افغان مېرمنې لا تر اوسه په څادريو کې تاوې دي

«څادري لکه پنجره ده. کشکې نارينه هم په دې پنجرې کې بند پاتې شي، تر څو زموږ له زړه څخه راشي.»

افغان مېرمنې لا تر اوسه په څادريو کې تاوې دي

«څادري لکه پنجره ده. کشکې نارينه هم په دې پنجرې کې بند پاتې شي، تر څو زموږ له زړه څخه راشي.»

 

د هرات ښار په يوې گڼې گوڼې سيمې کې د ليلاميوبازار دی. دا ځای له پېرودونکو ډک دی چې ارزان بيه جامې يې پام ځانته اړوي. د دې پېرودونکو زياتره يې هغه ښځې دي چې له سر نه تر پښو پورې په آبې رنگه څادريو کې پټې دي.

دڅادریو سره  د شيانو پېرودل څه اسانه خبره نه ده. ښځې، په سختۍ سره د څادريوله جالیو نه دباندې  شیان ویني ، له پلورونکو سره چني وهي. کله ناکله هغوی غواړي جنس تر څادريو لاندې يې په سم ډول وگوري. خو پلورونکي يې ورسره زياتره نه مني. 

جمال الدين، چې خامک دوزي کميسونه او په لاس گنډلي شوي  شيان پلوري، وويل: «ډېر ځله تر څادريو لاندې مېرمنو زما يا زما د گاوندي هټيوال جنسونه پټ کړي. موږ پوليسو ته ويلي، خو له دې امله چې هغوی ښځې وې، پوليسو خوشې کړي. په بله ورځ بيا هماغه ښځې په بازار کې ليدل شوي چې غلا کوي.»

گڼ شمېر مېرمنې وايي، دڅادریو له پرسر کولو  پرته بله چاره نه لري.

د کور يوې ٤٢ کلنې مېرمنې، محجوبې، چې ليک او لوست  زده نه دي، وويل: «څادري د پنجرې په څېر ده. غواړم هغه نارينه چې څادري پر ښځو پر زور پر سر کوي  په دې پنجرو کې بند پاتې شي، ترڅو وپوهيږي موږ څومره کړيږو.»

د څادريو پرسر کول ، د طالبانو د واکمنۍ پر مهال  تقریبا پر ښځو جبري شو . په ٢٠٠١ کال کې د هغوی د رژيم له منځه تلو وروسته په عامه ژوند کې ښځې ډېرې راڅرگندې شوې، خو د څادرۍ کارول لاهم د هېواد په زياترو سيمو کې په خپل ځای پاتې دي. 

زياتره خلک وايي څادري اسلامي حجاب نه دی . هغوی دا ټينگار هم کوي چې څادري په افغاني کلتور کې کومه مخينه نه لري، ښځو په دوديز ډول پر لویو پوړنو خپل ځانونه او سرونه پټوي.

د سويتا درانۍ په نامه يوې ٢٨ کلنه مېرمن، چې په هرات ښار کې دزیور جوړلو یو کارځآی  لري، وويل: «ما هيڅکله هم څادري نه ده اغوستې.»

هغې وويل: «د يوې مسلمانې ښځې په څېر زه هغه حجاب اغوندم چې خالق يې په اړه په قران کريم کې وينا کړی ده. زه مجبوره نه يم خپل ځان د حيا په نامه په يوه ټوکر کې بندۍ کړم، ځکه څادري وارداتي پديده ده، نه د افغان کلتور يوه برخه.»

هغې زياته کړه، داسې جامې د جنسيت د تبعيض يوه بڼه هم څرگندوي.

هغې وويل: «څادري له ټولنې سره د ښځو واټن پراخوي او د گوښه والي احساس ورکوي. هغه لامل، چې ښځې له علمي، سياسي، اقتصادي او ټولنيزو فعاليتونو څخه وروسته پاتې کوي، څادري ده.»

ملکه رسولي د هېواد په لويديځ کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون د ښځو د څانگې مرستياله ده.

هغه له دې خبرې سره يوه خوله ده چې څادري د جنسيت د تاوتريخوالي څرگندونه ده.

هغې وويل: «کله چې نارينه په خپلو کورنيو کې ښځې او نجونې د څادريو اغوستلو ته اړباسي، دهغوی دا  کاردښځو  له خوا د پرېکړې د نيولو په وړتيا کې يوه لاسوهنه ده. د دې معنا دا ده، دا نارينه گان دي چې نه پريږدي ښځې په خپله خوښه حجاب واغوندې او په دې توگه د ښځو له حقونو غاړه غړوي.»

څادرۍ چې ښځه له سره تر پښو پټوي، معمولا آسماني رنگ لري، خو کله کله يې سپين، نصواري او نور رنگونه هم ليدل شوي. څادرۍ زياتره له ارزان بيه ټوکر څخه جوړيږي او يوازې د مخ په برخه کې کوچني کوچني سوري لري، چې د بهر په ليدلو کې مرسته کوي.   

 د تاريخ پوهانو په وينا څادري دیرغلو په وسیله هېواد ته راننوتې ده. 

د فرهنگي چار کارپوه، نصير نياز وويل، څادري د طالبانو تر واکمنۍ پورې يوازې يو ډيزاين و چې زياتره ښځو له خپلو کورونو څخه بهر د ځانونو د پټولو لپاره ترې کار اخيست.  

هغه وويل: «په تېرو سلو کلونو کې ښځو د ځانونو د پټولو لپاره له بېلابېلو لارو څخه کار اخيستل، څادري له دغو لارو څخه يوه لار ده.»

نياز وويل، داسې کره معلومات په لاس کې نشته چې څادري کله او څنگه سيمې ته راغله، خو په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره سل کاله دمخه له هند څخه راوړل شوې او هلته په خپل وار د عربو يرغلگرو له خوا رامنځته شوې وه.

شاه امان الله د خپلې واکمنۍ ١٩١٩ – ١٩٢٩ په کلونو کې د خپلې مېرمنې ملکې ثريا په واسطه ولس ته ټکان ورکړ چې د پوړنې په لرې کولو په عمومي غونډې کې راڅرگنده شوه. په ١٩٧٨ – ١٩٧٩ کلونو کې د روسيې د اشغال پر مهال په لويو ښارونو کې گڼو مېرمنو او نجونو د سر دسمتمال هم له سره وغورځاوه.

دودونه لا تر اوسه موجود دي

يو شمېر ښځې وايي د څادرۍ پر سرول هغوی ته د خونديتوب احساس ورکوي.

د هرات ولايت د انجيل  ولسوالۍ د امام شش نور د کلي اوسيدونکي، ٤١ کلنه ضياگل وويل، څادري نه يوازې يوه اسلامي غوښتنه ده، بلکې د حفاظت يوه وسيله هم ده.

هغې وويل: «زما په اند که چېرته يوه ښځه وغواړي چې د نارينه گانو له ځورولو خوندي وي او د بيگانه گانو له ليدلو خلاصه وي، بايد څادري واغوندي. دا کار د هغوی د دنيا او اخرت  په گټه دی.»

 محمد احسان  چې د دېرشو کلونو راهيسې د څادرۍ پلورلو هټۍ لري، وايي، د هغه د تجربې له مخې ښځې پخپله خوښه او رغبت ځان په ټوکر کې نه رانغاړي.

هغه وويل: «ډېر ځلې مې يوه ښځه له دې امله په ژړا کې ليدلې چې نه يې غوښتل څادري واغوندي، خو د خپل مېړه او خسر له خوا اړ ايستل شوې ده.»

نوموړي ٦٢ کلن هټېوال د يوې ځوانې ښځې کيسه وکړه چې د هغه په هټۍ کې تر گواښ لاندې نيول شوې وه.

هغه وويل: «يوې نوې واده شوې ښځه، چې نه يې غوښتل څادري واغوندي، د خپل خسر له خوا ورته گوته وڅنډل شوه چې وبه يې وهي او ورته يې وويل: (زموږ کورته به له څادرۍ سره ننوزې او مړی به دې له څادرۍ سره له کوره وځي. د سر د ستمال په سرول له ياده وباسه!)

ديني عالمان وايي، د حياناکو جامو پر سم تعريف باندې له پېړيو پېړيو راهيسې ديني عالمانو بحثونه کړي دي.

د مولوي سيد حسين حسيني په نامه يوه ديني عالم وويل، له دې څخه څرگنديږي چې د حجاب لپاره د څادرۍ په نامه کوم ليکلی تعريف نشته. 

هغه په دوام وويل: «حجاب په اسلام کې د ښځو د بدن د محرمو برخو پوښل دي؛ لاسونه، مخ او پښې  په هغې شاملې نه دي.»

حسيني وويل، په احاديثو او اسلامي متونو کې د حجاب د کوم ځانگړي ډول يادونه شوې نه ده. له دې امله دا سمه نه ده چې پر څادرۍ باندې د اسلامي حجاب په توگه ټينگار وشي.

د هرات ولايت د ښځو د چارو رئيسې، محجوبې هروي وويل: «که چېرته خلک په اسلام کې د حجاب په اړه معلومات پيدا کړي، لږ شمېر نارينه به پر ښځو باندې د حجاب په توگه د څادرۍ پر اغوستلو ټينگار وکړي.»

هغې وويل: «له دې امله موږ لاس تر زنې ناست نه يو، د ديني عالمانو په مرسته موږ خلکو ته د اسلامي حجاب په اړه معلومات چمتو کوو.»

ټول نارينه د داسې محدود ټوکر پر اغوستلو ټينگار نه کوي.

د هرات يوه اوسيدونکي، سيد جمال فقيري وويل: «د څادرۍ اغوستل ښځو ته زياتې ستونزې پيدا کوي. ما ډېر ځله په خپلو سترگو ليدلي چې څادرۍ اغوستونکې مېرمنې خپله مخه نشي ليدلای او د تگ پر مهال په لاره لويدلي دي.»

يو شمېر نور خلک، په تېره بيا په کليوالي سيمو کې، هوډمن دي چې څادري د هغوی د کورنيو د ښځو لپاره يو منلی حجاب دی.

د هرات ولايت د گذرې د ولسوالۍ د بالابلوک اوسيدونکی، ملا محمد آن له کور څخه د ښځو له وتلو سره مخالف دی.

هغه وويل: «زه نه غواړم مېرمن مې له کوره بهر ووځي. د هغوی ځای پخلنځی دی، نه بهر.» نوموړي د خپلې کورنۍ له ښځينه غړو سره له مرکي کولو اجازه ورنه کړه.

هغه وويل: «که زما د کورنۍ ښځې له کوره له څادرۍ اغوستلو پرته ووځي، نو دواړه پښې به يې پرې کړم.»

Frontline Updates
Support local journalists