افغان ملي سرود لانجې راپورته کړې

ددانش کړوخيل ليکنه

افغان ملي سرود لانجې راپورته کړې

ددانش کړوخيل ليکنه

کله چې اسماعيل قاسميار د جرګې دپيل هڅه وکړه،قاري برکت اله سليم قرانکريم تلاوت کړ،له پخواني پاچا څخه هيله وشوه چې جرګه پرانيزي،دغه مهال درباني دوخت جوړشوى ملي سرود وژغيده.

دملي سرود له خپريدا وروسته دلغمان ولايت يوې استازې،ميرمن ارين يون دملي سرود په خپريدو نيوکه وکړه،ويې ويل وپکار و چې د داود خان دوخت ملي سرود غږيدلاى واى.د١٩٧٠ کلونو د ولسمسر داود خان ملي سرود پښتو و او د رباني دواکمنۍ وال دري.

يوه بل استازي وويل،دبن دپريکړپر بنسټ بايدد-١٩٦٣-کال داساسي قانون له اوصولو سره سم تګلاره پلې شي .هغه مهال هيواد ملي سرود نړ لاره.

دجرګې دکميسيون مشر اسماعيل قاسميار نيوکه پر ځاى وبلله،خو زياته يې کړه،ددې ملي سرود دخپراوي لامل دپاچا ځنډيدا وه او موږ غوښتل چې همدا تشه ډکه کړو.

درباني دزمانې بې نومه ملي سرود هم له پلوۍ پاتې نشو،استاد سياف داسلامي اتحاددګوند مشرغبرګه کړه،په ملي سرود کې داله اکبر مقدس ټکي ديوولس پر دغو سپيځلو کلماتو را ټوليداى شي،همدا زموږديني مقدسات دي.

تيره مياشت حفيظ منصور دکابل راډيو _تلويزيون ريس دملي سرود په اړه له ظرافته ډکه خبر کړې وه،ده ويلي و،موږملي يو والى نه لروکه مو لرلاى هم به مو ملي سرود درلوداى هم مشر.

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists