Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

کرزی د وختي ټاکنوپه سوچ کې

ولسمشر وايي کېدای شي د بهرنیو سرتیرو د وتلو له امله د ۲۰۱۴ کال ټاکنې ناشونې شي.
By Mina Habib
President Karzai attending a NATO summit on Afghanistan, November 2010. (Photo: UN Photo/Evan Schneider)

په افغانستان کې د آی ډبليو پی آر د خبريالې، مينا حبیب ليکنه
افغان ولسمشر، حامد کرزي ويلي، ددې لپاره چې پر حکومت باندې په ۲۰۱۴ کال کې د بهرنيو سرتېرو د وتلو له امله فشار راټيټ شي، کېدای شي راتلونکي ولسمشريزې ټاکنې يو کال دمخه سر ته ورسیږي. 
کرزي د ناتو له سکرتر جنرال اندريس فوغ راسموسن سره د رسنيو په يوې غونډې کې د تبصرې پر مهال وويل: «له يوې مودې راهیسې په دې اړه په خبرو اترو بوخت يم. د بدلونونو رامنځته کېدل، له افغانستان څخه خپلو کورنو ته د نړيوالو سرتیرو بشپړ ستنېدل او په عين وخت کې د ولسمشريزو ټاکنو سرته رسول. [دا پوښتنه رامنځته کيږي] آیا کېدای شي دا ټول کارونه په يوه مهال سرته ورسولای شو.»  
کرزی په ۲۰۰۹ کال کې د دویم ځل لپاره وټاکل شو، له دې امله د ولسمشريزې راتلونکې ټاکنې تر ۲۰۱۴ کال دمخه سرته نشي رسیدای.  
په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستان څخه د ناتو تر مشرۍ لاندې د پوځونه له وتلو وروسته به د امنيت بشپړ مسؤوليت افغان چارواکو ته ورپه غاړه شي. يو شمېر خلک ډاريږي چې له دې امله به د یاغیانو تاوتریخوالی زور واخلي او د هر راز ټاکنو سرته رسول به ګران کړي، عادلانه او عام شموله ټاکنې خو پرځای پريږده.  
د اساسي قانون ل مخې کرزی نشي کولای د درېم ځل لپاره ځان ولسمشرۍ ته ونوموي، له دې امله کېدای شي د هغه تبصرې ددې څرګندونه وکړي چې غواړي د نړيوالو [سرتيرو] له وتلو وروسته واک پريږدي. 
هغه د رسنيو په یوې غونډې کې وويل: «تر اوسه مې په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې... خو په اړه يې فکر کوم او هغه څه به وکړم چې د هېواد په ګټه وي.»
کرزی د طالبانو له حکومت وروسته درې کاله د انتقالې ادارې د مشر او په ۲۰۰۴ کال کې د ولسمشر په توګه وټاکل شو. د ۲۰۰۹ کال د اګست په مياشت کې د دويم ځل ټاکنو پر مهال ټاکنې د کمزوری امنیت له امله غړنده شوې، لږ شمېره رايې ورکړای شوه او د ټاکنو د پراخه درغليو په اړه ګونکوسې او ادعګانې خپرې شوې. د دویم پړاو ټاکنې ځکه سرته ونه رسېدې چې د کرزي عمده سیال، عبدالله عبدالله له ټاکنو تېر شو.  
دمګړۍ د افغانستان د ټاکنو خپلواک کميسون د [ټاکنو د] نېټې د بدلون خبره نه مني. د نوموړي کميسون مشر، فضل احمد معنوي وويل، دا کار به د اساسي قانون پر خلاف وي.
هغه وويل: «د ټاکنو د وختي سرته رسولو لپاره کوم دليل نشته. هيڅوک قانون ماتولای نشي.»
د آی ډبلیو پي آر له خوا مرکه شوو څو تنو شنونکو د [نوموړي] وړانديز پلوی کړی، ځکه د بهرنيو سرتیرو وتل دا معنا لري چې هېواد به په ۲۰۱۴ کال د ټاکنو لپاره مناسب حالت ونه لري.
زيات شمېر افغانان ددې ډار له امله له هېواده وځي چې د سرتيرو له وتلو وروسته به څه پېښ شي
په کابل کې يو سياسي شنونکي، وحيد مژده ووويل، دمخه ټاکنې پر ځای خبره ده.
هغه وويل: «که چېرته... کورنۍ جګړه ونښلي، نو حکومت به ونشي کړای دوه کارونه په عين وخت کې سر ته ورسوي. له امله به يې ولسمشريزې ټاکنې شاته ولويږي او ښايي هيڅ سرته ونه رسيږي.»
يو شمېر نور بیا د کرزي تبصرو اندېښمن کړي چې ګوندې افغان اردو او پوليس د وضعې د کابو کولو وړتيا نه لري.
د کابل پوهنتون د حقوقو استادې، شهلا فريد وپوښتل: «که چېرته ولسمشر پر افغان امنيتي ځواکونو باور نه لري، نو ولې بيا دهغوی د وړتيا په اړه لاپې وهي؟ بايد دا ومني چې هغوی د امنیت د مسؤوليت د اخيستلو جوګه نه دي.»
ملي ايتلاف، يوه مخالفه جبهه چې د عبدالله د تغییر او امید ډله هم پکې ګډون لري، وويل، د نېټې بدلون غير قانوني کار دی، ځکه ولسمشر بايد خپله پنځه کلنه دوره پای ته ورسوي. د ملي ايتلاف وياند، سید حسین فاضل سانچارکي وويل، کرزی بايد د ۲۰۱۴ مهال نېټه په پام کې ونيسي.
هغه وويل: «په دې توګه، به موږ له قانون څخه سرغړونه، نه وي کړې. خلک به رڼو ټاکنو ته چمتووالی ولري. دمخه ټاکنو موضوع مازې يوه سیاسي لوبه ده چې د ځانګړو موخو لپاره سرته رسيږي.»   
مژده وويل، د ټاکنو د نېټې د دمخه کولو نيوکه د هغو سياستوالو له خوا رامنځته شوی چې د ټاکنو د سیالیو د سرته رسولو لپاره چمتووالی نه لري. 
د کابل اوسیدونکو هم په ورته توګه د ۲۰۱۳ کال د ټاکنو په اړه بېلابېل نظر درلود.
د ۳۲ کلنې سیما په نامه يوې ښوونکې وويل: «افغان اساسي قانون يوې کتابچې ته پاتې کيږي، چې د دولت واکمنان پکې هغه څه ليکي چې زړه يې غواړي او بيا بېرته يې پاکوي. ټاکنې باید په خپل وخت له قانون سره سم سرته ورسیږي.»
خو يوه هټیوال،  ۳۴ کلن کبیر وويل، [له وخت څخه] دمخه ټاکنې به تر دې ښې وې چې د بهرنيو  سرتيرو تر وتلو وروسته هيڅ سرته ونه رسيږي. 
هغه وويل: «که د ولسمشر نوښت له ملي ګټو سره سمون ولري، نو که له افغان اساسي قانون څخه سرغړونه هم وي، بايد پلی شي.»
مينا حبیب په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر له خوا يوه روزل شوې خبرياله ده.