کرزي د نړيوالو مرستندويو په اړه سخت دريځ غوره کړى خو حال دا چى د هيواد د ځواکمنو جنګسالارانو په هکله يي موقف څرګند نه شو.

دآى ډبليو پي آر روزنيز ټيم له کابل څخه ليکي

کرزي د نړيوالو مرستندويو په اړه سخت دريځ غوره کړى خو حال دا چى د هيواد د ځواکمنو جنګسالارانو په هکله يي موقف څرګند نه شو.

دآى ډبليو پي آر روزنيز ټيم له کابل څخه ليکي

Monday, 21 February, 2005

ده له ټاکنې وروسته په لومړي مطبوعاتي کنفرانس کې چې د ښار په زړه دجمهوري رياست په ماڼۍ کې يې ورکاوه، دجرګې دپروسې په اړه چې دى يې دراتلونکييو اتلس مياستو لپاره ولسمشر وټاکه ددې لرې ونه ګاڼه چې په هيواد کې يې په تيره دوه لسيزه کې وحشت کړى ، له دې سره يې دراتلونکې ښه اقتصاد هيله هم څرګنده کړه.

کرزي پخپلو تيرو پنځو ويناو کى چى لويي حرګى ته يي په تيرو څو ورځو کى کړي دي په کلکه له نړيوالو مرستندويو د جدي پاملرنى غوښتنه کړى ده. مطبوعاتي کنفرانس ته ده وويل : زه په کلکه له نړيوالو مرستندويو غواړم چى په خپلو ژمنو زفا وکړي. زه غواړم چى د هيواد لويي لارى بيا جوړى کړم ، نو که په مرستو کى ځنډ وکړي د دوى هيڅ ډول معذرت به ونه منم . ده زياته کړه، تر اوسه د ششويو ژمنو په پرتله تر لاسه شوي مرستى خورا لږى دي.

څارونکي وايي چى تر اوسه ښايي په توکيو کى د څلور بيلونه ډالرو مرستو څلورمه برخه تر لاسه شوى وي. د ملګرو ملتونو يوه استازي د ليږد د نړيوال سازمان په استازيتوب څرګنده کړى چى په دا وروستيو کى يي هغه پروژه درولى چى له پاکستانه بيرته ستنيدونکيو افغان مهاجرو سره يي مرسته کوله. ده وويل چى مرسته کوونکو هومره روپى نه دي ورسپارلي چى زمنه يي کړى وه.

کرزي د لويو لارو د بيا ودانولو په اړه وويل، د لويو لارو ودانول به وروسته له درويشت کلنى جګړى هيواد يو موټى او خوارانو ته به کار پيدا کړي. له ځکه زه د لويو لارو جوړيدا ته اوليت ورکوم .

کرزي تيره ورځ د ولس مشر په توګه د ١٢٩٥ رايو په ګټلو انتخاب شو. سياله يي مسعوده جلال وه . هغى ١٧١ رايي واخيستى . د دغه ستر برياليتوب لا هغه مهال وړاند وينه کيده چى باچا او برهان الدين رباني له کانديدا لاس واخيست. دخ چى د پښتنو له دود سره سم پګړۍ پر سر وه ، تيرکال يي لا د يوه عادي وګړي په څير په پاکستان کى شپى سبا کولى. اوس يي د يوه رښتوني تکړه افغان په بڼه د خبريالانو پوښتنو ته ځواب ووايه.

د دى پوښتنى په ځواب کى چى دى به څنګه وتوانيږي د افغان ولس خواره واره احساسات سره راغونډ کړي ، وويل ، دا لا بله لار ده. هر افغان ځان ته افغان وايي، تاسو دا ګومان کوى چى افغانستان يو موټى نه دى ، له نورو ملتونو سره يي پرتله کړى.

د بيلا بيلو قومونو داختلافونو په اړه کرزي څرګنده کړه : زما په آند موږ په خپلو کى کومه ستونزه نه لرو، څه چى و هغه ترورستانو او بهرنيانو له لاسه راپيدا شوي وو. کرزي چى پخوا د جنګ سالارانو د محاکمى ګنکوسۍ خپراوه اوس يي دا کوله چى ګرانه بريښي سوله او قضا دې يو وخت سر سره راهسک کړي.

کرزي زياته کړه آيا موږ کولى شو چى سوله او قضا يو ځاى پلى کړو يا سوله ورو ورو په ډاډ رامنځ ته کړو او بيا قضا ته ور وګرځو او دا هغه څه دي چى افغانان ورته تږي دي. که داسى وکړو دا به مو ستر ګام اخيستى وي ، موږ دا کار کولى شو، واک يي لرو.

د جرګى په اړه کرزي وويل ، د جرګى پروسى ته خوښ دى خو دى ته نغوته وکړه چى ځينى ستونځى وې، انتقالي ادارى په يو شمير کارونو کى مداخله کوله، خو په هر څه کى هم نه.

ده زياته کړه، زه خوشحاله يم چى د مشرتابه له پاره هر چا په پټه راى واچوله خو که چيرته مو لاس کړى واى نور به مو هم کار آسانه کړاى واى. زه د افغانانو پر پاخه عزم هر وخت ډاډه يم.

کرزي دا څرګنده نه کړه چې د راتلونکي حکومت د اساسي کرسيو ويش به څنګه کيږيز د کابينى د غړيو ټاکل په ځانګړي توګه د دريو بنسټيزو وزارتونو، دفاع، بهرنيو او کورنيو چارو سپارل د چرګى تر ګردو مهم سياسي اقدام دى چى مخ ته يي پروت دى.

کرزي د حکومت د واک په اړه هغه وخت څرګندونه وکړه چى له ده د لومړي وزير په هکله پوښتنه وشوه. ده وويل لومړى وزير نشته، که ما ته تاسو صدراعظم واياست نو ما ته نوى خبره ده. د حکومت جوړښت ته په نغوته کرزي جوته کړه حکومت يو مشر او واکمن لري.

د کرزي تيرى شپږ مياشتى مشري ته که وکتل شي دا پوښتنى راولاړيداى شي چى څنګه ده د مختلفو واکمنو جنګ سالارانو تر منځ معامله کوله.

کرزي د بي بي سـي خبريالى کيټ کلارک پوښتنى ته په يوه ځواب کى وويل موخه مو دا ده چى له افغانستان څخه، جنګ سالاران او تروريستان ورک کړو او دا د ولس ارمان دى .

کرزي په ډاډ، هوسايي او له خبريالانو سره په ټوکو مطبوعاتي کنفرانس بشپړ کړاو په پاى کى يي وويل همدومره کافي دي . اوس د ډوډۍ او لمانځه وخت رارسيدلى.

Pakistan, Afghanistan
Frontline Updates
Support local journalists