Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

کور ته د تليفون کولو لپاره له پولې اوښتل

تليفوني مخابراتي اسانتياوې تر دې کچې نېمگړي دي چې د سيمې خلک د تليفون کولو لپاره د گاونډي هېواد له مخابراتي سيستم څخه کار اخلي.
By Samiullah Saihoon
د بدخشان ولايت گڼ شمېر اوسيدونکي گرځنده تليفون ته لاسرسی نه لري. (عکس: Natalie Behring-Chisholm/Getty Images)

د تاجکستان پولې ته څېرمه د بدخشان ولايت د ولسواليو اوسيدونکي وايي، د افغانستان د کمزوري مخابراتي سيستم له امله اړ دي چې د تاجکستان له گرانبيه تليفوني اسانيتاوو څخه گټه واخلي.

پخوا تاجيکي سيمکارتونه SIM او کريدټ کارتونه [د دواړو هېوادونو تر منځ په پوله پروت] گډ بازار کې تر لاسه کېدای شول، له دې امله کومه لويه ستونزه نه بلل کېده.

په وروستيو مياشتو کې د دې ډار له امله چې مخالفان او د نشه يي توکو قاچاق وړونکي له دغه اسانتياوو څخه گټه اخلي، تاجيک چارواکي دې ته اړ ايستل چې د سيمکارتونو پر پلورلو بنديز ولگوي. هغوی خپل پخوانۍ شبکه بنده کړه او د [سيم SIM کارت] ثبت او ريکارډ نوی سيستم يې رامنځته کړ چې له امله يې زاړه سيمکارتونه او کريډيت کارتونه له منځه لاړل.    

پولې ته د څېرمې پرتې ولسوالۍ، مايمي اوسيدونکي، منير احمد وفا وويل: «د تاجکستان له امنيتي اندېښنو څخه دمخه به موږ پر ٧٠ افغانيو يو سيمکارت SIM  پېرودلو، خو تاجکستان زموږ پخواني سيمکارتونه SIM له کاره وغورځول او اوس هر سيمکارت SIM پنځه سوه افغانۍ بيه لري.»

د بدخشان د ولايت د خواهان د ولسوالۍ اوسيدونکې، پروينې، چې فيض آباد ته د درملنې لپاره راغلې ده، وويل: «پخوا به مو تاجيک سيمکارتونه په اسانه لاس ته راوړای شول. دا سيمکارتونه به مو پولې ته څېرمه په گډ بازار يا له تاجکستاني سوداگرو څخه لاسته راوړل، خو اوس يو سيمکارت په پنځه سوه افغانيو رانيسو او پنځه سوه افغانې نورې د تاجکستان د تيليکام په شبکه کې د سيمکارت د ثبت لپاره ورکوو.»  

د مايمي، شيکی، نوسی، کوف آب، شغنان او خواهان اغېزمنې شوې ولسوالۍ د آمو درياب پرڅنډه پرتې دي چې افغانستان له تاجکستانه بېلوي. د نوموړو ولسواليو له ولسوالانو سره د مرکې پر بنسټ ټوله دغه سيمه ١٨٠ زره نفوس لري او له دغه ډلې څخه نژدې ٥٥ زره تنه تاجيکي سيمکارتونه کاروي.

د مايمي ولسوال، کامبيز قرباني وويل: «زموږ خلک د تيلي کمونيکشن له خدمتونو څخه بې برخې دي. د MTN په نامه يوه مخابراتي شبکه فعاله ده، چې د ولسوالۍ په مرکز کې پرته ده. د کلو اوسيدونکي د تليفون لپاره د شبکې د پوښښ تر ځای پورې دوه درې ساعته پلې لاره وهي.»

هغه وويل، د تيليکام د خدمتونو د نشتوالي ستونزه په پرله پسې ډول د سيمه ييزو حکومتي او همدا راز په کابل کې د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ د وزارت چارواکو غوږونو ته رسول شوی ده، خو تر اوسه په دې اړه کوم گام پورته شوی نه دی.  

د دغو ولسواليو گڼ شمېر اوسيدونکي، چې د بدخشان ولايت مرکز، فيض آباد ته د زده کړې يا کار لپاره تللي دي، وايي، نشي کولای له خپلو کورنيو سره اړيکې ونيسي.

د بدخشان  پولې ته د څېرمې يوې ولسوالۍ اوسيدونکې، د پوهنتون محصلې نفيسې وويل، يوه افغان ته د تاجيکي سيمکارتونو په وسيله زنگ وهل او يا د هغې برعکس، يوه دقيقه په ٢٥ افغانۍ تماميږي او له دې امله ورته د خلکو وس نه رسيږي.

هغې وويل: «دوه کاله کيږي چې په فيض آباد کې اوسيږم. نه يم توانيدلې په دغه موده کې د تيلي کمونيکشن د کورنۍ شبکې د نشتوالي او د تاجکستان د گرانبيه شبکو له امله له مور او پلار سره خبرې وکړم.»

د دغو فريکوينسيو کارول د افغاني قوانينو له مخې منع دي. دغه حقيقت دا موضوع نوره هم پسې پېچلې کړې ده.د تيلي کمونيکيشن د مقررې ٣٧ ماده وايي، «هيڅوک نشي کولای، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ د وزرات او ATRA [the Afghanistan Telecom Regulatory Authority] له خوا د فعاليت له اجازه ليک يا د معافيت له سند پرته په هېواد کې راديوي فريکوينسي وکاروي يا ورته فريکوينسي رامنځته کړي.»  

که څوک له دغو مقرراتو څخه سرغړونه وکړي، تر درېو مياشتو بند يا له ٥٠٠٠٠  - ١٠٠٠٠٠ افغانيو پورې د نقدي جريمې په ورکړې محکوميږي.  

د بدخشان ولايت د بهرنيو چارو رئيس، ميرغلام هاشم ساعي ومنله چې تاجکستان پولې ته څېرمه افغاني لوري ته ډېری وگړي د تاجيکستان فريکوينسي کاروي. «سره له دې چې دا په بشپړ ډول ناقانونه کړنه ده.»

د بدخشان د ولايت مرستيال، گل محمد بيدار وايي، کوم شی چې په ځانگړي ډول د اندېښنې وړ دی، هغه دا دی چې د گرځنده تليفون فريکونسي د نشه يي توکو په قاچاق او د مخالفانو په تاوتريخوالي کې مهم رول لوبوي.

هغه ويل: «د نشه يي توکو د سوداگرو او مخالفانو د ډلو لپاره د تيلي کمونيکيشن د خدمتونو کارول ډېر اسانه دي، ځکه دغه شبکه د افغان حکومت په کنترول کې نه ده. »

بيدار دا هم وويل، سيمه ييز حکومت په افغانستان کې د تاجيک د فريکونيسيو د کارونې موضوع د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ د وزارت [د چارواکو] غوږونو ته رسولې ده، خو تر اوسه هيڅ اقدام نه دی شوی.

آی ډبليو پي آر د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ له وزارت او همدارنگه له ATRA [the Afghanistan Telecom Regulatory Authority سره په دې اړه اړيکې ونيولې، خو دواړو لور له کومې تبصرې کولو ډډه وکړه.  

د بدخشان د مخابراتو رئيس، غلام رباني حيدري وويل، د مخابراتو وزارت د تاجکستان له حکومت سره د دغو فريکونسيو د بندولو په اړه پر خبرو بوخت دی.   

هغه وويل، د سلام او ام، ټي ان MTN د شرکتونو انتنونه په ځينو سرحدي سيمو کې فعال کړای شوي دي. ټولو سرحدي سيمو ته د دغو شبکو د غځولو لپاره هڅې روانې دي.

هغه وويل: «موږ د سرحدي ولسواليو په څلورو سيمو کې انتنونه لگولي دي. هڅه کوو خلکو ته مخابراتي خدمتونه چمتو کړو.»

د گرځنده تليفونونو ځايي کاروونکي يو څه هيله من دي. يو شمېر شبکو ژمنه کړې چې د راتلونکي کال تر پايه به په سرحدي ولسواليو کې تليفوني شبکې فعالې کړي.

په شمال ختيځ زون کې د افغانستان د بې سيم مخابراتي شرکت د بازار موندنې رئيس، عبدالقدير افغان وويل، په نژدې راتلونکې کې خپل خدمتونه پراخوي.

هغه وويل: «پر دغه ستونزې زموږ د نه لاسبري کېدو لامل د وسايلو چمتو کول او تر پوښښ لاندې د سيمې سروې وه. دغه ستونزه اوس هواره شوې ده او په راتلونکې کال کې به سرحدي ولسوالۍ تر پوښښ لاندې راولو.»