ښځينه ټکسي چلوونکې د يوه ښار د بدلون په لور

ښځې په مزارشريف کې له ټولنيز ځانساتي چلن سره سره ټکسي چلوي

ښځينه ټکسي چلوونکې د يوه ښار د بدلون په لور

ښځې په مزارشريف کې له ټولنيز ځانساتي چلن سره سره ټکسي چلوي

A taxi driver in Mazar e-Sharif. (Photo: Peretz Partensky/Flickr)
A taxi driver in Mazar e-Sharif. (Photo: Peretz Partensky/Flickr)
Thursday, 10 April, 2014

په افغانستان کې د آی ډبليو پي آر د خبريال، قيوم بابک ليکنه

پنځه څلوېښت کلنه سارا دعوه کوي، لومړنۍ ښځه ده چې په افغانستان کې ټکسي چلوي. نوموړي ٤٥ کلنې کونډې، چې د لومړي ځل لپاره يې د خپلو څلورو اولادونو او خواښې د معيشت لپاره ټکسي چلول پيل کړي، زړې جامې په تن او د نارينه گانو د خوښې څادر يې له سر څخه تاو کړی دی.

د هغې ميړه، چې پخپله هم يو ټکسي چلوونکی و، د مزارشريف او د فارياب ولايت د مرکز، ميمنې ښار تر منځ د ټکسي چلولو پر مهال د طالبانو پر گولۍ ولگېد او مړ شو. 

هغې وويل: "زموږ په کور کې د ډوډۍ پيدا کولو لپاره بل څوک نشته. ما څلور، پنځه کاله په ډېرې بېوزلۍ او نېستۍ کې تېر کړل. له هغې وروسته مې پرېکړه وکړه چې ټکسي وچلوم."

هغه وايي: "زه له چا څخه نه ډاريږم. يوازې لرې ځايونو ته نه ځم او هغه هم له دې کبله چې موټر مې څوک غلا نه کړي."

سارا له خپلې نوې دندې خوشحاله ده. هغه د ورځې تر پنځلسو ډالرو پورې لاسته راوړي. هغه وايي د خپل عمر له کبله سپرلۍ هغې ته "مور"وايي اودرناوی يې کوي.

د ښځينه ټکسي چلول نورې گټې هم لري.

هغې په خندا وويل: "ښځې غوره گڼي زما په ټکسي کې لاړې شي. له دې امله ځينې نارينه ټکسي چلوونکي حسادت کوي."

کېدای شي سارا دعوه وکړي چې د مزارشريف په ښار کې لومړنۍ ټکسي چلوونکې ده، خو يوازنۍ چلوونکې نه ده. په دې شمالي ښار کې څو تنوښځو اوس په ټکسي چلولو پيل کړی دی. دا داسې خبره ده چې د هېواد په بلې کومې برخې کې اورېدل شوې نه ده.

د ١٩٩٠ کلونو  پيرکې ځينو مېرمنو شخصى موټرې درلودې او آن يو شمېر په ملي بس کې د موټر چلوونکو په توگه په کار گومارل شوې وې. خو دا هرڅهدمجاهدينو اود طالبانو په راتگ تالا ترغۍ شول.

سره له دې چې له اتلس کلنۍ عمر پورته ښځې د موټر چلولو د اجازه ليک (لايسنس) د ترلاسه کولو حق لري، خو افغانستان لا هماغسې محافظه کار هېواد پاتې دی. دا يوه نادره خبره ده چې د موټرو د شترينگ شاته دې کومه ښځينه چلوونکې وليدل شي. 

د بلخ ولايت د ترافيکو رئيس وويل، په دې ولايت کې د ښه امنيت له امله په لسگونو مېرمنو د موټر چلولو اجازه ليکونه ترلاسه کړي دي.  

هغه وويل: "موږ ته پته نشته چې په بلخ کې څو تنه مېرمنې موټرې چلوي او نه يې پوهېدو ته اړتيا لرو، ځکه هر نارينه او ښځينه د موټر چلولو حق لري. هر څوک د قانون له مخې له ورته امتيازونو او مجازاتو برخمن دي. هڅوک حق نه لري د ښځينه موټر چلوونکو په وړاندې خنډ واقع شي."

د کار او ټولنيزو چارو رئيسې، گلالۍ هوتک وويل، دا حقيقت، چې ښځې ټکسي چلوي، لامل يې په بلخ کې د امنيت پرتله ييز ښه والی دی. 

هغې زياته کړه: "زه وياړ لرم په داسې يوه ولايت کې د کار او ټولنيزو چارو رئيسه يم چې د لومړي ځل لپاره پکې ښځې ټکسي چلوي."

يو شمېر ښځې وايي، د دې پر ځای چې د نارينه ټکسي چلوونکو په ټکسي کې لاړې شي او يا له گڼې گوڼې څخه په ډکو ښاري موترو کې لاړې شي، غوره گڼي چې د ښځينه ټکسي چلوونکو په ټکسي کې سپرې شي.

د ريکا په نامه د مولانا جلال الدين د نجونو د ليسې يوه ښوونکې له يوې ښځينه ټکسي چلوونکې سره مياشتنی قرارداد لري، چې هره ورځ يې له کور څخه ښوونځي او له ښوونځي څخه کور ته وړي.

هغې وويل: "له ښځينه ټکسي چلوونکې سره ډاډه يم. څنگه چې  ټکسي چلوونکې ښځينه ده، نو د مخ پټولو ته اړتيا نه لرم."هغې زياته کړه، ښځينه چلوونکې د نارينه گانو په پرتله ټکسي په ورو چلوي. له دې امله هم د خونديتوب احساس کوي.

يوازې مېرمنې د ښځينه ټکسي چلوونکو ستاينه نه کوي. د يوې بهرنۍ موسسې کارکوونکي، منير وويل، د يوې اوونۍ لپاره يې د سارا ټکسي په کرايه نيولی و. د هغه له چلن ډېر خوښ و.   

هغه وويل: "سارا وخت پېژندونکې، زړوره او مشهوره ښځه ده. چېرته چې به د هغې په ټکيکې تلم، خلکو، پوليسو او د ترافيکو کارکوونکو به د هغې درناوی کاوه. هغه له خلکو سره ډېره مرستندويه ده. له هغې سره د هوسايۍ احساس کوم."

په مزارشريف کې د عبدالجميل په نامه يوه پوليس ترافيک وويل، ښځې له نارينه ښې موټرچلوونکې دي، ځکه هغوی د واټ قانون ته ښه پاملرنه کوي.

هغه وويل،تراوس  د يوې ښځې د ترافيکي پېښې شاهدهم ندى  هغه  زياته  کړه: "هغوی د درناوۍ وړ دي، ځکه له قانون سرغړونه، نه کوي."

د ټکسي يوې بلې چلوونکې، فاطمې وويل، دمخه يې له استادانو او خپلو ښځينه خپلوانو سره مياشتنی تړون درلود. هغوی يي  پوهنتون ته وړل او راوړل. 

د هغې وروستنی مياشتنی کار د ولسمشرۍ لپاره د اپرېل د پنځمې نېټې د ټاکنو د يوه نوماند له مبارزاتي ډلې سره و. د هغه د نامه له اخيستلو يې ډډه وکړه.

هغې وويل: "له يو بل نومانددپلويانوڅخه وډارېدم، ځکه هغوى  ډېر خراب خلک دي . که خبر شي چې خپل موټر مې د هغه سيال ته په کرايه ورکړی، نو زيان به راورسوي."

د ټکسي موټرو د چلوونکو تر څنگ په مزارشريف کې ښځې شخصي موټرې چلوي.

د بلخ د پوهنتون استاده، ماريا رهين، چې له اوږدې مودې راهيسې موټر چلوي، وويل، د امنيت د ښه والي له امله د هغه په څېر د ښځينه موټر چلوونکو په وړاندې خطر راټيټ شوی دی.

هغې وويل: "له هغه راهيسې چې موټر چلوم، له کومې ستونزې سره مخامخ شوې نه يم. کله ناکله راته خلک په ځير گوري."هغې په خندا زياته کړه: "له ښاره بهر مې نه خوښيږي چې موټر مې پنچر شي."

د ځينو نارينه ټکسي چلوونکو سيالي نه خوښيږي، دا د کومې حيرانتيا خبره نه ده.

په مزارشريف کې د غلام مصطفی په نامه يوه ټکسي چلوونکي وويل، ښځې يوازې اتومات موټرې چلوي، د گير والا موټرې نشي چلولای. 

هغه په خندا وويل: "که چېرته يې په لاره موټر خراب شي، نو موټر له سپرليو سره پريږدي او پخپله تښتي."

هغه زياته کړه، که د ښځينه ټکسي چلوونکو شمېر زيات شي، نو د هغه په څېر له نارينه موټر چلوونکو سره به سپرلۍ نه ځي، ځکه له ښځينه ټکسي چلوونکو سره به يې ساعت تېر وي.

عام خلک وايې د ښځو له خوا د ټکسي چلول د شرم خبره ده.

د مزارشريف يوه هټيوال، حاجي شريف وويل: "ما يوه پخه ښځه ليدلې چې ټکسي چلوي، څوک ورسره راشه درشه نه لري. نه پوهيږم چې ځوانې ټکسي چلوونکې ښځې په رښتيا د اړتيا له مخې ټکسي چلوي او که اخلاق يې ښه نه دي. خلک د هغوی په اړه هرڅه هرڅه وايي. خو خدای پوهيږي چې حقيقت څه شی دی."

قيوم بابک په بلخ کې د آی ډبليو پي آر له خوا روزل شوی خبريال دی. 

Frontline Updates
Support local journalists