افغان امنيتي ځواکونه د متحده ايالتونو [د سرتېرو] له وتلو ډاريږي

يو شمير پوليس او سرتيري وايی هغوی له دې انديښنې دنده پريښې ده چې که د امريکايي سرتيرو له وتلو وروسته طالبان د واک په ګدۍ کښيني، نو د دوی حال به څه وي.

افغان امنيتي ځواکونه د متحده ايالتونو [د سرتېرو] له وتلو ډاريږي

يو شمير پوليس او سرتيري وايی هغوی له دې انديښنې دنده پريښې ده چې که د امريکايي سرتيرو له وتلو وروسته طالبان د واک په ګدۍ کښيني، نو د دوی حال به څه وي.

Wednesday, 27 October, 2010

په کاپيسا  کې دآی ډبليو پي آر د خبريال، ميوند ساپي ليکنه

داسې نښې نښانې ترسترګو کيږي چې د تګاب په ولسوالې کې د ملي اردو يو شمير سرتيري دنده پريږدي، ځکه هغوی ډاريږي که پهراتلونکي اوړي کې امريکايي سرتيري له افغانستان څخه په وتلو پيل وکړی، نو طالبان به غچ ورڅخه واخلي.

زياتره ځايي اوسيدونکي باوري دي چې که د متحده ايالتونو اردو د طالبانو له ماتولو يا پر وضعې باندې د افغاني ځواکونو له برلاسه کېدو پرته افغانستان پريږدي، نوياغيان به واک ترلاسه کړي او هغو افغانانو ته به سزا ورکړي چې د هغوی په وړاندې يې مقاومت کړی دی.

طالبان، د کابل شمال ته ۵۰ کيلومتره وړاندې،  د کاپيسا ولايت د تګاب د ولسوالې زياتره برخه به لاس کې لري  او په افغان حکومت کې کار له خطره  ډک بريښي.

د اسدالله په مستعار نوم يو شخص زړه نازړه و، چې ووايي تر دې وروستيو وختونو پورې يې په ملي اردو کې دنده درلوده. نوموړي چې د تګاب په غرنۍ ولسوالې کې يې په خپل کلي کې يوې ونې ته ډډه لګولې، وويل، له هغه وروسته چې پروسږکال د متحده ايالتونو ولسمشر، بارک اوباما ياودونه وکړه د راتلونکي کال (۲۰۱۱ کال جولای) کې به د هغوی سرتيري له افغانستانه په وتلو پيل وکړي، له خپلې دندې ګوښه شو.

هغه وويل: «ما دوه کاله  د هلمند په ولايت کې په ډېرو سختو شرايطو کې دنده اجرا کړه. ما تل داسې انګيرله چې دا هېواد به ودان شي او سوله به ټينګه شي ... خو کله چې د امريکا ولسمشر  د خپلو سرتيرو د وتلو په اړوند خپله پريکړه اعلان کړه، نو د يو زيات شمير سرتيرو پر مورال يې منفي اغيزهوکړ.»

«موږ ته څرګنده شوه چې زموږ خوبونه نه رښتيا کيږي او که طالبان راوګرځي، نو موږ به [د خيانت په وړاندې] له محاکمې سره مخامخ شو. موږ څلورو تنو خپله دنده پرېښوده.»

اسدالله دوام ورکړ او ويې ويل، څرنګه چې ياغيان لا له وړاندې غښتلي شوي دي،که د متحده ايالتونو سرتيري له افغانستانه ووځي، نوهرو مرو به افغان حکومت راوپرځي. نوموړي زياته کړه،  له هماغه ورځې وروسته له خپلې دندې ګوښه شوی دی.

هغه وويل: «په کلي کې هيڅوک هم په اردو کې زما له دندې خبر نه دي. ما خلکو ته ويلي چې په ايران کې کارکوم.»

له افغانستان څخه د واشنګټن د وتلو لپاره يو اساسي شرط د غښتلي اوپياوړي افغانامنيتي پوځ موحوديت دی..متحده ايالتونو د ملی اردو او ملي پوليسو د سرتيرو پر جلب و جذب، روزنې او تجهيز باندې زيات لګښت کړی دی.  اوسمهال ملي اردو ۱۳۴۰۰۰ فعال سرتيري لری. کابل او واشنګټن هيله من دی چې دا شميره به تر راتلونکو دووکلونو پورې دوه برابره شي. د ملي پوليسوشميره  دمګړۍ شاوخوا نوي زرو ته رسېدلې او په پام کې ده چې تر۱۹۰۰۰۰  پورې لوړه شی.

ملي اردو او ملي پوليس دواړه سمه روزنه نه لري، نالوستي دی او زياتره له دندې تښتي. متحده ايالتونو ټينګار کړی تر هغه به خپل سرتيري ونه باسي، چې افغان وسله وال پوځ د امنيت د تامين جوګه شوی نه وي. هغوی د خپلو وتلولپاره۲۰۱۴ کال نېټه مناسبه ګڼلې ده.

په تګاب کې داسې بريښي چې آن افسران او صاحب منصبان د نظم د ساتلو په اړوند د ملي اردو په وړتيا شکمن دي.

د دفاع  وزارت يوپخوانی ډګروال، چې ونه يې غوښتل ونومول شي، وويل: «امريکايان د وتلوخبرې کوي. زه ډاډمن يم د هغوی له وتلو وروسته به طالبان بېرته واک ترلاسه کړي. دې ټکی زه اړ ايستلم، چې له خپلې دندې ګوښه شم، ځکه د تګاب په ولسوالې کې ډېره ځمکه او باغونه لرم. هغه [خپلې ځمکې او باغونه] د يوې ناڅرګندې راتلونکې لپاره له خپلې دندې ځارولی نشم.»

د تګاب په ولسوالې کې د پوليسو د مورال د لاسه له ورکولو رپوټونه هم خپاره شوي دي. 

د کاپيسا د ولايت د ختيځې سيمې يو  ځوان، چې ځان يې د جميل په نامه وپېژاند، وويل,د دندې د پرېښودو په  اړه يې د کورنې له فشار سره سره  څلور کاله په کابل کې د پوليسو دنده سره ته رسولې ده.هغه وويل ((د وتلو په اړه د متحده ايالتونو پلانونه له دندې څخه زما د ګوښه کېدو وروستنی لامل دی.  ))  

هغه وويل: «ماته د خپل هېواد خدمت غوره ښکاري، ددې پرځای چې نورو هيوادونو ته لاړ شم او هلته د مزدور په توګه کار وکړم. خو له افغانستان څخه د خپلو سرتيرو د ايستلو په اړه د امريکا د ولسمشر له اعلان وروسته ما خپله دنده پريښوده، ځکه که طالبان واک ته ورسيږي، نو ژوند به مو له خطر سره مخامخ شي. موږ پر بهرنيانو باور نشو کولای. کله چې يې دلته ګټه نه وي، يوه  شېبه به هم پاتې نشي.»

يوازې هغه خلک د خطر احساس نه کوي چې امنيتي دندې سرته رسوي.

د کاپيسا ولايت يو ځوان، چې د نامه له ښودلو يې ډډه وکړه، وويل، له تېر کال راهيسې د ژورنالست په توګه دنده سرته رسوي، خو دنده يې پريښې او په بزګرۍ بوخت دی. 

هغه وويل: «مور مې د امريکايانو د وتلو خبرې اورېدلی دي. هغه وغوښتلم او په اندېښمنه ژبه يې راڅخه وغوښت : (زويه، دا دنده پريږده او بېرته کورته راشه. زه تاته ډېره انديښمنه يم.خلک دلته وايي چې امريکا وځي او حکومت به بېرته د طالبانو لاس ته ورشي. دنده هېره کړه او کور ته راشه، که ته نه يې معاش به دې څه کړم؟)»  

حکومتی کارکوونکی ددې ډار په اړه څه نه وايي.

د اردو د جلب او جذب د رياست غړی، ډګروال محمد اکبر ستانکزی وايي، د متحده ايالتونو د وتلو پلانونه په اردو کې د شاملېدو په کار اغېز نه کوي.

هغه وويل: «د ملي دفاع د وزارت له خوا موږ ته راکړ شوی پلان  په سم ډول پلی کيږي. د نوو سرتېرو شميره مخ په زياتيدو ده. د ملي دفاع د وزارت په  نسبت زيات شمېر نوي ځوانان د جلب او جذب مرکزونو ته راځی.» هغه دا هم وويل چې له دندې څخه تيښته د يوې ستونزې په توګه پر خپل ځای پاتې ده..

نوموړي زياته کړه: «دا سمه ده چې د ټيټ مورال يو شمېر سرتيري  له خپلو دندو تښتي. دا هغه خلک دي چې د دښمن تر تبليغ لاندې راغلي دي. په عمومي ډول د اردو د سرتيرو مورال ډېر  لوړ دی. که چېرته امريکايان او بهرنيان ووځي، د افغانستان اردو او پوليس له هېواد څخه د دفاع وړتيا لري.»

د کورنيو چارو د وزارت  وياند، زمري بشيري هم آی ډبليو پي آر ته وويل، د امريکايي پوځونو پيشبيني شوي وتلو د پوليسو مورال ټيټ کړی نه دی.  

هغه وويل: «که چيرته بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، هغه به د يو منطقي او مناسب پلان له مخې وي، چې د افغانستان د هرې برخې د امنيت مسؤوليت به افغان ځواکونو ته سپارل کيږي.» 

هغه زياته کړه، د پوليسو له ليکو څخه تېښته د طالبانو د غچ اخيستلو له ډاره نه ده. «د هغه ستړي کوونکي کار د فشار له امله ده چې هغوی پکې زياتره له حکومتي ضد ځواکونو، قاچاق وړونکو او نورو جنايتکارانو  سره مخامخ کيږي. موږ يو پلان تر لاس لاندې لرو چې دا فشار [پر هغوی] ټيټوي. خو ددې ثبوت نه لرو چې ګوندې پوليس دې خپلې دندې پريږدي.»  

بهرنی چارواکی وايي د متحده ايالتونو د وتلو ډار دمخه خبره ده، ځکه کره نېټه لا تر اوسه ټاکل شوې نه ده.

د ناتو ترمشرې لاندې د نړيوال سوله ساتي ځواک (ايساف) وياند، ډګروال جان دوريان وويل:‎: «موږ تر ۲۰۱۴ کال پورې د وتلو د نېټې د وروسته کولو په اړه خبرې اترې کوو، ترڅو افغان امنيتی ځواکونه پخپله د خپل امنيت د ټينګولو جوګه شي. موږ به تر هغه پورې په افغاانستان کې واوسو، چې افغان امنيتی ځواکونه وکړای شي خپل امنيت ټينګ کړي.» 

«موږ په دې اړه يو مناسب پلان لرو، چې په افغانستان کې د هرې ولسوالۍ اوهرکلي امنيتی حالت په پام کې نيسو. هغه مهال چې په دې ولسواليو او کلو کې امنيتی وضعه سمه شوه او امنيتي ځواکونه د امنيت د ساتلو جوګه شول، نوموږ به له افغانستان څخه پړاو په پړاو ووځو.»  

ځايی سياسي شنونکي په دې اند دي، چې  د متحده ايالتونو په پام کې نيول شوې وتلو هم د حکومت او هم خلک هيښ کړي دي.

.د کابل پوهنتون د حقوقو د پوهنځي استاد، نصرالله ستانکزي وويل:  «د امريکايي چارواکو له خوا د وتلو په اړه پرله پسې خبرو د افغانستان ټول موسسات تر فشار  لاندې راوستي دي.» .

د پارلمان يو غړي، کبير رنجبر وويل: «[دې کار] د افغانستان حکومت  تر فشار لاندې نيولی او ولس يې انديښمن کړی دی. ځکه خلکو لا تر اوسه په خپلو پوليسو او اردو پوره باور او ډاډ نه دی ترلاسه کړی. هغوی په دې پوهيږی چې [اردو او پوليس] نشي کولای ددې هېواد امنيت وساتي.» 

طالب مشرانو په خپل وار دا ټکی ولس ته څرګند کړې، هغه مهال چې د متحده ايالتونو ځواکونه ووځي،  له هر هغه چا سره به حساب وکړي چې له بهرنيانو سره يې کار کړی وي.  

د تګاب په ولسوالې کې يو طالب قوماندان، چې د نامه له څرګندولو يې ډډه وکړه، وويل، «ددې حقيقت په اړه کوم شک نشته چې امريکايانو ماتې خوړلې او اوس له هېواده د وتلو لارې چارې لټوي. موږ ته امريکايان او هغه څوک يو شان دي، چې له هغوی سره مرسته کوي. هرچاته به د خپل جرم متناسب سزا ورکړای شي.» 

Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists