آذربايجان: ماشوم زيانول د کورني پلان په موخه تر سره کيږي

زياتره آذري مېرمنې په دې ناسمې پوهېدلي دي، چې د حمل د کنترول لپاره د ګوليو کارول په مخ باندې دويښتانو د رازرغونېدو لامل کيږي .

آذربايجان: ماشوم زيانول د کورني پلان په موخه تر سره کيږي

زياتره آذري مېرمنې په دې ناسمې پوهېدلي دي، چې د حمل د کنترول لپاره د ګوليو کارول په مخ باندې دويښتانو د رازرغونېدو لامل کيږي .

په شپاړس کلنۍ کې له واده وروسته ناتوان يوولس ځلې ماشوم زيان (Abortion) کړی دی. اوس هغه 38 کلنه او د دوو کوچنيانو مور ده. هغه لا تر اوسه دزېږېدو د مخنيوي لپاره چاره نه لټوي او د پرله پسې ماشوم زيانولو (ابورشن) له امله له ناروغتيا څخه کړيږي.


ناتوان وايي: ((زه ... له لومړي سړي څخه په لومړۍ شپه حامله شوم. موږ هيڅکله د هغې مخه نه ده نيولې. د هغې د مخنيوي لپاره موږ په هيڅ شي نه پوهېدو. زما ميړه نه غوښتل چې پوښ (کانډم) وکاروي.))


د يوې نړيوالې غير حکومتي موسسې د وينا له مخې د ناتوان کيسه په اذربايجان کې يوه مشهوره کيسه ده، چېرته چې يوازې په سلو کې 12 مېرمنې د اولاد د زيږېدو د مخنيوي عصري ميتود کاروي.


دا ډله وايي، چې ابورشن په اذربايجان کې د زېړېدنو د کچې د تنظيم يوازينۍ لار ده. پړه د ږيږېدو د مخنيوي د توکو په کمبوت او د طبي څارنې په خراب حالت اچول کيږي، چې يو شمېر خلک له ابورشن څخه ګټې تر لاسه کوي، چې د هغوې د عايداتو عمده سرچينه جوړوي.


مهربان محمدوا د ماشوم وژغورۍ په پروژه کې د بيا زېږونې او کورني پلان د منيجرې مرستيال په دې اند دی، چې د غير ارادي حمل زياتوالی د ماشوم د ږېږېدود مخنيوي په هکله د عمومي پوهي د نشتوالي په نتيجه کې رامنځته کيږي. پر دې برسېره د زياتو معلوماتو د لاسته راوړلو په هکله هم خبرو اترو ته زړه نه ښه کوي.


محمدوا وايي: ((زيات شمېر مازې دومره نه پوهيږي، چې څنګه ځان وساتي. ځکه دا کار په اذربايجان کې يوه پټه او سري موضوع ګڼل شوې ده. خلک نه يواځې له بيګانه وو سره، بلکې د خپلو تر منځ هم نه غواړي د هغې په هکله خبرې اترې وکړي.))


د نسايي ولادي ناروغيو ډاکټرې ترانې حسنووا وويل، زياتره آذري مېرمنې د زيږېدنې د کنترول په هکله د ناوړه پوهاوي تر اغېز لاندې راغلي دي، په تېره بيا هغه چې ګومان کوي، ددې درملو په کارولو يې په مخ باندې زيات وېښتان راشنه کيږي، يا يې د بدن وزن زياتيږي يا په رحم کې د آلې نصبول د سرطان له ودې سره مرسته کوي. همدارنګه هغه د هېواد له يوې ليرې سيمې څخه يوې ځوانې جوړې کيسه په يادوي، چې په رحم کې د زيږولو د مخنيوي آله له دې امله نه نصبوي، چې ښايي مېرمن يې د برښنا په واسطه مړه شي.


په پاي کې په روغتون کې چېرته چې حسنووا کار کوي، يوازې د لسو ابورشنونو څخه دوه يا درې هغه يې د طبې لامل له مخې کيږي. زياتره يې "کوچني اپورشنونه" دي، چې نطفه له شپږو اوونيو لږ عمر ولري.


په باکو کې د ښځو د ناتار په مرکز کې متانت عزيزوا په هغو ډاکټرانو باندې نيوکې کوي، چې دا راز عملياتونه سرته رسوي. هغه وايي زياتره کلينيکونه آن د حفظ الصحې ډېر لومړني شرايط په پام کې نه نيسي او نه لومړنۍ طبي کتنې سرته رسوي، چې له ابورشن څخه د مخه يې سرته رسول حتمې ګڼل کيږي.


عزيزوا وايي: "ايچ آى وي (HIV) لرونکي ١٦کلنه کاسيره ښځه موږ ته راغله، چې د ورځې له اوو، اتو سړيو سره يوځای کېده او آن د حمل د مخنيوي له ډېرې لومړني وسيلې څخه بېخبره وه. هرې دوې مياشتې وروسته هغې ابورشن سرته رسولو او خپله ناروغي يې له ډاکټرانو څخه پټوله."


د حمل د مناسب مخنيوي (کانتراسيپشن) نشتوالي په ښځو کې د جنسي نژدې والي پورې اړوندې ناروغى لامل کيږي، چې د هغو زياتره يې د خپلو مېړنو له خوا، جې نه غواړي پوښ (condoms) وکاروي، اخته شوي دي.


حسنووا وايي: "په دې پېښو کې معمولا يوازې مېرمنې تر درملنې لاندې نيول کيږي، خو کله چې لومړنۍ پايلې څرګندې شي، نو بيا له هغې ورسته هغوى نه راځي او دا خطر ورته متوجه کيږي، چې ناروغي يې ډېره زړه شي او د جدي پايلو لامل شي."


پاکيزې د جنسي نژديوالي پورې اړونده ناروغي له خپل مېړه څخه اخيستې ده، چې د چلوونکى دنده لري. هغه وايي: "ما د غير ارادي حمل په وړاندې ځان ساتلو. خو ما داسې نه انګېرله، چې له خپل مېړه څخه به داسې ناروغي راته سرايت کوي، له دې امله هيڅکله پوښ نه کاروم."


د آذري مېرمنو لپاره د زيږېدو د مخنيوي په هکله د ناپوهۍ لويه ستونزه داده چې کانتراسيپتيف ډېر ګران بيه دی او په سخته لاس ته راځي.


پنځه ويشت کلنه سيونج، بېروزګاره مېرمن،چې مېړه يې په يو رستوران کې پيشخدمت دى، وايي: "موږ هيڅکله د حمل د مخنيوي د وسېلې د اخيستلو لپاره پيسې نه لرو. زه اوس ډاريږم، چې ګوندې بيا مې حمل اخيستى دى. ځکه په هر ترتيب چې وي بايد ددې ابورشن لپاره پيسې په پور واخلم."


محمدوا ټينګار کوي، چې د حمل د مخنيوي دوسېلې پېرودل د کورنۍ په بودجه باندې بار نه دى.


هغه وايي: "يو ابورشن له ٨٠-١٠٠٠٠٠ مناته (٢٠- ٣٠ امريکايي ډالر) پورې بيه لري، په داسې حال کې چې ډېر ګران بيه د خولې له لار د حمل د مخنيووکي درملو اخيستل، چې د يوې مياشتې لپاره چمتو شوي وي، له ٤-٣٥٠٠٠ مناته (له يو څخه تر اتو ډالرو پورې) پورې بيه لري. په رحم کې ايښوونکې آله ٢٠-٥٠٠٠٠ مناته بيه لري او له درېو څخه ترپنځو کلونو پورې کار کوي. او پوښونه د آذربايجان په هر درملتون او هټۍ کې په ډېرې مناسبې بيې پلورل کيږي. "


يو شمېر تدبيرونه ترپام لاندې نيول شوي، چې په آذربايجان کې ښځې د بيا بيا زيږولو په روغتيا باندې وپوهوي.


په ٢٠٠٣ کال کې د ماشومان وژغورئ او د کورنۍ دلارښود ملي څانګې د باکو په ګډون په څو سيمو کې په يو دوه کلن پلان باندې پيل وکړ، تر څو خلک د زيږېدو په کنترول باندې وپوهوي.


د پروګرام استازو به نېغ په نېغه له خلکو سره خبرې کولې، چې لومړى به له پوهاوي څخه ليرې وې، خو ورو ورو يې چلن او پايلو بدلون وموند.


محمدووا وايي: "موږ د بدلون په هکله دخلکو په ذهنيت باندې حساب کولو، خو په پای کې نه يوازې خلکو معلومات تر لاسه کړل، بلکې هغوى د حمل مخنيوونکو درملو په پېرودلو هم پيل وکړ."


سره له دې هم زيات کار ته اړتيا ده، ځکه آذريان زړه نازړه دي، چې د موضوع په هکله له ځوان نسل سره خبرې وکړي.


محمدووا وايي: "زموږ له پروګرام څخه وروسته زياترو ښځو شکايتونه وکړل، چې هغوى دا معلومات دمخه نه لرل، خوکله چې هغوى خپلو اولادونو ته دا معلومات ورکوي، هغوى يې نه مني."


Frontline Updates
Support local journalists