ژورنالستان د يووالي په لټه کې دي

په کابل کې د آى ډبليو پي آر د خبريال ، حفيظ الله گردش ليکنه

ژورنالستان د يووالي په لټه کې دي

په کابل کې د آى ډبليو پي آر د خبريال ، حفيظ الله گردش ليکنه

Wednesday, 24 March, 2004

دامهال، د ښځو د يو ځانګړې ټولنې په ګډون، څلور بېلابېلې ډلې جوړې شوې دي او ادعا کوي، چې هره يوه يي له حکومت او سياسي اغېز څخه خپلواکې دي او د افغاني ژورنالستانو د ګټو ښکارندويي کوي.


پخوانۍ او ډېره منظمه هغه يي د افغانستان د ژورنالستانو ملي اتحاديه ده، چې په ١٩٨٠ کال کې د شوروي اتحاد له خوا دافغانستان له نيواک لږ وروسته جوړه شوې ده. لکه د کمونيستې مهال د اتحاديو په څېر دا ډله هم د بشپړې خپلواکۍ ادعا کوي.


د ژورنالستانود استازيتوب په نامه يوه هم د تدارک کمېټه ده، چې د تېرې مي په مياشت کې جوړه شوې ده. د ارادې د مشهورې ورځپاڼې مسول مدير او د تدارک د کمېټې غړى، ظهور افغان وايي، دا ډله هڅه کوي، چې د هېواد په کچه له سياسي اغيز پاکه يوه اتحاديه جوړه کړي.


د کمېټې د وينا له مخې ٤٨٠ تنو افغاني ژورنالستانو په دې اتحاديي کې د غړيتوب لپاره غوښتنليکونه وړاندې کړي دي. دا ډله اوس د مالي ملاتړ د جلبولو په لټه کې ده.


په همدې توګه يوه بله ټولنه چې ادعا کوي، د ښځينه ژورنالستانو استازيتوب کوي، د روان کال (٢٠٠٤) د مارچ په مياشت کې، د نجيبې مرام په مشرۍ رامنځته شوې ده. دا ټولنه وايي چې په کابل او ولايتونو کې ٣٥٠ تنه غړي لري. نجيبه مرام وايي، زموږ د ټولنې موخه "په ټولنه کې د ښځو وده او پراختيا" ده.


په ډلو کې تر اختلاف لاندې هغه د خپلواکو ژورنالستانو ډله ده، چې ويل کيږي، د پخواني ولسمشر او د جمعيت اسلامي تنظيم لارښود، برهان الدين رباني تر بشپړ اغېز لاندې ده.


کله چې نوموړې ټولنې د تېرکال د مي په مياشت کې يوه غونډه راوبلله او دا څرګنده شوه، چې د رباني ملاتړي غواړي ټولنه تر خپل ګرت لاندې راولي او په دې توګه يي خپلواکې او په سياست کې نه ښکېلتيا تر پوښتنې لاندې راغله،نو د آى ډبليو پي آر د ليکوالانو د ډلې غړي، رحيم الله سمندر په مشرۍ زيات شمېر ژورنالستانو له دغه ټولنې سره پرېکوڼ وکړ.


په همدې توګه د ملي ژورنالستانو ټولنه هانداو هڅه کوي، چې د خپل پخواني مشر د کاره له ګوښه کېدو وروسته بيا ځان راژوندى کړي. دې ټولنې له حکومت څخه ځان ليرې کړ او د يوې خپلواکې ټولنې په نوم راڅرګنده شوه او مشهور ژورنالست، محمود حبيبي يي د خپل مشر په توګه غوره کړ.


Frontline Updates
Support local journalists