افغان کروندگر وايي سويا بين د دوی په گټه دی

د نوي فصل حاصل په ختيځو سيمو کې په چټک ډول پر مخ ځي

افغان کروندگر وايي سويا بين د دوی په گټه دی

د نوي فصل حاصل په ختيځو سيمو کې په چټک ډول پر مخ ځي

IWPR
IWPR

په افغانستان کې د اکمل ظاهر ليکنه

په افغانستان کې کرنيز سکتور ته د يو نوي فصل د ورپېژندلو له ستونزو سره سره د ختيځ ولايت، ننگرهار يو شمېر کروندگر وايي چې له سویا بين څخه ښه گټه تر لاسه کوي.

د متحده ايالتونو د کرنې وزارت له ٢٠١٠ کال راهيسې د ٣٤ مليونو ډالرو يو پروگرام پر مخ وړي. افغان کروندگر د سویا بين کرلو ته هڅوي چې دا غله دانه د يو حاصل په توگه پروسس او مارکيټ ته وړاندې کړي او خلک ترې د ورځنيو خوړو د پوره کولو لپاره کار واخلي. د (Foreign Policy magazine)  د جولای د مياشتې په گڼه کې د يو خپور شوي رپوټ له مخې نوموړی پروگرام له يو لړ ستونزو سره مخ شوی او هغه د سویا بين د نوو اوړو په اړه د افغانانو زړه نازړه توب دی. 

له دې سره سره بيا هم په يو شمېر ولايتونو کې د هغې کرکيله دوام لري او لږ تر لږه له آی ډبليو پي آر سره د  ننگرهار د کروندگرو له مرکو داسې بريښي چې راتلونکي ته يې خوشبين دي.

د ننگرهار د ښېوې د ولسوالۍ اوسيدونکي، رحمت الله ثاقب وويل: «سویا بين يوه ښه غله دانه ده او موږ ترې ډېره گټه ترلاسه کړې. همدارنگه د کور دننه راته متبادل خواړه چمتو کوي.»

د احمد د سویا بين د پروسس شرکت رئيس، عبدالاحمد لقماني وويل، د دې فصل حاصل په ننگرهار او گاونډيو ولايتونو، لغمان او کونړ کې په ٢٠١١ کال کې له يوولسو ټنو څخه په روان کې ٤٠ ټنو ته لوړ شوی دی.

د ننگرهار د کرنې رئيس، محمد حسين ساپي وويل، چارواکو د ننگرهار د ٢٢ ولسواليو له ډلې څخه د ١٤ ولسواليو کروندگر هڅولي چې سویا بين وکري. دې کرکيلې ته به نوره پراختيا هم ورکړل شي.

هغه وويل: «دا درېم کال دی چې موږ د سویا بين کرکيله کوو او پايله يې په زړه پورې ده.»

د نړيوالې تغذيي او روزنې ځايي مشر، عبدالسلام هلالي وويل، شاوخوا ١٢٠٠ تنه کروندگر د سویا بين په کرکيلې کې روزل شوي او دمگړۍ په ننگرهار کې او د ٤٢٠ او ٢٨٠ تنو په ترکيب يې کوچنۍ ډلې په ترتيب سره په گاونډيو ولايتونو، لغمان او کونړ کې په کرکېلي بوخت دي.

د سویا بين خواړه د ښې تغذيي لپاره ډېر سودمن دي، يا په خپله خوړل کيږي او يا هم د غنمو له وړو سره گډيږي.

ډاکټر خيرالله خيال وويل: «سویا بين د پروتينو د لوړ مقدار د شتون له امله د تغذيې لپاره ډېره گټوره ماده ده.» هغه زياته کړه، دا خواړه په ځانگړي ډول خوارځواکه ماشومانو او ناروغانو ته خورا گټور دي.

د ننگرهار د ولايت د مرکز، جلال آباد اوسيدونکي رضا محمد وويل: «زما ماشوم زوی خوارځواکۍ وهلی و. ډاکترانو راته وويل چې د سویا بين خواړه ورکړم. له هغې وروسته د هغه د پوستکي رنگ ښه شوی  او غاښونه يې هم کړي دي.»

پر ښه غذايي کيفيت سربېره، سویا بين هغه غله دانه ده چې نړيوالو مرسته کوونکو زيار ايستلی د اپينو ځای ناستی يې کړي. افغانستان د نړۍ په کچه د هيروينو ستر توليدوونکی هېواد دی، چې له خامو اپينو څخه لاسته راځي. 

د عبدالواسع په نامه د ننگرهار د يو کروندگر په وينا د سویا بينو له امله د هغه اقتصاد ښه شوی دی.

هغه وويل: «زه د سویا بين له کرکيلې ډېر خوښ يم، ځکه ټولنې ته يې ډېره گټه رسيږي. موږ پخوا کوکنار کرل، چې ډېر کار او لږه گټه يې درلوده. په داسې حال کې چې سویا بين لږ کار غواړي او ډېره اقتصادي گټه لري.»

اکمل ظاهر د ننگرهار پوهنتون محصل او د آی ډبليو پي آر تر روزنې لاندې خبريال دی.

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists