کندهار او د کارموندنى بهرانونه

پداسى حال کى چى سيمه اييز کسان بى روزګاره پاتى دي، مهارت لرونکي پاکستانيان په کندهار کى ډيرى دندى تر لاسه کوي.

کندهار او د کارموندنى بهرانونه

پداسى حال کى چى سيمه اييز کسان بى روزګاره پاتى دي، مهارت لرونکي پاکستانيان په کندهار کى ډيرى دندى تر لاسه کوي.

Thursday, 3 March, 2005

پاکستاني کاريګر په غيرقانوني توګه په کندهار کى د دندو د تر لاسه کولو له پاره له پولى اوړي، پداسى حال کى چى افغان کارگران په ليکو کى ولاړ د کار انتظار باسي.


داسى تخمين کيږي چى نژدى ٥٠٠٠ پاکستانيان په دغه سويلي ولايت کى په کار بوخت دي، چى دا کارونه خو يا د خښتى جوړولو په فابريکو او يا هم د غيرحکومتي موسسو د بيا جوړونى په پروژو کى.


د خښتى جوړولو د فابريکي مالکان، چى د دغو مهاجرو ډيري ته کار ورکوي وايي، دوى ځکه دا کار کوي چى افغان کاريگر د سامان آلاتو په کارونى نه پوهيږي.


له دو لسيزو څخه د زياتى داخلي جګړى له امله په افغانستان کى ډيرى لږى فابريکى پاتى دي چى دا کسان وکولى شي هلته تجربه تر لاسه کړي او د بى سوادۍ کچ ډير لوړ دى.


چارواکي پدى خبره پوهيږو چى د سيمه اييزه کارکو ونکو تر منځ کرکه او غصه په زياتيدو ده، خو وايي چى د دى د ستونځى د آسانتيا لپاره ډير څه نه شي کولى.


د بى روزګاره افغانانو ډيره ګڼه ګوڼه د ښار په کوڅو کى راټوليږي چى اکثره د ترافيک مخه نيول کيږي او د دوى د تيت او پرک کولو لپاره پوليس غوښتل کيږي، چى کله ناکله دا کار په فشار او زور سره تر سره کيږي.


بى روزګاره نصرت اله وايي، پوليس مو زيات وهي او ټکوي او په تنګوي مو، نو موږ چيرته ولاړ شو او چا ته شکايت وکړو.


يوه بل بى روزګاره کارګر حفيظ اله د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل ، هيڅوک د دوى د برخليک په اړه توجه نه کوي، او خبردارى يي ورکړ چى ښايي د دغه حالت پايله د تشدد سبب شي، چى ډير به په جرمونو لاس پورى کړي، او يا هم ځانونه ووژني.


تر اوسه له تشدد څخه ډکى داسى پيښى نه دي شوي، خو د افغانانو او پاکستاني کډوالو تر منځ تاوتريخوالي مخ په زياتيدو دى.


په زرګونو افغان کاريګر د لويديځ ولايت هرات په شان له ځايونو څخه څخه کندهار ته راځي تر څو روز مزدوري پيدا کړي. د کورجوړونى په پرمختيايي خصوصي برخه او له ځنيو غير حکومتي موسسو سره چى د ملګرو ملتونو او يا نورو نړيوالو سازمانونو له خوا ورسره مرسته کيږي څه نا څه کار شته.


مشهور لويديځواله سازمانونه هڅه کوي هغه کرکه چى افغانان يي احساس کوي هغو ته ځواب ووايي، ځکه دوى ګنګوسى خپروي چى د ملياردونو مرستى ډالرى چيرته لګول کيږي. د دى کار د مخنوي په هڅه ، ډير نړيوال کارکوونکي غواړي ډاډ تر لاسه کړي چى سيمه اييز قرارداديان محلي کارکوونکي وګماري.


خو په کندهار کى پاکستاني کاريګر هغه اړوندى تجربى لري چى د دوى افغان سيالان يي نه لري، او دوى په لږو تنخواه ګانو هم خوشحاله وي چى ورته ورکول کيږي. د دى په نتيجه کى ډيرى کسان ټوله اوونۍ د ښار په کوڅو کى ناست وي تر څو څوک راشي او کار ورکړي.


آغاګل چى ٣٥ کلن دى او له هرات څخه تر دى ځايه د کار د موندنى بى ګټى سفر کړى.هغه فکر کوي چى د کار ډير امکانات نه لري. د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته هغه وويل، هر وخت چى زموږ په هيواد کى کار وي، بهرنيان يي اخلي. که چيرى ايران ته ولاړ شو، نو واکمن مو له پولى بيرته ستنوي، او که چيرى پاکستان ته ولاړ شو نو پوليس مو تنګوي.


د کندهار ختيځ لور ته د زابل له ولايت څخه محمد افضل وويل، آن کا کار پيدا هم کړي، د هغه د ورځى مزدوري له دو ډالرو لږه ده، او دا چى خپل ورځنى لګښت ترى وباسي نو د سپما لپاره ورسره څه نه پاتى کيږي.


د خښتى جوړولو د فابريکى مالک حاجي چارګل د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل، هغه دى ته اړ شو چى د ٣٠ تنو په شاوخوا کى کسان د پاکستان د پنجاب او سندهه څخه مقرر کړي ځکه چى مهارت لرونکي افغانان نه و.


دغه راز د نورو صنعتونو لکه د سړکونو د جوړولو او حکومتي ودانيو د جوړولو په برخه کى هم د پاکستانيانو غوښتنه کيږي. هغه څوک چى په غير قانوني توګه له پولى اوړي که چيرى وکولى شي په کندهار کى له حکومتي قرارداديانو سره کار ومومي نو ورته د کار اجازه ورکول کيږي.


د سيمه اييز کار او ټولنيزو چارو د ادارى مشر دوست محمد ارغستاني د جنګ او سولى راپور ورکوونکى ټولنى ته وويل، چى لخه ٢٠٠٠ څخه زياتو پاکستاني کارکوونکو ته د شپږو مياشتو دکار اجازه ورکړ شوى تر څو د ګلکار، برقي او يا هم له سيمه اييزه قرارداديانو سره د ورځى مزدوري وکړي.


ارغستاني وويل، د والي د اداري چارو کارکوونکو د سيمه اييزه بى روزګارۍ د ستونځى په اړه خبرى کړي، خو موږ پريکړه وکړه چى مسلکي افغان کارګر نه لرو نو موږ دغو پاکستانيانو ته اړتيا لرو، نو موږ د کار لپاره اجازه ورکړه.


Frontline Updates
Support local journalists