Institute for War and Peace Reporting | Giving Voice, Driving Change

ښځې تر اوسه چوپې دي

حسينه سليمان او حسينه رسولي د آى ډبليو پى آر راپور ټرانى په کا بل کې
By Hasina Sulaiman, Hasina Rasuli

يو شمېر ښځينه استازو وويل دوى د غونډې د فضا له امله چوپتيا غوره کړې ده، چېرته چې په کې محافظا کاران غوښنه ونډه لري. هغوى په ځانګړې توګه له ملالۍ جويا سره د چلن له امله ناخوښه وو، چې د جهادي مشرانو دغندلو له امله د کمونېستې په نوم ونومول شوه او نژدې وه چې له غونډې وشړل شي.


سره له دې ښځينه استازې هوډمنې دي، چې له يوبل سره سلا مشورو ته دوام ورکړي او زيار وباسي چې بهير ترخپل اغېز لاندې راولي.


د ٢٠٠٢ کال د جون د مياشتې په بيړنۍ لويي جرګې کې ١٦٥٠ استازو له ډلې څخه ښځو يوازې ٢٠٠څوکۍ درلودې، په داسې حال کې چې په دې لويې جرګې کې له ٥٠٢ څوکيو څخه ٩٥ ښځو ته ځانګړې شوي دي. په دې مانا چې د هر ولايت په سر دوه، دوه تنه ټاکل شوي، ٢٥ تنه يي د ولسمشر حامد کرزي له خوا غوره کړاى شوي او شپږ نورې يي له کوچيانو، د کورنيو بېځايه شوو وګړو اوپه ايران او پاکستان کې له استوګنو افغانانو څخه ټاکل شوي دي. په دې توګه په پرتله ييزه توګه د هغوى په شمېره کې د تېرې جرګې په سلو کې له ١٢ څخه په دې لويه جرګه کې په سلو کې د ٢٠ په شاوخوا کې زياتوالى راغلى دى.


د صفي صديقي په ګډون چې د غونډې د څلورمې مرستيالې په توګه ټاکل شوې، له څلورو نورو منشيانو څخه دوه يي مېرمنې دي.


سيما ثمر د افغانستان د بشر د خپلواک کميسون مشره او د ښځو د چارو پخوانۍ وزيره، په دې اند ده؛ لکه څنګه چې ښځې د افغاني ټولنې له نيمايي زياته برخه جوړوي، "نو لږ ترلږه بايد ٢٠٠ څوکۍ خو ورته ورکړل شوى واى."


جميله مجاهد دغونډې منشۍ آى ډبليو پي آر ته وويل: "په عمومي توګه د بيړنۍ لويي جرګې په پرتله فضا ښه شوې ده."


خو مېرمنې لاتراوسه د هوسايۍ احساس نه کوي. هغه وايي: "ښځې د ګوتو په شمار دي او بنسټپال ډيرۍ دي. که چېرته چاپېريال ددغه راز خلکو په لاسونو کې پاتې شي، د ښځو د اغېز چانس لږ دى."


د کندهار دخلکو استازې رنګينه حميدي وايي، په غونډې ښايسته ډېر شمېر نارينه شته، چې ددغو محافظا کارانو له چلن سره موافق نه دي، خو "هغوى ددې زړه ورتيا نه لري چې څه ووايي." هغې له جويا سره خواخوږي څرګنده کړه. هغه وايي: "که موږ په هغې نه واى خپه شوي، نو انسانان به نه وو. موږ بايد غونډه پريښى واى." حمېدې وويل، د ښځو يو پلاوي د متحده ايالتونو له سفير زلمي خليل زاد سره د چهار شنبې د ورځې په ماښام وليدل او ورته ي يويل: "تر هغه چې جګړه ماران نه وي ورک شوي، آزادۍ او دموکراسۍ بې مانا دي."


يوې ښځې استازي، چې غوښتل يي و نه نومول شي، وويل، چې د جهادي تنظيمونو مشرانو او قومندانانو له وېرې، چې د لويي جرګې ډېرى جوړوي، ښځې او دموکراتيک سړي نه شي کولاى د هغوى په وړاندې د څه ويلو هڅه وکړي. هغه وايي: "دا څه ډول آزادي او ديموکراسي ده، کله چې يو استازى خپل نظر وړاندې کوي، نو له خبرو منع او ميکرافون پرې بنديږي او له هر لوري سپکې سپاندې اوري؟"


دې او يو شمېر نورو ښځينه استازو شکايت وکړ، چې د لويي جرګې کار ښه تنظيم شوى نه و او ډېرو اوږدو خبرو هغوى ستړي کړي دي.


پلوشه حسن د مرسل اوونيزې چلوونکې او دکابل ښار د ښځو استازې وويل، چې ښځې کولاى شي، په لويي جرګې کې له خپلو حقوقو دفاع وکړي.. هغه وايي ښځې په خپلو منځونوکې دهغو لارو چارو په هکله سلامشورې کوي ، چې ښځو ته د خپلو حقوقو د ګټلو لاره ومومي. ځينې مېرمنې رياستي نظام غواړي، چې په مسوده کې وړاندې شوى او ځينې بيا پارلماني سيستم خوښوي.