ښځو د اساسي قانون ملاتړ تر لاسه کړ

د ليلما سديد او حسينې سليمان ليکنه

ښځو د اساسي قانون ملاتړ تر لاسه کړ

د ليلما سديد او حسينې سليمان ليکنه

له هر څه مخه د لويي جرګې مشر، صبغت الله مجددي ويلي و، چې ښځې د نارينه نيمايي حقوق لري. له هغې ورسته مجددي پرېکړه وکړه، چې د لويي جرګې له څلورومرستيالانو څه دې يوه ښځه وي. استازو صفيي صديقي ته ددې څوکې د نيولولپاره رايه ورکړه. په همدې توګه يي صفيه صديقي د غونډې د وياندې په توګه هم غوره کړه.


صديقي وايي، چې مجددي د ښځو د حقوقو په هکله د ټوکو له مخې هغه خبره کړې وه. هغه وايي: "مجددي د نارينه او ښځو لپاره د برابر حق پلوى دى." د نوي اساسي قانون په هکله د وروستيو رايو په رابره کېدو اوس داسې برېښي، چې په وړانديز شوي متن کې ښځو، لږ ترلږه د کاغذ پرمخ، يو څه ګټه کړې ده.


د تفاهم په جرګه ګۍ کې تر ټولو مهمه پرېکړه دا وه، چې په مسوده کې د "اتباع" کلمه بايد په نارينه او ښځو دواړو دلالت وکړي. افغاني مېرمنو ته دا کار يو مهم ګام ګڼل کيږي، ځکه له راېې ورکولو څخه نيولې بيا تر زده کړې پورې، له ټولو بنسټيزو حقوقو څخه، چې نارينه ځينې ګټه اخلي، بې برخې دي.


د ښځو استازې او د بشر دحقوقو موسسې ددې ځانګړي ټکي په هکله زيات ټينګار کوي، ځکه د اساسي قانون د اصلي مسودې په نورو مادو کې د اتباعو حقوق ذکروشوي، خو دا نه وه څرګنده، چې "اتباع" په نارينه او ښځو دواړو دلالت کوي.


صفيې صديقې په يو خبري کنفرانس کې وويل، چې په نوې مسودې کې اتباع په نارينه او ښځو دواړو دلالت کوي.


ځينې لا تراوسه ګومان کوي او په دې باور دي، چې په اساسي قانون کې د ښځو لپاره د زياتو تضيمناتو د ورکولو اړتيا ليدل کيږي.


ځينې نارينه استازي په ټولنه کې د ښځو دريځ ته په دوديزه سترګه ګوري او هغوى ته دزياتو حقوقو په ورکولو کې زړه نازړه دي. د کابل يوه استازې زرغونه نهان وايي، چې د افغانستان اساسي قانون "تل د نارينه وو له خواجوړ شوى او دهغوى له خوا پلى شوى دى."


د غور له ولايت څخه يوبله ښځينه استازې، سيما جوينده وايي: "که زموږ ورونه موږ ته غوږ کينږدي او زموږ ستونزو ته ځواب ونه وايي، نوڅنګه به د برابرو حقوقو د لرلو ادعا وکړاى شو؟"


لږ تر لږه د پکتيا ولايت ،يو نارينه استازي، نادرخان کټوازي، د ښځو په دې اندېښنه کې ځان شريک بلي. هغه وايي: "دا به هېڅ ګټه ونه لري، چې که د ښځو د حقوقو د مساوات په هکله دوه زره مادې وليکل شي او پلې نه شې. اسلام د لوېديځوالو په پرتله ښځو ته زيات حقوق ورکړي "


کټوازى وايي، بايد ښځو ته په کليواو بانډو کې د زده کړې مرکزونه جوړ شي، چې د ښځو حقوق خلکو ته بيان کړي


جميله مجاهد، د لويي جرګې يوه سکرتره، له دې ټکي سره موافقه ده. هغه واي: "دا حقونه بايد يوازې په اساسي قانون کې پاتې نه شي، بلکې بايد پلي شي. دا زموږ ستره موخه ده. موږ ښځو ته د هغو حقوقو غوښتنه کوو، چې په نورو اسلامي هېوادونوکې هغوى ته ورکړ شوي دي."


په دې حقوقو کې د ولسمشرۍ څوکۍ ته د ښځو د کاندېدو د حق ورکول دي.


د بدخشان ولايت د ښځو استازې، مسعودې جلال، په تيره بيړنۍ لويه جرګه کې له حامد کرزي سره د ولسمشرۍ څوکۍ ته ځان په کانديدولو دخلکو احساسات راوپارول. په هغه غونډه کې، د کرزي په وړاندې، چې ١٣٠٠ رايي يي ترلاسه کړې وې، مسعودې جلال يوازې ١٧١ رايي تر لاسه کړې.


په افغانستان کې د ولسمشرۍ څوکۍ لپاره د هغې د کاندېدلو وړاند وينه نه کېده، په داسې حال کې چې په نورو اسلامي هېوادونو؛ لکه: بنګله دېش، پاکستان او اندونيزيا کې دا کار دمخه شوى و.


د دوشنبې په ورځ چې د اساسي قانون مسوده خپره شوه، د ولسمشرۍ لپاره د ښځو د وړتيا په اړوند څه ويل شوي نه و. جلال وويل هغه نيت لري د راتلونکي کال د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره ځان ونوموي.


د اساسي قانون په مسوده کې ښځو ته د کورنيو ناوړه چال چلن په وړاندې خونديتوب په پام کې نيول شوى دى. د بېلګې په توګه ٥٤ ماده وايي: "کورنۍ د ټولنې بنسټيز واحد جوړوي اودولت دنده لري، چې هغه حمايت کړي" او دولت به داسې ګامونه پورته کوي، چې "د اسلام له سپېڅلي دين سره مغايردودونه" له منځه يوسي.


څارونکي وايي، چې دا ماده به يو شمېر "دودونه" له منځه يوسي، خو د اجباري ودونو او د ولور د ورکړې مخه به په ډاګه ونه نيولاى شي.


په همدې توګه ٢٦ ماده وايي: "جرم يو شخصي عمل دى" او د مجرم نيول او جزا "بل چا ته سرايت نه کوي." دا کار به ښځې د هغوې د وروڼو د جرم په بدل کې اجباري واده ته نه اړ باسي.


په پاى کې د لويي جرګې ستره بريا ښايي دا وي، چې سلو تنو ښځينه وو استازو ته ددې حق ورکړ شو، چې د خپلو موکلينو په استازيتوب خبرې وکړي.


Frontline Updates
Support local journalists