افغان کروندگر د گلپيانو پر حاصلاتو ډده لگوي

افغان کروندگر د گلپيانو پر حاصلاتو ډده لگوي

Thursday, 21 November, 2013

په افغانستان کې د ذبيح الله غازي ليکنه

په افغانستان کې ډېرې داسې هڅې سرته رسيدلي چې د کوکنارو په وړاندې د منلو وړ بديل کښت وموندل شي. د ختيح ولايت، ننگرهار کروندگر وايي کېدای شي د دې پوښتنې ځواب هغوی موندلای وي او هغه [خاکساره] گلپيان دي.

دا بوټی د ننگرهار په زياترو ولسواليو کې کرل کيږي او کرکيله يې مخ په زياتېدو ده.

د کرنې ځايي کارکوونکی، محمد شعيب وايي، د گلپيانو کرکيله په هر هکتار کې بزگرانو ته تر ٥٠ زرو پورې افغانۍ [نژدې يو زر امريکايي ډالره] حاصل ورکوي. گلپيان د ناقانونه کوکنارو د کر په وړاندې يو ښه بديل دی.

کروندگر وايي، د هغوی په وړاندې تر ټولو عمده خنډ دادی چې د حاصلاتو پر مهال د هغې بيه رالويږي او په پای کې په ټنونو گلپيان بې خرڅلاوه پاتې کيږي. يوه اندازه گلپيان د افغانستان نورو برخو او يا له پولې هاخوا پاکستان ته، د خرڅلاو لپاره وړل کيږي. خو کروندگر وايي چې بايد د کرنې وزارت ورته د ليږدولو د لارو چارو په برخه کې مرستې چمتو کړي.  

د بلال په نامه يو کروندگر آی ډبليو پي آر ته وويل، چارواکي ورسره د کيماوي سرې مرسته نه کوي، سره له دې چې د کرنې د رياست کارکوونکو په ټينگار وويل، چې د تخم او بازار ميندلو په برخه کې پراخې مرستې کوي.

ذبيح الله غازي د آی ډبليو پي آر له خوا په جلال آباد کې يو روزل شوی خبريال دی.  

دا رپوټ د آزاد فکر: خبرې وکړئ، لاسته يې راوړئ –د آی ډبليو پي آر د نوښت له مخې په کابل کې د امريکا د متحده ايالتونو د سفارت په مالي مرسته په افغاني ټاکنو کې د پوهنتون او ځوانانو د گډون د پراختيا د پروگرام د يوې برخې په توگه چمتو شوی دی.

Afghanistan
Economy
Frontline Updates
Support local journalists