افغان ځايي چارواکي او د دندو د سرته رسولو مسؤوليت

ولايتي اداره چيان او ناحکومتي موسسې يو پر بل د نه همکارۍ پړه اچوي.

افغان ځايي چارواکي او د دندو د سرته رسولو مسؤوليت

ولايتي اداره چيان او ناحکومتي موسسې يو پر بل د نه همکارۍ پړه اچوي.

په افغانستان کې دای ډبلیو پی ار ژونالستانو لیکنه

روانه مياشت د آی ډبليو پي آر د مناظرو په لړۍ کۍ د افغان مدني ټولني استازو ته يو فرصت ورکړ شو چې له ځايي حکومتي چارواکو څخه سختې پوښتنې وکړي.

د وردگو، کونړ او پکتيا ولايتونو فعالانو پر ځايي چارواکو پړه واچوله چې د هغوی د کار مخه نيسي، خو چارواکو دا تورونه رد کړل.

په وردگو کې جوړې شوې مناظرې ته د يوې ناحکومتي موسسې فعال، ولي محمد الهام د خبرو په مهال وويل، ناحکومتي ډلو هيڅکله حکومتي ادارو ته لار ونه موندله.

هغه وويل: «مدني ټولني د خلکو او حکومت تر منځ د يو پل دنده لري، خو حکومتي چارواکي دې ته چمتو نه دي چې د مدني ټولنې کوم انتقاد يا وړانديز ومني يا له هغوی سره سلا مشوره وکړي.»

د وردگو د والي، عبدالمجيد وياند، عطاءالله خوگياڼي دا تورونه رد کړل.

هغه وويل: «دوې ورځې دمخه موږ د سيدآباد د ولسوالۍ د خلکو استازو، مدني ټولنې او قومي مشرانو ته په يوې غونډې کې د گډون بلنه ورکړې وه چې د سولې په راوستلو کې له موږ سره مرسته وکړي. مدني ټولنې پر حکومت د انتقاد حق لري، کولای شي سپارښتنې وکړي او پېشنهادونه ورته وړاندې کړي.»

د نوموړي ولايت د اطلاعاتو او فرهنگ رئيس، محمد اورنگ مختار د دې پوښتنې په ځواب کې، که مدني ټولنه نه وای، نو څه به پېښ شوی وای، وويل، «له بشري او مدني حقونو څخه به سرغړونه کېده، خپلسري به وه او د ځان په گټه به پرېکړې کېدې.»

د مناظرې په اوږدو کې د وردگو د سولې عالي شورا تر کلکو نيوکو لاندې راغله. د نجيب فکرمند په نامه د مناظرې يوه برخوال ادعا وکړه، د ملي سولې شورا سيمه ييز دفتر، چې دنده يې له طالبانو سره خبرې اترې دي، هيڅ لاسته راوړنه، نه لري او له مدني ټولنو سره يې له همکارۍ څخه ډډه کړې ده.  

په وردگو کې د نوموړې شورا سکرتر، احمد فهيم ستانکزي په ځواب کې وويل، په حقيقت کې يې ځايي ناحکومتي موسسې خپلو غونډو ته رابللي او گډې غونډې يې ورسره جوړې کړي دي. د خپلو لاسته راوړنو په اړه ستانکزي وويل، د سولې عالي شورا په لسگونه ملېشې هڅولې چې خپلې سلاگانې پر ځمکه کيږدي.

هغه وويل، حکومت خپلې دندې سرته ونه رسولې او پخوانيو مخالفينو ته يې ټولنې ته د ورگرځېدو امکانات برابر نه کړل.  

نوموړي وويل: «حکومت آن ډېرې بنسټيزې اړتياوې پوره نه کړې. له دې امله په دې ولايت کې د سولې له بهير سره د يوځای کېدونکو مخالفينو کچه ټيټه ده.»

خوگياڼی له دې خبرو سره موافق نه و، ټينگار يې وکړ، چې په وردگو کې د سولې د عالي شورا استازي په کابل کې استوگنه لري او لږ کار او فعاليت سرته رسوي. نوموړي زياته کړه، هغوی تر دې کچې نامشهوره دي چې «هيڅکله نشي کولای کلو ته لاړ شي. هغوی په خپل کار کې بيخې پاتې راغلي دي.»

الهام وويل، د سولې شورا سمه بودجه  لري  نوځکه  نفوذ لرونکي اشخاص ګماري ، هغوی  يوازې د دې لپاره دي چې «له خپلو سرچينو گټه واخلي نه دا چې سوله تامين کړي.»

نوموړي هم د سولې پر عالي شورا تور پورې کړ چې نه غواړي له ناحکومتي موسسو سره اړيکې پيدا کړي.

هغه وويل: «زه په دې ولايت کې د مدني ټولنې د يوه فعال په توگه کار کوم، خو تر اوسه مې نه دي اورېدلي نوموړې شورا دې مدني ټولنه رابللې وې چې خپلو فعاليتونو ته وده ورکړي يا گډې غونډې جوړې کړي.»

د کونړ ولايت په مرکز، اسعدآباد کې په يوې جوړې شوې ورته غونډه کې حکومتي چارواکو پر مدني ټولنې د بې کفايتۍ تور پورې کړ.  

د نوموړي ولايت د اطلاعاتو او فرهنگ رئيس، جنت گل فدا وويل، د کوڼړ يو شمېر ناحکومتي موسسې د خپلو مادي گټو لپاره جوړې شوې دي.

هغه وويل: «يو شمېر ناحکومتي موسسي شته چې هيڅ بريا نه لري او خپل مسؤوليت نه پېژني. داسې موسسې هم شته چې يوازې د مادي امتيازاتو لپاره رامنځته شوي دي. هغوی د حساب کتاب وړ نه دي.»

د کونړ د ځوان فکر د غورځنگ غړي، شعيب غروال ومنله چې يو شمېر ځايي ناحکومتي موسسې بايد زيات کار ته وهڅول شي.

 

هغه وويل: «مدني ټولنې د سولې په اړه د خلکو د پوهې د کچې په لوړلو کې ارزښتمنه دنده سرته رسولې. دا يو مهم اصل دی. هغوی کنفرانسونو جوړ کړي او د رسنيو له لارې يې د سولې په اړه پروگرامونه خپاره کړي دي. دا فعاليتونه ښايي له پامه ونه غورځول شي.»

د ځوان فکر غورځنگ مشر، خيبر ډگر، چې بيان راديو ته رپوټونه هم چمتو کوي، موافق و چې رسنۍ هم رول لري او بايد ويې لوبوي.

هغه وويل: «په حقيقت کې د مدني ټولنې د يوې برخې په توگه د رسنيو استازي د سولې د تامين لپاره روزل شوي افراد لري.»

د کونړ د ښځو د چارو رئيسې، نسيمې شفق سعادت په ناحکومتي موسسو کې د ښځو د ټيټې کچې ښکېلتيا ته گوته ونيوله.

هغې وويل: «که چېرته د مدني ټولنې ډلې، ځوانان او ښځې په گډه موسسې جوړې کړي او د دوه اړخيز درناوي له لارې يو له بل سره اوږه په اوږه ودريږي، نو ښځې کولای شي د مثبتو مفکورو او نظريو د وړاندې کولو له لارې ونډه واخلي.»

همدارنگه د ناحکومتي موسسو د سکتور د برخې انتقادونه د نومبر د مياشتې په پنځمه نېټه په پکتيا پوهنتون کې د آی ډبليو پي آر له خوا په يوې جوړې شوې مناظرې کې رابرسېره شول. د دې مناظرې گډون کوونکو وويل، نوموړې موسسې د حکومت او ولس ترمنځ د تشې په ډکولو کې پاتې راغلې دي.

د عاشق الله په نامه يوه گډون کوونکي وويل، ناحکومتي موسسو يوازې په لويو ښارونو کې فعاليت کوي، په داسې حال کې چې په لرې پرتو کلو او بانډو کې ورته ډېره اړتيا ليدل کيږي. 

د پکتيا د ولايتي شورا غړي، محمد رحمن قادري، چې په ورته وخت کې د مدني ټولنې د يوې ډلې مشري کوي، د ناحکومتي موسسو د پاتې راتگ خبره ومنله.

هغه وويل: «د مدني ټولنې غړي بايد ډېر زغم ولري. په کلو او بانډو کې کار کول او د خلکو او حکومت ترمنځ د واټن رالنډول اسانه نه دي. سره له دې چې دا يو سخت بهير دی، خو زما په اند رسنۍ په دې اړه زيات کار کولای شي؛ اوس په هرې کورنۍ کې د هغې اغېزاحساسيږي او خلک له خبرونو سره روږدي شوي دي.»

د پکتيا پوهنتون يو استاد، خالد حبيب وويل، رسنيو خپل پام يوازې جگړې ته اړولی دی. که چېرته د روان تاوتريخوالي پرځای د ودانولو او بيارغاولو د فعاليتونو په اړه رپوټونه خپاره شي، نو افغانان به خپل راتلونکي ته ډېر هيله من شي.

هغه وويل: «دلته رسنۍ د خپل هېواد گټو ته ژمنې نه دي. هغوی يوازې زموږ د مړينې رپوټونه خپروي.» نوموړي زياته کړه، اوس هم کېدای شي د پام لوری بدل شي.«زه يو شمېر رسنۍ پېژنم، چې خپلو خبريالانو ته يې ويلي د هغو پېښو په اړه رپوټونه چمتو نه کړئ چې د مړينې کچه يې له درېو تنو څخه کمه وي.»

په پکتيا کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسون د عامه خبرونې د څانگې مشر، محمد يوسف ملاتړ وويل، د بې روزگارۍ په راټيټولو کې د حکومت پاتېوالي هم په شخړو کې خپله ونډه درلودلې، ځکه په دې کار د مخالفينو جلب او جذب ته زمينه برابريږي. 

هغه وويل، له مخالفينو سره بهرنۍ مرستې هم کيږي. زياته يې کړه: «د کورنيو عناصرو لپاره د هوارۍ يوه لاره موندل کېدای شي، خو د بهرينو عناصرو له منځه وړل ستونزمن کار دی.»

په پکتيا کې د «کور د مدني ټولې» غړي، نيازالله ځاځي په ټينگه وويل، ناحکومتي موسسو ارزښتمن رول لوبولی دی.

هغه وويل: «باوري يم، څنگه چې مدني ټولنې له يوې ټولنې راوځي، نو په حقيقت کې کولای شي له نورو موسسو سره په گډه مرسته د سولې په راوستلو کې رغنده رول ولوبوي.»

دا رپوټ د آی ډبليو پي آر د پروژې د مناظرو  د لړۍ: افغانې روغه جوړه: د مدني ټولنې د ښکېلتيا له لارې د سولې تامين او د باور رامنځته کول، پر بنسټ چمتو شوی دی. 

 

Support our journalists