افغان محصلان د گروهې او ټاکنو په مناظره کې برخه اخلي

.مذهبي لارښوونکي ځوانو رايه ورکوونکو ته وايي چې د مشر غوره کول يوه ستره او مهمه ديني دنده ده

افغان محصلان د گروهې او ټاکنو په مناظره کې برخه اخلي

.مذهبي لارښوونکي ځوانو رايه ورکوونکو ته وايي چې د مشر غوره کول يوه ستره او مهمه ديني دنده ده

په افغانستان کې د سخيداد مهدي يار ليکنه

په يوه مسلمانه ټولنه کې د ټاکنو رول د افغانستان د شمال په مزارشريف ښار کې د آی ډبليو پي آر په کوربه توب د يوې غونډې په ترڅ کې وڅېړل شو.

د اسلامي ښوونو يوه استاد، مفيد د بلخ پوهنتون د سلو تنو محصلانو يوې غونډې ته د خپلې وينا په پيل کې وويل، ټاکنې نه يوازې يو حق دی، بلکې د مسلمانانو مکلفيت هم گڼل کيږي، سره له دې چې په افغانستان کې د تېرو دولسو کلونو تجربو ونه کړای شول خلک د دموکراسۍ پر ارزښت باوري کړي.

د مولانا عبدالبصير بهروي په نامه يوه ديني عالم وويل، د مشرانو د غوره کولو لارې چارې د اسلام په لومړيو وختونو کې تر بحث لاندې نيول شوې وې. سره له دې چې د وخت په تېرېدو سره د هغې بڼې او شکل بدلون موندلی، خو ديني او بنسټيز مفهوم يې لا هماغسې پر خپل ځای پاتې دی.

په ټاکنو کې د دينې پوهانو د رول په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې مفيد وويل، رايه ورکوونکو لازم معلومات تر لاسه کړي دي چې د خپلې خوښې په اړه پرېکړه وکړي.  

هغه وويل: "زموږ خلک به اوس د بشپړ منطق او دلايلو پر بنسټ يوه موضوع ومني يا رد کړي، چې پخوا به يې مازې د نورو خلکو له خولو اورېدله او منله به يې."

له هغه څخه د حقوقو او سياسي علومو د پوهنځي يوې محصلې وپوښتل، چې گوندې د ٢٠١٤ کال ټاکنې به کوم مثبت بدلون راولي. مفيد وويل: "موږ له ټاکنو پرته بله کومه لاره نه لرو. له دې امله هرڅومره چې دا بهير پياوړی کولای شو، په هماغه کچه به يې پايلې ښې وې." 

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Elections
Frontline Updates
Support local journalists