د امنيت د ټينګولو لپاره ځايي ځوانان ګومارو، چې اړتيا ورته وي. موږ په دې موضوع باندې کار کوو. اوسمهال يوازې يو څو ولسوالۍ دي، چې د پوليسو د پياوړي کېدو لپاره اضافي نفرو ته اړتيا ليدل کيږي. موږ به له دې ځواک څخه په ناامنو
سيمو کې کار واخلو.))
ستانيزي وويل، ځوانانو ته له استخدام دمخه يوه لنډه روزنه ورکول کيږي او له هغه وروسته لکه د نورو پوليسو په څېر به د حکومت ټولې لارښوونې او امرونه مني.
هغه وويل: ((موږ ملېشې نه رامنځته کوو. موږ ځايي ځوانان استخداموو، چې پوليس پياوړي شي. له دې بهير سره هر يو يوځای کېدونکی ځوان د ځايي مشرانو له تاييد وروسته ګومارل کيږي.))
هغه يادونه وکړه، نوموړي خلک به د پوليسو د ځايي قوماندان تر قوماندې لاندې وي. هغه وويل: ((موږ هغوی ته د پوليسو په عمومي جوړښت (تشکيل) کې له پوليسو سره د ګډې همکارۍ د يو ځواک په سترګه ګورو.))
لکه څنګه چې حکومت په ډله ييزه توګه د پوليسو له واحدونو سره د ځايي ځواکونو د يوځاي کيدو خبره ردوي، خو د رسنيو له رپوټونو څرګنديږي، چې د هلمند په نارامه ولايت کې يو ځايي زور ځواکی په دې بهير کې ورګډ شوی دی. د رپوټونو له مخې شيرمحمد اخوندزاده پروسږکال د نړيوالې ټولنې د فشار له امله د هلمند ولايت د والي په توګه له دندې ګوښه کړای شو. ويل کيږي، چې هغه له طالبانو سره د جګړې لپاره 500 تنه ځايي استوګن پوليس استخدام کړي دي.
د داياګ د پروګرام ټول فشار د ځايي زور ځواکو کسانو په خواوشا د راټولو شويو ناقانونه وسله والو خلکو په بې وسلې کولو راوړل شوی، چې د وسلې په زور په خلکو باندې واک چلوي. د جاپان دسفارت يو کارکوونکي، چې نه يي غوښتل ونومول شي، آی ډبليو پي آر ته وويل، د مخکښ هيواد په توګه جاپان تر هغه وروسته ،چې د DDR له پروګرام سره 91 مليونه ډالره مرسته کړې، د DIAG له پروګرام سره له 60 مليونو امريکايي ډالرو څخه د زياتې مرستې ژمنه کړې ده.
د سفارت کارکوونکي يادونه وکړه، دا لا څرګنده نه وه، چې وړانديز شوی ځواک به له ملېشه وزمه خلکو څخه جوړ وي، چې تر نوموړو پروګرامونو لاندې بېوسلې شوي دي او يا به هغه څوک وې چې د لومړي ځل لپاره وسلې ورکول کيږي.
نوموړي چارواکي وويل: ((په حقيقت کې موږ د ملېشو په اړه څرګند معلومات نه لرو. موږ هم خبر يو، حکومت په دې هڅه کې دی، چې ځايي خلک د پوليسو په ليکو کې شامل کړي، خو له دې مفکورې هم ډډه نه کوي، چې بېوسلې شويو خلکو ته به يو ځل بيا وسله ورکړي. موږ په دې هم خبر يو، په سهيلي او لويديځو سيمو کې يو لړ اندېښنې موجودي دي، چې واليان يو شمېر خلک وسله وال کوي. زموږ حکومت (جاپان) په حقيقت کې نه پوهيږي، په سيمې کې څه روان دي.))
نوموړي چارواکي په پای کې وويل: ((موږ غواړو په دې هکله، چې هغوی د (ټولنې په کچه پوليس)
چاته وايي، څرګند معلومات لاس ته راوړو. که چېرته هغوی په رښتيا هم د ټولنو پوليس وي، بايد په بودجه کې شامل شي، خو موږ بايد د کورنيو او ماليې له وزارتونو سره دا معلومه کړو، چې هغوی څنګه تموليږي او څومره موده به دوام مومي.))
هغه وويل، تر هغه چې دا معلومات لاس ته راځي، ((زه دا نه شم ويلای، چې موږ او نړيواله ټولنه به ددې مفکورې ملاتړ وکړو.))
د داياګ د پروګرام وياند، احمدجان نوزادي وويل، د هغه دفتر ته ډاډ رسېدلای، چې ټول ګومارل شوي او استخدام شوي خلک به د ملي پوليسو په ليکو کې کار کوي. هغه دا وويل، چې دا کار د بې وسلې کولو په بهير باندي اغېز نه کوي.
افغان سياسي شنونکي وايي، هغو خلکو ته د امنيت د مسووليت سپارل به لويه غلطي وي، چې د کابل په پرتله له قومي مشرانو سره غښتلي اړيکي لري. هغوی له دې ټکي څخه هم اندېښنه څرګنده کړه، چې کېدای شي دا غير رسمي ډلې به د بهرني نفوذ په اړوند شکمنې واوسي.
يو سياسي شنونکي او د پيام د خپرونې چلوونکي، فضل الرحمن اوريا وويل: ((حکومت غواړي، چې ملېشي د پوليس په جامو کې رامنځته کړي. دا کار به ددې هېواد لپاره يو لوی خطر وي.))
هغه وويل: ((دا ملېشې د حکومت د ګټو په پرتله خپلې ګټې غوره بولي. که چېرته حکومت کمزوری شي، نو هغوی به لومړني کسان وي، چې په وړاندې يي ودريږي.))
اوريا ګوته وڅنډله، پايله به دا وي، چې نوي جنګ سالاران او د نيشه يي توکو کار وباريان رامنځته شي او د بهرنيو، په ځانګړي ډول د پاکستاني ځواکونو، له خوا به په اسانۍ سره په لاسونو کې ونيول شي.
اوريا د ملېشو د بېلا بېلو ډلو په وړاندې بېلا بېل چلن ته هم ګوته ونيوه، چې په سهيل او شمال کې له هغو سره کيږي. په سهيل کې ملېشې د طالبانو سره د جګړې لپاره کارول کيږي او په شمال کې له هغوی څخه د وسلو د راټولولو هڅو ته دوام ورکول کيږي.
د هغه په اند به دا کار د داياګ پروګرام اغېزمن کړي. ځکه ولې به په شمال کې ملېشې حکومت ته خپلې وسلې سپاري، په داسې حال کې چې په سهيل کې به د هغوی په څېر نورو ته وسلې ورکول کيږي؟
هغه وويل: ((دا کار به د افغانستان په شمال کې د بېوسلې کولو په بهير باندې ډېر منفي اغېز وکړي.))
يو افغان سياسي شنونکي، حبيب الله غمخور، چې دا مهال په سويدن کې اوسيږي، آی ډبليو پي آر ته وويل: ((که چېرته حکومت په ځينو سيمو کې قومي ملېشې رامنځته کوي، نو له ګټو څخه به يي زيانونه زيات وي.))
غمخور وويل، د اوسنۍ روانې وضعی له مخې ددې ادعا نه شي کېدای، چې ملي اردو او ملي پوليس دې يو ملي او بشپړ ناپلوی ځواک وي. پوليس د پخوا په شان د خلکو په منځ کې ښه نوم نه لري.
هغه وويل: ((اوسمهال ډېره مهمه موضوع داده، چې اردو بايد ملي واوسي، خو داسې نه ده. هغه يوه تنظيمي اردو ده او د يو ملي چتر يا خيمي لاندې سره راغونډه شوې ده.))
نوموړی وايي: ((د (ملي پوليس) اصطلاح يو نوم دي. پوليس ددې پر ځای چې د خلکو امنيت وساتي هغوی شکوي. خلک د شپې ددوى له ډاره نه شي بېده کېدای.))
غمخور وويل، بايد له تېر مهال څخه د عبرت درس واخيستل شي. هغه په اتيايمو کلونو کې د نجيب الله پر مهال د ملېشو جوړلو ته ګوته ونيوه. هغه مهال دا څرګنده شوې وه، چې هغوی د مرکزي حکومت لپاره يو سرخوږی شو، ځکه د ځايي مشرانو په پلوۍ يي کارونه کول.
کمونيسي حکومت له قومي ملېشو څخه ددې لپاره کار اخيسته، چې خپله کمزوري اردو پرې اکمال
کړي او مورال يي پرې لوړ کړي. قومي ملېشې په 1986کال کې له هغه وروسته نورې هم ځواکمنې شوې، چې د شوروي مشرتابه د خپلو پوځي ځواکونو د بېرته ايستلو د پلانونو په هکله څرګندونې وکړي.
ترټولو وتلي او ځواکمنه ملېشه د ((جوزجان د ملېشې)) په نوم د عبدالرشيد دوستم ترمشرۍ لاندې د ازبېکو ملېشه وه. ډېرې نورې هم وې، لکه په سهيل کې پولې ته څېرمه د سپين بولدک په ولسوالۍ کې د عصمت الله مسلم ترمشرۍ لاندې د اڅکزيو قومي ملېشه.
په داسې حال کې چې دا ملېشې د سيمې په وضعې ښې خبرې وې او ښه جنګي روحيه يي درلوده، چې منظمي اردو نه لرل، خو د هغوی وفاداری او پلويتوب تل په يو حال نه و او د هغوی غړي بي دسپلينه، د تاوتريخوالي رامنځته کوونکي او لوټوونکي و.
غمخور وويل: ((زما په اند د داسې يو ځواک د درلودلو پايله، تر هرنامه لاندې چې وي، لکه د تير مهال په څېر به وي. په پای کې به پاکستان او يو شمېر نور هېوادونه ددې ځواکونو له لارې خپلو موخو ته ځانونه ورسوي.))
د افغانستان د کورنيو چارو وزير، زراراحمد مقبل، چې ملي پوليس يي تر واک لاندې دي، په دې ټينګار کوي، چې حکومت به هيڅکله هم د تېرو وختونو غمجنه کيسه بيا تکرار نه کړي.
هغه وويل: ((دا بې مانا خبره ده،چې په هغه شي ټينګار وشي، چې يوه مثبته پايله ونه لري. د ملېشو جوړل ددې هېواد په ګټه نه دي. پاليسي داده...، چې امنيتي ځواکونه پياوړي شي. که کومه امنيتي تشه مخې ته راغله، نو د خپل پوليسي ځواک شمېره به زياته کړو.))