Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

ښځې د ماشوم د زيانولو په هڅه خپل ژوند له ستر خطر سره مخامخ کوي

د اميندوارۍ له منځه وړل بيخي غير قانوني خبره ده، خو له واده کولو دمخه د ماشوم زېږول زيات شمېر مېرمنې ددې خطر منلو ته راکاږي.
By Suhaila Muhsini

اوولس کلنې فيروزې خپلې سترګې په ځمکې کې ښخې کړې وې او ورو ورو يې ژړل. د هغې تورې جامې په ځان اوڅادرۍ يې په سر وه او د خپلې مور ترڅنګه ناسته وه. هغې هم ژړل


فيروزه (مستعار نوم) په کابل کې يو شخصي کلينيک ته د ماشوم د غير قانوني زيانولو (کورتاژ) لپاره راغلې وه. د هغې شرم له ورايه څرګندېده. هغې وويل: "ما رښتيا هم ناسم کا رکړى دى. خو هغه ماته وويل له تا سره واده کوم او زه يې وغولولم."


هغه له خپل يو پنځه ويشت کلن ګاونډي څخه اميندواره شوې وه. فيروزې هغه مهال خپلې مور ته اقرار وکړ، چې د هغه سړي کورنۍ د هغې په مشرې خور مرکه وکړه.


د ماشوم په زيانولو باندې څلور زره افغانۍ لګښت راځي او د هغه نجلۍ د مور له خولۍ دا د شرم د پټولو لپاره څه شى نه دى.


د فيروزې مور وايي: "که پلار يې (د هغې له اميندوارۍ) خبر شو، نو وبه يي وژني. موږ د ډاکتر تر احسان لاندې يو چې مرسته يې راسره وکړه."


فيروزه په دې کارکې يوازينۍ نجلۍ نه ده. هر کال يو زيات شمېر مېرمنې خپل ماشومان زيانوي. قانون او عام نظر ماتوي او زياتره خپل ځان له فزيکي ګواښ سره مخامخ کوي. لکه څنګه چې دا يو غير قانوني عمل دى، نو له دې امله کومه شمېره په لاس کې نه شته. خو د روغتيايي څارنې چارواکي ددې پېښو د مخ په زياتېدو خبرې کوي.


د غزني ولايت يو اوسيدونکې، دېرش کلنه پښتنه هم کلينيک ته راغلې وه. هغې په داسې حال کې، چې د خپلو اوښکو د څڅېدو مخه يې نيوله، وويل، چې درې مياشتې دمخه هغه مهال امينداواره شوه، چې خسر يې ورباندې تېرى وکړ.


پښتنه وايي، د هغې مېړه شپږ کاله دمخه د کار لپاره ايران ته تللى و او هغه يې له خپو دوو پېغلو خويندو سره له خپل پلار سره پرېښې وه. هغه هم لکه د فېروزې په څېر ددې کار له پايلو ډارېده.


هغې وويل: "که زما مېړه له دې کاره خبر شو، نو وبه مې وژني، خو خداى به زما خسر ته سزا ورکړي. زه بېګناه وم."


هغه ډاکترې چې کورتاژ يې تر سره کړ، د خپل نوم له څرګندولو يي ډده وکړه. هغې وويل: "سره له دې د ماشوم زيانول د قانون يو مخالف کار دى، خو له دغو ناروغانو سره بايد مرسته وشي؛ ځکه ژوند او حيثيت يې له ګواښ سره مخامخ دى."


نوموړې ډاکترې وويل، چې په ٢٠٠١ کال کې د طالبانو تررانسکورېدو وروسته له واده کولو څخه د مخه اميندوارۍ او ماشوم زيانولو په پېښو کې زياتوالى راغلى دى. نوموړې په دې پېښو کې د زياتوالي پړه د ټولينيزو محدوديتونو په اسانه کېدو واچوله.


د سترې محکمې يو قانون پوه، خواجه محمد صديقي وويل، د هېواد د اساسي قانون او د اسلامي شريعت له مخې د ماشوم زيانول غير قانوني دي. هغه وويل، دا کار لويه ګناه هم ده.


صديقي وويل، د جنايي قانون د ٤٠٢ مادې له مخې د يوې ژوندۍ نطفې د قصدي وژنې سزا په اوو کالو بند محکومېدل دي. که يو څوک په ناپوهۍ يوۍ ښځې ته داسې درمل ورکړي، چې د ماشوم د زيانولو لامل شي، نو له يوې څخه تر شپږو مياشتو بند باندې محکوميږي.


د زور له مخې د بدلمنۍ په پېښو کې ښځه بېګناه بلل کيږي او نارينه په پنځلس کاله بند محکوميږي.


د طالبانو پرمهال ښځې د نامشروع امينداوارۍ او ماشوم زيانولو له امله وژل کېدې. خو د صديقي په وينا: "هغو ملايانو چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په ورزشي لوبغالي کې خلک په ډبرو ويشتل، يو ناسم کار و."


په ملالۍ روغتون کې د جراحۍ او اولترا سوند (ultra-sound) يوه ماهره، هما کيري له دې ټکي سره موافقه لري، چې د نامشروع امينداوارۍ او د ماشوم زيانولوپه شمېر کې چټک زياتوالى راغلى دى.


ښځې په کليو او بانډو کې، چې زياتره ډاکتران نه لري، د ماشوم د زيانولو پر مهال له لوى خطر سره ځان مخامخ کوي. د ملي امنيت په روغتون کې د ښځينه ناروغيو يوه ډاکتره، نادره اکرم خېل وايي، هلته (په کليو او بانډو کې ) دا کار زياتره د زړو ښځو له خوا تر سره کيږي. هغوى په رحم کې د يو کوچنى بوټى په ايښوولو، چې د (پنيرک د لرګي) په نوم ياديږي، ماشوم زيانوي. ډاکتران وايي، چې کېداى شي، دا کار د وينې د بهېدلو لامل شي او د مور ژوند له خطر سره مخامخ کړي.


د کابل اوسېدونکې ٥٠ کلنه مريم وايي، هغې ليدلي، چې په کليو او بانډو کې داميندوارې ښځې په ګېډه يوه لويه ډبره ايښوول کيږي او تر هغې يې وهي، چې نطفه مړه شي.


ډاکتر اکرم خېل وايي، هغه سقطونه، چې د ميندو د ژوند دساتلو له امله اړين وي، قانوني بڼه لري او په افغانستان کې د روغيتا وزارت له موافقې وروسته سر ته رسيږي.


خو آن هغه مېرمنې چې د قانوني سقط هڅه کوي، روغتيا يي له خطر سره مخامخ کيږي. د ٣٢ کلنې فريېا په رحم کې څلور مياشتنۍ نطفه مړه شوې وه او د ملالۍ روغتون ته د کورتاژ لپاره راغلې وه. هغه وايي، چې پروسږکال هم د همدې ستونزې له امله دې روغتون ته راغلې وه او د عملياتو پر مهال يې زيات خوږ وزغملو او ډېره وينه يې زيان کړه. هغه وايي: "کله چې ما له ډاکترانو څخه د هغې د لامل په هکله پوښتنه وکړه، نو ډاکترانو وويل، چې هغوى سم سامان الات او وسايل نه لري، خداى پوهيږي، چې که دا ځل له دې عملياتو ژوندۍ راووځم."


د روغتون چارواکو ومنله، چې په روغتون کې ددې کارلپاره لازم سامان الات نه شته.


ډاکتر کبيري وويل: "د درېو لسيزو جګړو او کمزوري اقتصاد له امله روغتون نه شي کولاى طبي عصري وسايل تر لاسه کړي. د ميندو د مړينې له لاملو څخه يو لامل دا هم دى."


په ٢٠٠٢ کال کې په هېواد کې د يونسيف يوې سروې په افغانستان کې د نړۍ په کچه د ميندو د مړينې شمېره ډېره لوړه ښوولې ده.


ډاکتر اکرم خېل له دې خبرې انکار وکړ، چې ګوندې په روغتون کې غر قانوني کورتاژونه سرته رسيږي. هغه وايي، هغه شمېر خلک مې نه خوښيږي، چې دا راز کارونه کوي. نوموړې وايي: "هرڅومره چې ډاکتران له دې ناروغانو سره مرسته وکړي، په هماغه اندازه د نامشروع اميندوارۍ په شمېر کې زياتوالى راځي."


د نامشروع اميندوارۍ او غيرقانوني کورتاژونو ډول ډول لاملونه تر سترګو کيږي.


د کابل د امنيه قوماندانۍ د جرايمو د تحقيق رييس، عبدالجميل پړه د ودونو په لوړ لګښت اچوي، چې په قانوني توګه د کوژده شويو ځوانانو او پېغلو د واده مخه نيسي. هغه زياته کړه، ترکومه ځايه چې هغه ته پته ده، تر اوسه ځوک د غير قانوني کورتاژ له امله تر عدلي څارنې لاندې نيول شوى نه دى.


د ملالۍ روغتون ډاکتره، کبيري د فلمونو په زياتوالي پړه واچوله، چې د ځوانانو د بېلارۍ لامل کيږي. هغې وړانديز وکړ، چې حکومت بايد خپرونې تر خپل کنترول لاندې راولي او ځوانانو ته د نارينه او ښځو داړيکو د ټينګولو په اړه لازمه ښوونه او روزنه چمتو کړي.