ښځې په خوندي کورونو کې د پنا اخيستلو په لټه کې

د افغانستان په ځانساتې ټولنه کې د خوندي کورونود عمومي مفهوم په اړه بېلابېل نظرونه موجود دي.

ښځې په خوندي کورونو کې د پنا اخيستلو په لټه کې

د افغانستان په ځانساتې ټولنه کې د خوندي کورونود عمومي مفهوم په اړه بېلابېل نظرونه موجود دي.

Bamiyan shelter and safe house cares for battered Afghan women. (Photo: Paula Bronstein/Getty Images)
Bamiyan shelter and safe house cares for battered Afghan women. (Photo: Paula Bronstein/Getty Images)
Thursday, 20 April, 2017

وهل ټکول هغه مهال سمدلاسه پيل شول چې  دوه ويشت کلنه زهرا، ٧٥ کلن زاړه سړي ته د لوړ ولور په وړاندې واده شوه.

زهرا آی ډبليو پي آر ته وويل: «زما د پلار سترگې پيسو ړندې کړې وې او دغه سړي ته يې واده کړم. مېړه مې تل راته سور او سپين کېده. د کورنۍ غړو به يې ويل، مېړه دې درباندې حق لري. بايد ځان ورسره عادت کړې.»

«د ژمې په يخو شپو کې به له دليل پرته له کوره ايستل کېدم. پښې او لاسونه مې پر زنځيرونو تړل کېدل او مجبورېدم به چې ټوله شپه د دروازې شا ته په واورو کې تېره کړم. هيچا را سره مرسته نه کوله.»

سرغړونه تر دې کچې زياته شوه چې د زهرا موضوع د هوارۍ لپاره د کلي شورا ته وړاندې شوه.

د کلي شورا هم کومه گټه ونه کړه، زهرا اړ شوه له کوره وتښتي او د کابل په يو خوندي کور کې پنا واخلي. دغه کور د هغو کورونو په ډله کې دی چې ناحکومتي موسسو د هېواد په ځينو سيمو کې جوړ کړې دي.  

زهرا وکړای شول له خپل مېړه څخه طلاق واخلي. هغې وويل، خوشاله ده چې دلته د ښځو په پنډغالي کې اوسيږي. کورنۍ يې غوښتل هغه بېرته کور ته ستنه شي.

هغې وويل: «دلته له خپل ژوند څخه خوشاله يم. کورنۍ مې دلته د يوازې اوسيدو اجازه نه راکوي. له خپلې کورنۍ غواړم چې دلته اوسم او خپل ژوند ته مې پريږدي، ځکه ژوند زما دی او پکار دي چې خپله راتلونکې پخپله وټاکم.»

په افغانستان کې له جبري ودونو يا کورني تاوتريخوالي سره مخ ښځې د هوارۍ کومه لاره چاره نه لري. که وتښتي او له پوليسو څخه مرسته وغواړي، بيا هم کورته ستنول کيږي يا بندي کيږي، ځکه هغه مېرمنې چې له کوره وتښتي يا له جبري ودونو څخه غاړه وغړوي، معمولا د «اخلاقي جرم» په تور تورنيږي. دا جرم د هېواد په رسمي قوانينو کې موجود نه دی او ډېر تت مفهوم لري.   

کله ناکله له قومي مشرانو څخه د مداخلې غوښتنه کيږي يا ترې غوښتل کيږي چې تښتېدلې نجلۍ یا ښځې  ته په خپل کور کې پنا ورکړي، خو دا د لنډې مودې د حل يوه لار ده.

د خوندي کورونو د جوړولو موخه دا ده، چې تر خطر لاندې ښځو او نجونو ته د استوگنې بيړنی ځای چمتو شي ترڅو  وکړای شي چې قانوني سلا مشورو او روغتيا څارنې ته لاس رسی ولري . کله ناکله له منځگړتوب څخه هم کار اخيستل کيږي.

د ښځو د حمايت د مرکزونو رئيسې، نازيې فيضي وويل، لومړنی خوندي کور په ٢٠٠٢ کال کې د طالبانو د رژيم د رانسکورېدو په دويم کال جوړ شو.

له هغه مهاله تر اوسه پورې په کابل، هرات، کاپيسا او ننگرهار کې ١٢ خوندي کورونه جوړ شوي دي. دمگړۍ په دغه کورونو کې شاوخوا ٦٠٠ تنې مېرمنې اوسيږي.

فيضي وويل، نجونې او مېرمنې له کورنو څخه د جلا کولو په موخه خوندي کورونو ته نه استول کيږي، بلکې پر ځای يې هغوی ته فرصت ورکول کيږي چې د خبرو اترو له لارې اختلافونه له منځه يوسي او خپلې ستونزې هوارې کړي. دا کار هغه مهال شونی نه وي چې د ښځو ژوند او خونديتوب په خطر کې وي.

نوموړې وويل، ښځې په خوندي کورونو کې د استوگنې پر مهال رواني او طبي خدمتونه ترلاسه کوي او له حقونو څخه د دفاع لپاره ورته يو مدافع وکيل گومارل کيږي.

د ليک لوست د زده کړې کورسونه، حرفه زده کړې او ديني تعليمات ورته چمتو کېږي. هغه ښځې چې وغواړي خپلو زده کړو ته دوام ورکړي، نو د زده کړو مناسبو موسسو ته ورپېژندل کيږي.  

د طاهرې فيضي په نامه يوې ارواپوهې، چې د کابل په لويديځ کې د اوونۍ دوې ځلې يوه خوندي کور ته ورځي او هلته له ښځو سره کار کوي، وويل، زموږ موخه دا ده، له هغوی سره مرسته وکړو چې په اخته شوي رنځ او کړاو برلاسي شي.

هغې وويل: «موږ ښځې له رواني اړخه دې ته چمتو کوو چې په ټولنه کې فعاله ونډه واخلي او بېرته پر خپلو پښو ودريږي او که وغواړي، نو وکړای شي خپلو کورنيو ته بېرته ورستنې شي.»

ښځو ته د پنا ورکولو عمومي مفهوم د افغانستان په محافظه کاره ټولنې کې د اختلاف وړ يوه موضع ده.

ځينې خلک وايي، دا کار ښځې هڅوي چې له خپلو کورنو څخه وتښتي او بداخلاقۍ ته مخه کړي. د شتو گونگوسو له مخې ويل کيږي چې په دغه خوندي کورونو کې زياتره پر ښځو جنسي تېری کيږي.  

د ٢٠١٢ کال د جون په مياشت کې، د هغه مهال د عدليې وزير، حبيب الله غالب د پارلمان ښځينه غړو ته ويلي وو چې استوگنځايونه د «فحاشۍ مرکزونه» دي، خو کله چې د بشري حقونود ډلو تر فشار لاندې راغی، نو د خپلې وينا په اړه يې بښنه وغوښته.   

له دې سره سره منفي چار چلن لا په خپل ځای پاتې دی.

د سيد عبدالغفار ابراهيمي په نامه يوه حقوقپوه وويل: «افغانستان يوه محافظه کاره ټولنه ده. د دې پر ځای چې دغه خوندي کورونه ټولنيزې ستونزې هوارې کړي، ستونزې زيږوي.»

هغه ادعا وکړه، ښځې د آزادۍ احساس کوي او په کورنۍ کې ستونزې پيدا کوي، ځکه هغوی ډاډه دي چې په يوه خوندي کور کې به واوسيږي. دا کار د کورنيو د ټوټه کېدو لامل کيږي.

ابراهيمي وويل، پر دې سربېره د ښځو پناځايونو ته خلک د يو بهرني مفهوم په سترگه گوري چې له افغاني دودو او دستور سره سمون نه لري او له حکومت څخه د هغوی د ټينگې او کلکې څارنې غوښتنه کوي. هغه وويل، که داسې ونشي، خلک له دولتي ادارو څخه لرې کوي.  

يو شمېر نور خلک وايي، د ښځو د خوندي کورونو رامنځته کول په داسې يوې ټولنه کې اړينه خبره ده چې د جنسيت په وړاندې تاوتريخوالي پکې خپلې لوړې پوړۍ ته رسېدلي .

د سيد معروف جاهد هاشمي په نامه يوه حقوقپوه وويل: «افغان حکومت ته پکار دي چې په ټولنه کې د قانون واکمني ټينگه کړي، ترڅو ښځې خپل حقونه ترلاسه کړي او خوندي کورونو ته د ورتگ اړتيا له منځه لاړه شي. خو گورو چې زموږ د ټولني واکمن فرهنگ، په تېره بيا په کلو بانډو کې، د ځوانو ښځوله حقونو څخه سرغړونه کوي.»

هاشمي زیاته کړه «څنگه چې د هېواد مېرمنې د پرېکړې د نيولو واک نه لري او نارينه گان پرېکړې کوي او د ټولې کورنۍ برخليک ټاکي، ښځې د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره د حکومت مداخلې ته اړتيا لري.»

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کميسيون د ښځو د چارو رئيسه، شبنم سيما له دې ټکي سره موافقه نه چې ګنې خوندي کورونه د بد اخلاقۍ ځایونه دي هغې وویل : «په خوندي کورونو کې د بدخلاقۍ گونگوسي يوه ناسمه خبره ده او زه يې نه منم.»  هغې  زیاته کړه چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کميسيون، د ښځو د چارو وزارت او پوليس ،  ښځې د هغوی د حمايت او ساتلو په موخه خوندي کورونو ته استوي.

نوموړې په ټينگار وويل، په خوندي کورنو کې د جنسي تېريو ادعاگانې به په بشپړ ډول وپلټل شي. که ادعاگانې رښتيا وې، نو دغه کورنه به وتړل شي.

سيما وويل، د سرغړونو دغه راز کيسې مازې بې بنسټه گونگوسې دي او د کورني تاوتريخوالي د هغو  مجرمانو له خوا خپريږي، چې قربانيان يې د خوندي کورنو په لټه کې دي.   

يو شمېر ښځې هم په خوندي کورنو کې له چار چلن څخه سر ټکوي.

اوولس کلنې مدينې وويل، د کابل په لويديځ کې په خوندي کور کې له استوگنې  ښه خاطره نه لري. هغه، چې د خپلې خسرگنۍ له کور څخه تښتېدلې، وايي، کله چې يې د تېر کال په دسمبر کې واده وکړ، هغې ته يې نشه يي توکي ورکړل او فشار يې پرې راوړ چې له ناپېژانده سړو سره څملي.   

هغې وويل، له هغې وروسته چې په هالنډ کې د هغې د راتلونکې مېړه، يما په نامه شوه، نو پته ورته ولگېده چې هغه واده کړی او ځوان اولادونه لري.

هغې وويل: «ما له يما سره شخړه وکړه جې واده فسخ کړي، خو هغه راته دروغ وويل او تېر يې ايستلم او له واده څه دمخه راسره څملاست.»

هغې وويل: «کله چې مې مېړه بېرته هالنډ ته لاړ، نو خواښې مې نشه يي درمل راکول او نارينه گانو به راباندې جنسي تېری کاوه. هغې راته وويل، دا گولۍ وخوره چې ښايسته پاتې شې، خو دا خوب راوستونکې گولۍ وې او تېرايستل شوم.»

هغې وويل: «يوه ورځ چې مې کومه گولۍ نه وه خوړلې، د سهارنهه بجې وې، دوه سړي کورته راننوتل. هغوی ماته وکتل او ويې ويل، نن عادي ښکاري. حيرانه شوم، چې هغوی د څه شي په اړه غږيږي. وروسته پوه شوم چې هغوی ناوړه اراده لري. کله چې رانژدې شول، ما چيغې کړې او غالمغال مې وکړ، هغوی درې واړو په گډه ووهلم.»

مدينه وتښتېده او د پوليسو ماموريت ته لاړه. له هغه ځايه بيا خوندي کور ته راوستل شوه.

هغې وويل: «سره له دې چې پر بدن مې داغونه له ورايه برېښېدل او لاسونه مې ټپي شوي وو، زما د درملنې پر ځای په خوندي کور کې د ډېرې بدې او ناوړې ژبې په کارونې له سرغړونې سره مخ شوم.»

درويشت کلنې شميلا د کابل په يوه خوندي کور کې اته مياشتې تېرې کړي، هغې هم وويل، ډاروونکي او ناوړه کيسې لري.

هغې وويل: «په خوندي کور کې ښځې په خپلو کې جگړې کوي، يو پر بلې برلاسی او واکمني غواړي، له رئيس څخه نيولې بياد دفاع تر وکيل پورې په ناوړه او ستغه ژبه له ښځو سره چلن کوي. کورنيو ته ښايي له خپلو لوڼو سره ښه چلن وکړي، ترڅو خوندي کورنو ته لار پيدا نه کړي.»

بنفشه عفاف، په افغانستان کې ښځې د ښځو لپاره، د يوې ناحکومتي موسسې رئيسه، چې د افغانستان په ١٣ ولايتونو کې کار کوي، وايي، د پنا اخيستونکو ښځو شمېره مخ پر لوړېدو ده.  

هغې وويل: «د ٢٠٠٧ کال د پيل راهيسې، خوندي کورنو ته د ورپېژندل شوو ښځو شمېره لوړه شوې ده.»

عفاف وويل، ښځه کولای شي له شپږو مياشتو څخه تر نهو مياشتو پورې په خوندي کور کې واوسيږي. په دغه موده کې هغوی پر حکومتي مرستو ژوند تېروي.  

څنگه چې په خوندي کورونو کې د ښځو د استوگنې په اړه ادعاگانې د هغوی پر سوکالۍ ټاکونکی اغېز لري، له دې امله که کورنۍ او ټولنه له خپلو ښځو او نجونو سره ناوړه چلن ونه کړي، خوندي کورنو ته اړتيا نه پيدا کيږي.

د ښځود حمايت د ساتنې د مرکزونو رئيسه، فيضي اعتراف کوي، دا سخته ده د هغو گونگوسو په وړاندې مبارزه وکړو چې وايي خوندي کورونه د لويديځ يوه دسيسه ده، د بهرنيانو په مرسته چليږي او حکومت يې لږه څارنه کوي.

تر اوسه دولت داسې سرچينې نه لري چې پنا اخيستونکو ته مالي مرسته ورسوي. فيضي وويل، د ښځو وزارت د دې کار لپاره د ناحکومتي موسسو پر خدمت د ډډې لگولو وړانديز وکړ او مثبت غبرگون يې تر لاسه کړ. هغې وويل، ولسمشر يادونه کړې چې په راتلونکې کې به پنااخيستونکو ته دولتي استوګنځي جوړ شي.

Frontline Updates
Support local journalists